د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي
پدې خپرونه کې تاسې ته د تورکیې د هاتای ولایت د یو ډول ځانګړي شیرینې چې د نړۍ په کچه شهرت لري په اړه تاسې ته معلومات درکوو.
![د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/5c5f/7846/4669/570b67d4a2c27.jpg?time=1722043277)
د تورکیې د مدیترانې له ساحلي ښارونو څخه د هاتای ولایت د انتاکیا ولسوالۍ د یو ډول ځانګړې شیرنۍ سره مشهور دی چې حتا دې شیریني ته يي خپل نوم هم ورکړی دی. دا شیریني د انتاکیا کنافه ده. د انتاکیا کنافه په ۲۰۰۶ کال کې د انتاکیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې د غوښتنلیک سره د تورکیې په جغرافیه کې راجستر شوي محصولاتو په لست کې شامل شو.
دا شیرینې د تورکیې یو له محدودو شیرینو څخه ده چې په منځ کې پنیر شتون لري .
د انتاکیا کنافه د پخولو لپاره لازم مواد :
د غنمو له اوړو څخه جوړ شوی تل قدایف یا رشته چې مینچو ته ورته دي، د کنافه مخصوص تازه پنیر، کوچ یا زیړ غوړي او د شربت لپاره بوره.
د ویلو ده چې دا خواږه په یو پراخه پطنوس کې پخیږي. ددې شیریني په منځ کې پنیر ایښودل کیږي.
د انتاکیا کنافه تقریبا 1-2 سانتي متره ضخامت لري. دا شیریني په عموم دول توده یا ګرم خوړل کیږي . د ویلو ده چې پدې شیریني کې ځانګړی پنیر چې مالګه نلري کارول کیږي. کنافه د پخیدو نه وروسته د مصرف عمر د دوه نه تر درې ورځو پورې ده. د ویلو ده چې کنافه باید تازه وخوړل شي. د کنافه پنیر هم باید تازه وي. که چیرې دا پنیر تازه نوي د کنافې خوند خرابوي . انتاکیا کنافه د شکل، رنګ، ترکیب، چمتو کولو او مصرف کولو طریقې له مخې په تورکیه کې تولید شوي د پنیر لرونکي نورو شیرینو سره توپیر لري. د نورو پنیري شیرینو پرخلاف ، د انتاکیا کنافه پاستنې او لاندینې سطحې په جلا جلا توګه پخیږي. دا یوه پروسه ده چې ځانګړي مهارت ته اړتیا لري. کنافه د پخولو نه وروسته پرې شربت اچول کیږي. همداشان پدې سیمه کې کنافه شیرینې مشتریانو ته معمولا د قیماق او یا ایس کریم سره ورکول کیږي. د کنافه د پاسه قیماق یا ایس کریم او یا هم میده شوې پسته اچول کیږي.