د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

2085858
د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

 

پدې خپرونه کې تاسې ته د وان ولایت په اړه لنډ معلومات درکوو.

د وان ولایت ، چې د تورکیې په ختیځ اناتولیا سیمه کې موقعیت لري او د تاریخي اوراتین تمدن پلازمینه هم وه، د خپلو لاسي صنایعو محصولاتو او همدارنګه د خپل جهيل، شیرماهي او مشهور سبانهاري  سره  شهرت لري.

د ویلو ده چې د وان ولایت د سپینو زرو د زرګرۍ په برخه کې هم ځانګړی شهرت لري. د دې ولایت د "ساواتلي نقرې  پروسس" چارې او لاسي صنعت  په ۲۰۱۷ کې د وان ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې په غوښتنه د  تورکیې د جغرافېې راجستر شوو محصولاتو په لست کې شامل شو.

 ساوات یو تور مخلوط دی چې د سرب، سپینو زرو، مسو او سلفر منرالونو د مخلوطولو په پایله کې ترلاسه کیږي. د ویلو ده چې ساوات په اصل کې خپل نوم په عربي ژبه کې د تور یعنې د اسود د کلمې نه اخیستی دی.

د ساوات د جوړولو لپاره ، لومړی ۵۰۰ ګرامه مس، ۵۰۰ ګرامه سرب، ۱۲۵ ګرامه سپین زر او ۱ کیلو ګرامه سلفر د شاوخوا ۷۵۰ سانتي ګریډ په تودوخې سره ویلي کوو او سره يي مخلوطوو. دا مخلوط وروسته تور رنګ خپلوي  او په فلزي قالب کې اچول کیږي او یخولو ته پریښودل کیږي.  په ښه توګه یخ شوی مخلوط له قالبه  څخه ایستل کیږي او لومړی په ټوټو کې ټوټه ټوټه کیږي، بیا ټوټې په هاونګ کې ټکول کیږي او په کافي اندازه په پوډر بدلیږي او وروسته د ځانګړي چاڼ نه چاڼیږي.

 وروسته  بورکس منرال په دې پوډر کې اضافه کیږي او نرمه او خټې په څیر جوړیږي.

د ویلو ده چې ددې ځانګړي مخلوط نه ترلاسه شوي خټې نه د تنباکو د پیپ ، اسپ زینونو، تسبیح او یو زیات شمیر نورو زینتي توکو په جوړولو کې استفاده کیږي.

د ویلو ده چې دا هنر په وان ولایت کې ډیر مهم او ځانګړی اهمیت لري. د ویلو ده چې ددې ځانګړو مواد نه په ځانګړې توګه د نقره يي توکو د ظرافت په برخه کې کار اخیستل کیږي.

نن ورځ په وان ولایت کې ددې صنعت او هنر یوازې ۴ کارخونې شتون لري چې خپل ټول تولیدات بهر ته صادروي.



اړوند خبرونه