د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

2096371
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

د عراق، سوریې او اردن د مثلث په ستراتیژیکه نقطه کې پروت  د امریکا د ټاور ۲۲ په قرارګاه د کامیکاز ډرون الوتکې سره برید وشو چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۳ امریکایي عسکر مړه او ۳۵ نور ټپیان شول.

دې برید چې امریکا ته ستر ټکان ورکړ ویل کږي په عراق کې د اسلامي مقامت ډلې لخوا چې د شیعه ملیشو نه تشکیل شوی دی ترسره شوی دی. پداسې حال کې چې  ددې برید نه وروسته د امریکا ولسمشر بایډن دې برید ته د ځواب ورکولو په اړه خپل تصمیم نیولی دی خو د ځواب  د څرنګوالي په اړه چې ایا څه ډول ځواب ورکړي د ستونزو سره مخ دی.  دا هم  روښانه نده چې ایا  د امریکا او ایران او د دوې د متحدینو ترمنځه به په مینځني ختیځ کې یوه لویه جګړه پیل شي او که نه ؟

 د تورکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو بڼسټ ( سیتا ) د بهرني سیاست څیړونکي جان اجون د موضوع په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

 د اکتوبر په ۷ مه نیټه په غزه کې د اقصی د توپان سره پيل شوې او وروسته په غزه کې

د اسرائیلو د نسل وژنې په غبرګون کې  د ایران او د هغه د نیابتي ډلو لخوا پیل شوي شخړې دا اندیښنې راپورته کړي چې ایا دا پيښې  به په سیمه ایزې  جګړې بدلې شي او که نه . په هرصورت، په ایران کې حزب الله او نورو عراقي شیعه ډلو ډاډ ترلاسه کړ چې شخړې په ډیر کنټرول کې دوام لري. دوی حتی د وخت په تیریدو سره د "ستراتیژیک صبر" سره په کنټرول شوي ډول د اسرائیلو پارونکو اقداماتو ته ځواب ویلو ته ترجیح ورکړه. په یمن کې  د انصارالله غورځنګ او حوثيان نه د استثنا په توګه یادونه کولی شو. د ویلو ده چې حوثیانو په سور سمندرګي  او باب المندب  کې اسرائیلو او د هغې د متحدینو د بړیو تګ راتګ بند کړ او پدې سیمه کې پر کښتیو بریدونه پيل کړل. امریکا او انګلستان د حوثیانو پر خلاف سمندري ټرانسپورت د خطر سره د مخامخولو له امله ائتلاف رامنځته کړ او پر حوثیانو يي هوايي بریدونه هم ترسره کړل.

 

خو وروستۍ پېښه او د عراق، سوریې او اردن په مثلث کې د امریکا پرپوځي هدې برید د سیمې خراب او حساس وضعیت لا پسې خراب او حساس کړ.. تر دې مخکې هم د عراق او سوریې په سیمه کې د امریکا پر هډ شاوخوا ۲۰۰ بریدونه شوي، خو دا اکثره سمبولیک بریدونه وو. خو وروستي برید امریکا هم د یو لوی  ستونزمن حالت مخامخ کړې  . د ویلو ده چې پدې برید کې ګنشمیر امریکايي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

البته ، دا چې دا پروسه او بهیر به څه ډول مخکې لاړ شي او دا کنټرول شوې جګړه به څه ډول شکل ونیسي ددې پریکړه به بایدن وکړي. د ویلو ده چې بایدن  د امریکا د ولس او په  ځانګړې توګه د جمهوري غوښتونکو له سخت فشار لاندې دی او د هغه څخه په ایران باندې مستقیمې حملې غوښتنې کیږي. خو له ایران سره په داسې یوه هیواد کې د جګړې پریکړه کول چې انتخاباتو ته ولاړ وي، اسانه کار نه دی. دا به یو لوی ګواښ وي چې ټول منځني ختیځ او البته د امریکا او د هغې د متحدینو ګټې به له ګواښ سره مخ کړي.

بایدن احتمال لري چې په محدوده توګه یو ځواب ورکړي، ترڅو هغه وکولی شي خلکو ته یو څه وړاندیز وکړي .  پداسې حال کې چې د ایران پروړاندې د مخنیوي اقدام هم چمتو کوي. ډېر احتمال شته چې ایراني عناصر او د هغوی نیابتي ډله به په عراق او سوریه کې د هوايي عملیاتو هدف وي. له همدې امله اوس مهال د یوې لویې جګړې احتمال ډیر نه دی. خو تر څو چې پر غزې د اسرائیلو نیواک او قتل عام دوام ولري، په منځني ختیځ کې به هیڅوک هم په ارامه ژوند ونه کړي. پدې کې متحده ایالات او د هغه متحدین هم شامل دي.



اړوند خبرونه