د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

2149755
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

په داسې حال کې چې پر غزې د اسرائیلو بریدونه په پرله پسې توګه دوام لري، د نتنیاهو اداره د انزوا یوې نوې دورې ته داخلیږي چې په تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی. د بایډن ادارې او یو څو اروپایی دولتونو پرته ، هیڅ هیواد پاتې نه دی چې په ښکاره ډول د اسرائیلو د نسل وژنې سیاستونو ملاتړ وکړي. اسرائیل په نړیواله او سیمه ایزه کچه په بشپړه توګه منزوي کیږي، او دا  د اسرائیل خوندیتوب له منځه وړي. اسرائیل چې د اکتوبر له اوومې وروسته یې د خپل تش په نامه امنیت په خاطر تر ۴۰ زرو زیات انسانان چې ۷۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي ووژل، یوې نوې پروسې ته داخلیږي چې له عواقبو سره به مخ شي. دا جنجالي بهیر نه یوازې د اسرائیلو دولت بلکې د یهودي ټولنې لپاره ژور امنیتي بحران ته اشاره کوي. که د نتنیاهو حکومت په غزه کې خپل وحشت ته دوام ورکړي، د اسرائیلو د امنیتي کړکیچ ترمیم به ناشوني شي او د اسرائیلو د دولت د شتون په اړه به یوه حیاتي ستونزه رامنځ ته شي.

 

د تورکیې د اقتصادي سیاسي او ټولنیزو مطالعاتو د بڼسټ ( سیتا ) د امنیتي څیړونو مشر لیکوال پروفیسور ډاکټر مراد یشیل تاش د موضوع په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

 

د اکتوبر له اوومې وروسته د اسرائیلو د مشروعیت اساس په بشپړه توګه له منځه تللی دی. اسرائیل نه یوازې یو اشغالګر ځواک دی، بلکې یو داسې دولت هم دی چې د عدالت په نړیواله محکمه کې د نسل وژنې د تورن په توګه محاکمه کیږي،  چې جرمونو نړیوالې محکمې لخوا يي د  مشرانو د نیول کیدو حکم شوی، او دا په نړیوالو سازمانونو او نړۍواله ټولنه کې ددې هیواد د منزوي کولو لامل شي. یوازیتوب او انزوا دا حالت دوه مهمې پایلې زیږوي. د مشروعیت له لاسه ورکول او د امنیتي بحران ژوریدل.

 

لومړۍ مسله چې د اسرائیلو امنیتي کړکیچ ژوروي او په یو ډول د موجودیت په ستونزه بدلوي د غزې په تړانګه کې د میشتو فلسطینیانو په وړاندې د نتنیاهو د ادارې وحشیانه کړنې دي چې نسل وژنه، جنګي جنایتونه او د بشریت ضد جنایتونه پکې شامل دي. په دې حالت کې، اسرائیل په غزه کې عادي جګړه نه کوي. نوره هم ځو، دا هم ممکنه نه ده چې د اکټوبر له اوومې راهیسې په غزه کې اسرائیل د جګړې په نوم څه تعریف کړي. ځکه چې د اسرائیلي پوځ هدف ملکي وګړي دي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي. اسرائیل د حکومت په توګه ټول هغه وسیلې چې هغوې یې د میتود په توګه کاروي لا دمخه د ځان نه د دفاع حق په برخه کې د سرې کرښې نه تیرې کړې ، او دوی په شعوري ډول  د پلان له مخې د یوې ځانګړې توکمیزې او مذهبي ټولنې د لمنځه وړولو هدف ته خدمت کوي. په دې وروستیو کې، د اسرائیلو لخوا په رفح کې د ملکي خلکو او بې ځایه شوو فلسطیني کډوالو پر لنډمهاله پناهځایونو برید کول ، چې د هغوې په وینا  "خوندي زون" په توګه یادیده، د نړیوالو قوانینو له مخې یو قصدي او عمدي عمل دی. د اکټوبر له اوومې راهیسې د اسرائیلو لخوا د ترسره شوي تش په نامه پوځي عملیاتو په شرایطو کې، اسرائیلو حکومت ډیری داسې کړنې ترسره کړې چې جنګي جنایتونه، نسل وژنې او د بشریت ضد جرمونه دي.

د دغو اقداماتو له امله د نړیوال قانون په چوکاټ کې د اسرائیلو مشروعیت له ژور بحران سره مخامخ شوی دی. د عدالت په نړیواله محکمه کې د سویلي افریقا لخوا د اسرائیلو پر خلاف د نسل وژنې قضیې په تړاو تورونو لا دمخه اسرائیل د نسل وژنې ترسره کوونکي هیواد په توګه معرفي کړی دی. د محکمې د پریکړې پایلې ته په پام سره، د اسرائیلو د غزې نسل وژنې د هغه دولتي هویت نړیوال داستان ګډوډ کړی چې دا د خپلو تاریخي افسانو له لارې رامینځته شوی. د د جزا نړۍوالې محکمې د نسل وژنې د قضیې سربیره، د نړیوالې جنایي محکمې لخوا  د اسرائیلي چارواکو په اړه د دستګیرۍ حکم د محاکمې پریکړې په اړه بحثونه په ورته ډول یوه بله ننګونه ده چې اسرائیل د نړیوال قانون په ډګر کې ورسره مخ دی. د دې پریکړې سره، اسرائیل د ملګرو ملتونو په وړاندې او بهر کې د دوو محاکمې بهیرونو برخه شوه، او د نړیوال قانون پر بنسټ د دې هیواد د مشروعیت بحران نور هم ژور شو.

د اسرائیلو د مشروعیت بحران په حقیقت کې  یوازې د خپلو کړنو له امله د نړیوالو قوانینو له مخې د نسل وژنې له تورونو سره د مخامخ رژیم په توګه محدود ندی. په نړیواله او سیمه ایزه کچه، اسرائیل په ډیپلوماټیک ډول په یو جلا هیواد بدل شوی دی. که څه هم دې هڅه وکړه چې د اکتوبر له اوومې مخکې د ابراهیم له موافقې سره خپل سیمه ییز انزوا له منځه یوسي، خو د اکتوبر له اوومې وروسته سیمه ییزه عادي کول پای ته ورسېدل او اسرائیل بیا له ډیپلوماتیکو پلوه منزوي شو. په دې موده کې ډېرو هېوادونو له اسرائیلو سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړ او د فلسطین او د دوه دولتونو د حل ملاتړ یې پیل کړ. په پای کې، د اسپانیا، ایرلنډ او ناروې له خوا د فلسطیني دولت په رسمیت پیژندنه یو له ښکاره شاخصونو څخه دی چې اسرائیل په ډیپلوماټیک ډګر کې له لاسه ورکړی دی. په دې توګه د فلسطین په رسمیت پیژندلو هیوادونو شمیر ۱۴۷ ته لوړ شو.

په ډیپلوماټیک ډګر کې د اسراېیلو د یوازیتوب بله ساحه د نړیوالو سازمانونو ابعاد دی. اسرائیل په یو داسې دولت بدل شوی چې کړنې یې د ډیری نړیوالو سازمانونو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو لخوا پرې سختې نیوکې کیږي. په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له خوا د یوه نوي پریکړه لیک تصویبول د فلسطین د څارونکي حیثیت بدلول د اسرائیلو د سیاستونو په وړاندې یو انقلابي ګام دی. که څه هم دا پریکړه لیک لا تر اوسه د امنیت شورا لخوا نه دی تصویب شوی، خو په سمبولیک ډول په غزه کې د اسرائیلو د ناروا کړنو په پایله کې راڅرګند شو. ډیری سیمه ایز سازمانونه هم په غزه کې د اسرائیلو لخوا د جنګي جنایتونو او نسل وژنې عملونو غندي.

دوی دا په خپله اجنډا کې شامل کړل او د اسرائیلو دولت په وړاندې یې سختې څرګندونې وکړې.

اسرائیل چې مشروعیت یې د نړیوال قانون په ډګر او په دیپلوماتیکه توګه د نړیوال سیاست په ډګر کې له قانوني پلوه له لاسه ورکړی دی، د نړیوال بشریت په وجدان کې هم خپل مشروعیت په بشپړه توګه له لاسه ورکړی دی. په داسې حال کې چې په غزه کې د نسل وژنې له امله د اروپا په پلازمینه، په ځانګړې توګه امریکا او د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې د اسرائیلو پرضد مظاهرې روانې دي، د اسرائیلو ملاتړي شرکتونه هم بایکاټ کوي. که څه هم د امریکا په پوهنتونونو کې دوه ګونی معیارونه هڅه کوي چې د اسرائیلو په ګټه د ازادۍ فضا محدوده کړي، خو د اسرائیلو او امریکا ملاتړ له دې مخکې هم غندل شوی دی. د مظاهرو دا څپه ډیره د پام وړ ده ځکه چې دا یو له ډیرو پراخو مظاهرو څخه دی چې موږ په تیرو ۲۰ کلونو کې شاهدي کوو.

د پایلې په توګه، داسې ښکاري چې اسرائیل د مشروعیت په ژور بحران کې قرار لري. دا بحران په حقوقي اړخ کې، د نړیوالې ډیپلوماسۍ ابعاد او د نړیوال بشري وجدان په اړخ کې تجربه کیږي. د اسرائیلو لپاره دا خورا ستونزمنه ده چې دا مشروعیت بیرته ترلاسه کړي ځکه چې په غزه کې د هغې نسل وژنې پالیسي به هیڅکله د انسانیت له حافظې څخه حذف  او پاک نشي.



اړوند خبرونه