د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

2088965
د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

 

د تورکیې د تورې بحیرې په ساحل کې د اوردو ښار د مسعودیه  ولسوالۍ د خپل یو ډول ځانګړې  ډوډۍ  سره شهرت لري  چې په خورا ځانګړي میتود سره پخیږي او په مناسب شرایطو کې تر ۵ کلونو پورې دوام کولی شي. " مسعودیه وچه ډوډۍ"، چې په سیمه کې د کوچي کولتور په پایله کې راڅرګنده شوې، په ۲۰۲۲ کې د اوردو ولایت د  ښاروالۍ د غوښتنلیک په اساس د تورکیې په جغرافیه کې راجستر شوي محصولاتو کې شامل شوه.

د حلقې په شکل دا ډوډۍ د غنمو د وړو، وچې خمیرې ، اوبو او مالګې نه پخیږي. نوموړې ډوډۍ چې شاوخوا ۱۵۰  ګرامه وزن لري وړه د شلو دقیقو لپاره د خمیره کولو نه وروسته پخیږي. دا د حلقې  په شکل سره ډوډوۍ د بلوط یا د انارو لرګیو سره د تیږو په تنور کې د ۱۷۰ درجې سانتي ګراد په تودوخه د ۱۵ دقیقو لپاره پخیږي او په نیمه پخه شوي حالت کې له تنور څخه ایستل کیږي. کله چې ډوډۍ یخه شي، بیا یې د ۱۵ دقیقو لپاره پخه کړئ. د دې طریقې سره، په ډوډۍ کې مطلوب وچوالی ترلاسه کیږي. د پخولو پروسې وروسته، ډوډۍ، چې قطر یې ۲۵ نه تر ۳۰  سانتي مترو پورې رسیږي، بیا د ډبرې په تنور کې ساتل کیږي، چې د تودوخې درجه یې ۵۰ درجې سانتي ګراد ته راټیټه شوې.  د بشپړ وچولو لپاره شاوخوا ۵ ساعتونو لپاره په تنور کې ایښودل کیږي.  د مسعودیه وچه ډوډۍ د تنور څخه ایستل کیږي او د یخولو لپاره یو ساعت نور پاتې کیږي، او په هوا کې بسته شوي او د پلور لپاره وړاندې کیږي. د د مسعودیه وچې ډوډۍ په وچه او د نم نه په لرې ځای کې د ساتلو په صورت کې تر پنځو کلونو پورې هم نه خرابیږي او دوام کوي.



اړوند خبرونه