د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي
د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي
پدې خپرونه کې تاسې ته د تورکېې د بوردور ولایت د ابیجیک ولسوالۍ د یو ډول ځانګړي ټکر په اړه معلومات درکوو چې خاص او خاص په همدې ولسوالۍ کې تولیدیږي.
د بوردور ولایت د ابیجیک ولسوالي چې د تورکیې د مدیترانې په سیمه کې موقعیت لري، د یو ډول ځانګړي توکر کوربه توب کوي چې د ځانګړي میتود سره تولیدیږي. د ابیجیک ولسوالۍ اړوند د ګولحصار د کلي د ښاروالۍ په غوښتنه د ابیجیک ځانګړی
( ټکر ) په ۲۰۲۳ کال کې د تورکیې د جغرافيې په راجستر شوي محصولاتو کې شامل شو .
د ویلو ده چې دا ټکر په عمومي ډول د سل په سلو کې د مالوچو د تار د چارمغز د لرګي څخه په جوړې شوې لاسي دستګاه کې تولیدیږي.
دا ټوکر پدې کلي کې اوسېدونکو ښځو لخوا د ځانګړي اوبدلو تخنیک په کارولو سره تولیدیږي او د خپل خورا نري جوړښت سره توجه ځانته را اړوي.دا ټکر د کریم طبیعي رنګ لري ځکه چې خام مواد یې پنبه ده.
که څه هم دا ټکر په عمومي ډول د پنبې تار څخه تولیدیږي خو ځیني وختونه، وړۍ او ورېښم هم په ځینو محصولاتو کې کارول کیږي. د ابیجیک ټوکر اوبدلو، چې مختلف تخنیکونه او ډیری موټیفونه پکې شامل دي، په عمده توګه په جیومیټریک شکلونو کې، د سپینې یا رنګ شوي نمونو اوبدلو سره د شالید نمونې په واسطه اوبدل کیږي.
نری تار د شالید په پرتله د نقشو لپاره کارول کیږي، او دا تار د ۱۲ ځلو تاوولو سره ډبلیږي.
د ویلو ده چې ددې محصولاتو نه د اوږدو کلونو راهیسې په کلو کې د نارینه او ښځو لخوا چې په پټو کې کار کوي د لمر د اغیزو د مخنیوي په خاطر د سر د دسمال په توګه کارول کیږي او ځیني خلک بیا ترینه د دسترخوان، سرمیزي او نورو موخو لپاره هم استفاده کوي.
همداشان ښځې ددې تکر نه په جیزونو کې هم استفاده کوي.