د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

2110889
د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

د تورکیې په مرکزي اناتولیا سیمه کې پروت د سیواس تاریخي ولایت چې د کوچنیو او لویو څارویو د غوښو سره چې د سیمې په طبیعي چاپیریال کې روزل کیږي  خورا مشهور دی. همداشان دا ولایت یو ډول خواړه لري چې یوازې د غوښې او ځانګړې مالګې په استفادې سره پخیږي او خپل نوم يي هم ورته ورکړی دی ځانګړی شهرت لري. دا خواړه د سیواس کوفته ده. د سیواس کوفته په ۲۰۰۶ کال  کې د سیواس د سوداګرۍ او صنایعو خونې په  غوښتنلیک سره د تورکیې له جغرافیایي پلوه راجستر شوي محصولاتو په لست کې شامله شوه.

د ویلو ده چې د سیواس د کوفتې د هیواد د نورو کباب ډولو سره یوازنی توپیر د کوفتې په غوښه کې دی. د یادولو وړ ده چې د سیواس کوفته په سیمه کې د روزل شوو پسونو او خوسي د ځانګړې غوښې نه چې په ځانګړو شرایطو او  مالچرونو کې روزل کیږي پخیږي. دا چې پدې سیمه کې په مالچرونو کې ډیری هغه بوټي شتون لري چې په مثالو کې کارول کیږي د څارویو غوښو ته ځانګړی لذت ورکوي.

د همدې امله د سیواس په کوفته کباب کې د غوښې او مالګې پرته بل هیڅډول مثاله نه کارول کیږي.

همداشان پدې کوفته کباب کې بیا د سیواس ولایت د زارا ولسوالۍ د توزلوګول په ځانګړي کې تولیدونکې ځانګړې مالګه چې هیڅډول کیمیايي مواد پکې نه ګډیږي کارول کیږي. ددې مالګې تر ټولو ښه ځانګړتیا د کوفتې د رنګ د بدلیدو مخنیوی دی.

همداشان ددې کوفتې کباب د غوښې جوړول ځانګړی مهارت غواړي.

دا چې پدې کوفته کې بل ډول کومه مثاله نه اچول کیږي نرۍ نرۍ په سکرو پخیږي.

همداشان د سیواس کوفتې کباب ترڅنګ بیا پیاز، په اور پخ شوي شنه مرچ او رومي او جعفریه ایښودل کیږي.



اړوند خبرونه