د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

په ننۍ خپرونه کې تاسې ته د وچ قیماق په اړه معلومات درکوو چې د تورکیې د جغرافیې په راجستر شوو توکو کې ځای لري.

2104433
د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

خوږو اوریدونکو په ننۍ خپرونه کې تاسې ته د وچ قیماق په اړه معلومات درکوو چې د تورکیې د جغرافیې په راجستر شوو توکو کې ځای لري.

تورکیې د نوشهیر ولایت چې د تورکیې په مرکزي اناتولیا سیمه کې د خپلې طبیعي او تاریخي ښکلاګانو سره شهرت لري ، د لبنیاتو د مختلفو ډلونو کوربه توب هم کوي. د نوشهیر ولایت د قیماقلي ولسوالي د یو ډول قیماق کوربه توب کوي چې ددې سیمې نه پرته په بل ځای کې نه موندل کیږي. نوموړی قیماق وچ قیماق دی . د قیماقلی ولسوالۍ وچ قیماق  ۲۰۲۲ کال کې ددې ولسوالۍ د ښاروالۍ په غوښتنه د تورکیې د جغرافیې له پلوه ثبت شوي محصولات په لست کې شامل شو.

وچ قیماق چې د غوړ او  پروتین  پلوه ډیر زیات قوي او بډایه دی وچ ، کلک او د نیمه سپوږمۍ بڼه لري.

وچ قیماق د غوا له شیدو څخه جوړیږي. د وچ قیماق د جوړولو لپاره لومړی

 د غوا شیدې د یو جالي ټوټې څخه چاڼیږي. وروسته شیدې په دیګونو کې اچول کیږي او

دیګونه  په ځمکه کې ښخ شوي  تنورونو کې  ایښودل کیږي . وروسته له دې چې شیدې په جوش پیل شي، شیدې د دیګ  سره یوځای له تندور څخه ایستل کیږي او یو څنګ ته ایښودل کیږي. وروسته یوه لویه مسي کړايي په سکرو ایښودل کیږي. جوش شوي شیده یو ځل بیا د جالي ټوټې نه چاڼ کیږي . کله چې مسي کړايي په سکرو توده شي ، په کړايي کې شیده اچول کیږي او په یوې څمڅۍ شیدې په کلاره کلاره داسې لړل کیږي چې قف وکړي. کله چې شیدو ښه قف وکړ بیا نور نه لړل کیږي تر ټولو قیماق ونیسي. پدې ډول شیدې پاسنۍ برخه قیماق نیسي. همداشان کله چې ښه قیماق ونیو

وروسته د چړې په مرسته لومړی قیماق د کړايي نه جلا کوو او بیا دا شیدو پاسنۍ طبقه چې قیماق دی د څمڅۍ په مرسته رااوچتو او وروسته ورته قات ورکوو چې د سپوږمۍ شکل واخلي. بیا وروسته  د یو  غل بیل د پاسه ایښودل کیږي. د ویلو ده لوند قیماش په یو ځانګړي مهارت سره د غل بیل د پاسه ایښودل کیږي. ویل کیږي دا قیماق په یو سیورن ځای کې چې لمر ونلري او د حرارت درجه يي هم کمه وي وچولو ته ایښودل کیږي. پدې ډول قیماق وچیږي. د یادولو وړ ده چې وچ قیماق په یخ ځای او یخچال کې د یو کاله پورې نه خرابیږي. همداشان پدې سیمه کې هر کال د وچ قیماق فیستیوال جوړیږي .  دا قیماق یواځې په همدې سیمه کې موندل کیږي او خلک ددې قیماق د خوړولو لپاره د ډیرو لرو سیمو نه دې سیمې ته راځي.



اړوند خبرونه