دا ځکه چې ..
دا ځکه چې ..
![دا ځکه چې ..](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/9a5e/ce8d/9f36/65c9dcfc13967.jpg?time=1722044637)
موږ به پدې برخه کې د بهرنۍ ژبې زده کړې په اړه وغږیږو. زه بهرنۍ ژبه زده کوم ، ځکه چې ، غواړم د نړۍ په هر ګوډ کې د هر څه نه خبر شم.
غواړم خپرونه د تورکي ژبې په یو مشهور متل سره پیل کړم چې وایي " یو لسان یو انسان او دوه لسانه دوه انسانه دي" د ویلو ده چې دا متل د بهرنۍ ژبې د یادولو اهمیت مونږ ته د هر څه ډیر ښه روښانه کوي .
د شلمې پیړۍ په پیل کې، ویټګین شټین ددې په ویلو سره چې زما د ژبې حدود ، زما د نړۍ حدود دي ، هڅه يي کوله چې خپل فکر کولو حدود وټاکي."
ښه، لکه څنګه چې هر څه چې په ژبه راځي هغه د فکر محصول دی، خو د خپل فکر بیان هم د ژبې پورې تړاو لري .
دا چې مونږ نن ورځ مسئلې او پيښې په مختلفو ژبو نړۍ ته وړاندې کړو ، دا د نړۍ د حدوداتو په پراخیدو ته څومره اهمیت لري ، په ننۍ عصر کې پدې ټول ډیر ښه پوهیږي.
مورنۍ ژبه یوه پدیده ده چې انسان نه زده کوي، بلکې د نورو ډېرو شیانو په څېر په خپل زده کوي. ماشومان ژبه نه زده کوي، دوی یې کسبوي. موږ د خپلې مورنۍ ژبې له لارې نړۍ پیژنو او له خپل نږدې چاپیریال سره پرې افهام او تفهیم کوو. دا ځانګړنه، چې موږ ته د هر ژوندي مخلوق په څیر د ژوندي پاتې کیدو اجازه راکوي، هغه ځای کې چې تمدن ورته رسیدلی دی، د نن ورځې په ژبه کې، یو څه تازه کولو ته اړتیا لري.
نننۍ نړۍ هرچیرې، هر وخت اړیکه ممکنه کوي. هره شیپه په میلیاردونو معلومات د نړۍ هر ګوټ ت ته رسيیږي. په داسې حال کې چې فرانسوي سل کاله وړاندې عامه ژبه ګڼل کېده، نن ورځ پرته د شکه چې انګلیسي ژبه د نړۍ تر ټولو عامه ژبه ده. د انګلیسي ژبې سره دا خورا اسانه ده چې هغه څه تعقیب کړئ چې نن ورځ په نړۍ کې پیښیږي. د انټرنیټ په برکت موږ کولی شو د نړۍ هر ګوټ ته ورسیږو. په ځوانۍ کې د بهرنۍ ژبې زده کول د رواني ګټو سربیره، څیړنې د هغې فزیکي ګټې هم ثابتوي.
له تاسو څخه هیله کوم چې په نړۍ کې د هر څه د ډیر ښه تعقیب او د هر څه نه د ځان د خبرولو په خاطر یوه بهرنۍ ژبه نه بلکې ډیرې بهرنۍ ژبې زده کړۍ. د بهرنیو ژبو زده کړه نن په یو ضروري اړتیا بدله شوې ده . لا زیاتو معلوماتو او مواخذونو ته د لاس رسي په خاطر بهرنۍ ژبې یو حتمي شرط دی.