دا ځکه چې

په نننۍ خپرونه کې به د یوې داسې موضوع په اړه خبرې وکړو چې په ډېرو برخو کې له ورځني اړیکي نیولې بیا د پېچلو ستونزو د حل لپاره خورا مهم دي. موږ خپله برخه پیل کوو چیرې چې موږ به د ژبې د سمې او مؤثره کارولو پایلو په اړه خبرې وکړو، "زه خپله ژبه سمه کاروم، ځکه

2119783
دا ځکه چې

 

 په نننۍ خپرونه کې به د یوې داسې موضوع په اړه خبرې وکړو چې په ډېرو برخو کې له ورځني اړیکي نیولې بیا د پېچلو ستونزو د حل لپاره خورا مهم دي. موږ خپله برخه پیل کوو چیرې چې موږ به د ژبې د سمې او مؤثره کارولو پایلو په اړه خبرې وکړو، "زه خپله ژبه سمه کاروم، ځکه."

 

د ژبې او فکر تر منځ پیچلي تعامل د کلتوري، ادراکي او انفرادي فکتورونو له مخې جوړیږي. هغه نظرونه چې استدلال کوي چې ژبه یوازې د احساساتو او افکارو د رسولو وسیله ده په تدریجي ډول خپل ځای هغه استدلال ته چې وايي  ژبه فکر ته شکل ورکوي پریږدي. مخکې له دې چې پدې پیچلې موضوع بحث پیل کړو غواړم ، د لودویګ ویټګینشټاین هغه وینا نه یادونه وکړم چې ویلي دي  "زما د ژبې حدود زما د نړۍ حدود دي" په اصل کې همدا وینا کافي ده چې دا خبره معلومه کړي چې ژبه په اصل کې په نړۍ کې زمونږ ځای ټاکي.

 

د ژبې په سمه توګه کارول په اصل کې زمونږ د اغیزمند افهام او تفهیم وړتیا زیاتوي. په دفتر، ښوونځي او حتی زموږ په کورني ژوند کې ځیني سوءتفاهمونه چې  پیښیږي ډیری وختونه د ژبې د غلط استعمال له امله رامینځته کیږي. دا حالت په ځانګړې توګه د ناکامۍ او ناخوښۍ  په څیر د یو زیات شمیر منفي  حالاتو لامل کیږي. زموږ د مورنۍ ژبې لنډیز او لغتونه هغه اساسي عناصر دي چې موږ ورته د خپل ځان بیانولو او بل کس په سمه توګه د پوهولو لپاره ورته اړتیا لرو.

 

زموږ په مورنۍ ژبه ښه پوهیدل زموږ د خپل کلتور د پوهیدو او څرګندولو وړتیا زیاتوي. دا موږ سره مرسته کوي چې په کلتوري شرایطو کې بډایه ژوند وکړو. سربیره پردې، د ژبې ښه بنسټ د بهرنۍ ژبې د زده کړې پروسه اسانه کوي. د ګرامري قواعدو او لغتونو پوهیدل د نوې ژبې زده کولو په وخت کې یوه ګټه ده. په دې توګه، افراد فرصت لري چې نړۍ د مختلفو ژبو له لارې وپیژني، دا د پراخ لید څخه دی.

 

ډیری څیړنې ښیي چې د مورنۍ ژبې مهارتونه د فکر کولو او خلاقیت وړتیاو باندې مثبته اغیزه کوي. د څیړنې پایلې ښیي چې هغه کسان چې د ژبې پیچلي جوړښت باندې ځان ښه پوه کړي  او په سمه توګه یې کاروي، په ورځني ژوند او مسلکي ډګر کې په دواړو کې  بریالي دي. سربیره پردې، د ژبې مهارتونه هم په رواني روغتیا مثبت اغیز لري. څرنګه چې د ژبې کارول د فکر کولو پروسې تنظیموي، د څیړنې پایلې هم د دې حقیقت ملاتړ کوي چې هغه خلک چې خپله ژبه په اغیزمنه توګه کاروي د الزایمر په څیر د ناروغیو څخه د ځان ساتلو کې ګټه لري.

 

په پای کې غواړم تاسو ته یادونه وکړم چې د دې مهارت د ترلاسه کولو لپاره، په ښوونځي کې د ترلاسه شوي زده کړې سربیره، د کتابونو، اخبارونو، مجلو لوستلو، تیاتر ته تلل او د قاموس کارول اړین دي. زه غواړم ددې په ویلو چې زه خپله ژبه سمه کاروم ځکه چې زه غواړم د خپلې نړۍ حدود پراخه کړم  الوداع وایو . تر راتلونکي خپرونې د الله په امان کې اوسې.


پيوندونه: #دا ځکه چې

اړوند خبرونه