د انرژۍ اجنډا

د انرژۍ اجنډا

2086382
د انرژۍ اجنډا

 

د دې اونۍ  د انرژۍ اجنډا  په خپرونه  کې به د تورکیې او عراق د اړیکو د انرژۍ پر ابعاد په تفصیل سره ارزونې وکړو. موږ به د انرژۍ په نړیوال سیاست کې د انقرې-بغداد په کرښه کې د نویو همکاریو د اغیزو په اړه بحث وکړو.

 

د تورکیې او عراق اړیکې په دې وروستیو کې خورا ښه شوي دي. د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ اندازه څه د پاسه ٢٥ مطليارده ډالره ده... د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو په زياتېدو سره، تمه کېږي چې دغه کچه نوره هم لوړه شي.

 

۲۰۲۴ کال هم د انقرې-بغداد د  اړیکو کې له پلوه  ځانګړی اهمیت لري او پدې کال کې هم د ډیرو مهمو پرمختګونو تمه کیږي...

د عراق-تورکیې د خامو تېلو د پایپ لاین جریان چې د اپریل په میاشت کې ودرول شو، تمه کیږي چې د ډیپلوماتیکو نوښتونو په پایله کې بیا پیل شي.

د کرکوک یومورتالک د خامو تیلو پایپ لاین د ۷۰ میلیون بیرل څخه ډیر کلنی انتقال ظرفیت لري. په راتلونکې موده کې به د دې نلکې ظرفیت نور هم لوړ شي.

 

پداسې حال کې چې د تورکیې او عراق اړیکې د انرژۍ په محور کې وده کوي، د تیلو او تیلو محصولاتو د لیږد په اړه یو له خورا مهم ګامونو څخه د پراختیا سړک پروژه ده.

 

دا پروژه به تورکیه د ۱۲۰۰ کیلومتره اورګاډي او لویې لارې په مرسته د فارس خلیج له فاو بندر سره ونښلوي. دا پروژه چې د عراق د ورېښمو لارې په نوم هم تعریف شوې، د اروپا څخه د خلیج هیوادونو ته به پراخه سیمه اغیزه وکړي او ګډې ګټې به تولید کړي.

 

اروپا ته به نه یوازې د عراق بلکې د خلیج له هېوادونو او په ځانګړې توګه له قطر څخه د ګازو لېږد د لنډې او اقتصادي لارې له لارې شونې وي. دا به د تورکیې د انرژۍ د صادرولو ظرفیت زیات کړي.

 

د دې پروژې په مرسته، تورکیه به د عراق د انرژۍ سرچینې د نړۍ بازارونو ته وړاندې کړي او د انرژۍ په سوداګرۍ کې به فعال رول ولوبوي. د سړک او ریل پټلۍ د ترانسپورت دهلیز د جوړولو لپاره د پراختیایي سړک پروژه چې د بصرې څخه د تورکیې پولې ته غځول کیږي د انرژۍ  د سیالۍ په  برخه کې د تورکیې مرسته کوي.

 

د پراختیایي سړک پروژې په بشپړیدو سره به دا سړک  د سویز کانال د تیلو او نفتي توکو د لیږد په برخه کې لوی سیال شي.

دا معلومه ده چې د عراق تثبیت شوي نفتو زیرمې نږدې ۱۴۵ میلیارد بېرله دي. دا اندازه د نړۍ د نفتو د زیرمو له ۸ سلنې او په منځني ختیځ کې د نفتو د زیرمو له ۱۷ سلنې سره سمون لري. د عراق تیل د تولید د لګښت له پلوه په نړۍ کې یو له ارزانه تیلو څخه شمیرل کیږي.


پيوندونه: #د انرژۍ اجنډا

اړوند خبرونه