په ژوند کې اسانتیاوې رامنځته کوونکې تصادفي اختراع ګانې

په ژوند کې اسانتیاوې رامنځته کوونکې تصادفي اختراع ګانې

2102415
په ژوند کې اسانتیاوې رامنځته کوونکې تصادفي اختراع ګانې

په ننۍ خپرونه کې د موټر د ټایرونو په اړه بحث کوو چې څه رنګ اختراع شوی دی.

نن  په سړکونو او کوڅو کې په میلیونونو موټرې تګ راتګ کوي . که چیرې  تاسې د موسم سره سم او  مناسب ټایرونه ونه لرئ ، نو ستاسو د حادثې خطر خورا لوړیږي.

په ځانګړي توګه که تاسو په سړه او واورینه هوا کې موټر چلوۍ باید چې د هوا د شرایطو سره سم ټایرونه هم ولرۍ  . د ربړ کشف، د موټرو د ټایرونو خام مواد، یوازې ۳۰۰ کلن تاریخ لري. په ۱۷۵۴ کال  کې، فرانسوي کاشف لا کونډمین په سویلي امریکا کې خپل لس کلن سفر بشپړ کړ او پلازمینې پاریس ته راستون شو. د سفر هدف د نړۍ د د طول د کرښې درجې اندازه کول وو، مګر لا کونډمین د یو طبیعي محصول سره فرانسې ته راستون شو چې هیچا  یې تمه نه درلوده. کاشف لا کونډمین دا محصول، چې له پیرو څخه راوړی وو علمي نړۍ ته یې وړاندې کړ. دا  یوه داسې نرمه او  انعطاف پذیره ماده وه چې د پیرو اصلي اوسیدونکو د ونې له شیرې څخه ترلاسه کړې وه. د ویلو ده چې ددې ونۍ د پوټکي د لږ پرې کیدو سره د ونې نه یو شیرې په څیر اوبه راوځي او چې د وچیدو نه وروسته په یو ډول نرمې مادې بدلیږي هر خوا ته چې تاوې هغه خوا ته تاویږي. ددې مادې نوم ربړ وو...

 

لا کونډامین، چې  کله ولیدل چې د پیرو اصلي خلکو له دې موادو څخه ډیر محصولات تولید کړي، نه یوازې دا چې دا مواد انعطاف پذیره وو او نه ماتیدل بلکې اوبه هم ترینه نه تیریدې. هغه چې کله دا مواد ولیدل ډیر زیات هیجاني شو او غوښتل يي چې هر څه ژر دا مواد په فرانسه کې معرفي کړي.  هغه د پوهنتون په حلقو کې د غیر متوقع غبرګون سره مخامخ شو. فرانسوي ساینس پوهانو لا کانډامین ته سپکاوی وکړ او د هغه کشف یې بې ګټې وباله. د ربړ برخلیک، چې د کلونو لپاره یې سپکاوی شوی و، په ۱۷۷۰ کې بدل شو او په لومړي ځل د ښوونځیو د زده کوونکو لپاره ترینه پنسل پاک جوړ شو.

حقیقت دا دی چې د ربړ په اړه د پوهاوي نشتوالی غیر عادلانه نه و. د دې غیر معمولي فضیلتونو سره سره، دا غیر معمولي ماده هم ډیری نیمګړتیاوې درلودې. دا مواد چې به چا د امریکا له لویې وچې تر اروپا راوړل خپل خاصیت به يي د لاسه ورکولو او بل دا چې  یو ډیر بد بوی يي درلود.

پدې نقطه کې بیا کیمیاګرانو میدان ته راودنګل او مداخله يي وکړه. په ۱۸۲۳ کال کې، سکاټلینډي کیمیا پوه چارلس مکینتوش په پټرولیم کې ربړ منحل کړ او بیا یې په دې مخلوط کې ټوټه  لمده کړه، او دا ټوټه د اوبو ضد شوه. په هرصورت، حتی د دې طریقې سره، ربه ربړ خپل بوی د دلاسه ورکړ او بل دا چې د ټوټې نه د لرګیو په څیر سخت او ماتیدونکی حالت واخیست. همداشان په تصادفي ټوګه ربړ په ننۍ حالت بدل شو او په نړۍ کې د یو ډیر مهم ځای خاوند شو.

همداشان امریکايي څیړونکي  چارلس ګوډییر چې په ۱۸۰۰ کال کې په امریکا کې زیږیدلی و، له هر ډول  کیمیاوي مادې سره چې موندلې وه  ربړ مخلوط کړ ، خو هغه لازمه نیجه ترلاسه کړه ؛ تر هغه وخته چې هغه ربړ د سلفر سره مخلوط کړ او دا مخلوط ترینه د بخارۍ ترڅنګ له یاده ووت. کله چې سهار هغه مواد ولیدل کلک شوي وو خو د انعطاف پذیرۍ خاصیت يي د لاسه نه وو ورکړی . همداشان دې موادو یو شکل هم اخیستی وو. ګوډیر که څه هم په تصادفي توګه دا میتود پيدا کړ خو وروسته يي ربړ د سلفرو سره یو ځای مخلوط او ګرم کړ او بیا  د "ولکانیزیشن" په نوم یوه پروسه ترلاسه کړه. دا ناڅاپي کشف د ټایر د زیږون ورځ وه.

 

په ربړ کې بدلون نه یوازې د هغې د کارونې ساحه ډیره پراخه کړه  بلکې د څو میلیارد ډالرو صنعت د زیږون لامل هم شو.

په هرصورت، په لومړي سر کې، هیچا د چارلس ګوډیر کشف باندې  باور نه کولو او د هغه نه يي ملاتړ هم نه کولو. کله چې چارلس ګوډیر په ۱۸۴۴ کې د خپل اختراع لپاره پیټینټ یا د امتیاز حق  ترلاسه کړ، انګلیس مخترع توماس هانکوک  یو کال د مخه د ولکانیزیشن میتود په کارولو سره د ټایرونو تولید پیل کړی و. په داسې حال کې چې ګوډیر د هوټل په یوه خونه کې مړ شو، خپلې میرمنې او ماشومانو ته یې په زرګونو ډالر پور پریښود، د هغه برتانوي سیال هانکوک او کورنۍ یې د موټرو زرګونه ټایرونه تولید کړل او ملیونونه پونډه یې وګټل.



اړوند خبرونه