په ژوند کې د سهولت رامنځته کوونکي تصادفي اختراګانې

په ژوند کې د سهولت رامنځته کوونکي تصادفي اختراګانې

2083853
په ژوند کې د سهولت رامنځته کوونکي تصادفي اختراګانې

 

له پخوا څخه تر ننه  پورې، په ساینسي ډګر کې د پام وړ موندنو د انسانانو ژوند اسانه کړی او په چټکۍ سره زمونږ د تمدن د ودې لپاره زمینه برابره کړې ده . له لرغوني مصر څخه تر نن ورځې پورې، ساینس پوهانو د ورځې او شپې په اوږدو کې د ریاضیاتو، فزیک، کیمیا، بیولوژي یا ستورپوهنې په برخو کې د زده کړې په ترڅ کې یو واحد هدف درلود.

ددوې هدف د پوهې په رڼا کې د خپلو هڅو او زیار ثمره ترلاسه کول  د بشري تمدن په پراختیا کې مرسته کول وو. خو ځینې وختونه هر څه د پلان سره سم پرمخ ندي تللي او مثبته پایله يي ترینه نده ترلاسه کړې.

ددې مطالعاتو په جریان کې ، کله ناکله د لابراتوار چاپیریال کې حادثې ،  د تحقیق او څیړونو پر مهال کیمیاوي توکي یا فلزات په غیر متوقع ډول عکس العمل ښودل، یا ځینې وختونه خورا بې احتیاطي ، د ځینې اختراعاتو رامینځته کیدو لامل  ګرځیدلی چې زموږ ژوند یې اسانه کړی دی.

 یو له دې څخه خورا مشهور "ټیفلون" یا ناسوز ماده  ده چې د کور میرمنو لپاره د پیړۍ اختراع ګڼل کیدی شي. د ویلو ده چې یو زیات شمیر میرمنې د دیګونو د پاکولو او په ځانګړې توګه د هغه دیګونو چې د پخلي پر مهال سوځیدلي وي او کولی يي نیولی وي د پاکولو او توګولو نه نفرت لري. تیلفون ماده  د امریکايي کیماګر  ډاکټر پلنکېټ چې د ۱۹۱۰ کال د جون په ۲۶مه زېږېدلی او له ماشومتوبه یې د کیمیا په برخه کې ډېره لېوالتیا درلوده او په دې برخه کې یې خپلې زده کړې بشپړې کړې لخوا کشف شوی دی. ډاکټر پلنکټ، چې د امریکا په نیوجرسي کې د جیکسن لابراتوارونو کې د کیمیا محقق په توګه کار کاوه، په ناپوهۍ سره یو له خورا مهم اختراعاتو څخه رامینځته کړه . د ویلو ده چې هغه دا اختراع د ۱۹۳۸ کال د اپریل په ۶مه نيټه  په سهار  په نافهمۍ کې وکړه چې د انسان ژوند کې ډیرې زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړې. په حقیقت کې، ډاکټر پلنکټ د نوي ډول یخچال په اړه څیړنه کوله. یوه ورځ، د کار پای ته رسولو په وخت کې، هغه پاتې خام مواد چې په تولید کې یې کارولی و، د فولادو په ټیوب کې واچاوه ترڅو بله ورځ وکارول شي او کور ته لاړ. بله ورځ، هغه د معمول په څیر سهار وختي راغی او خپل شفټ یې پیل کړ. د تولید د دوام لپاره، هغه د سلنډر وال خلاص کړ چې تیره ورځ یې ډک کړی و. په هرصورت، له سلنډر څخه هیڅ ګاز بهر نه راځي. ډاکټر پلنکټ د ځان سره فکر وکړ چې دلته خو څه خبره شتون لري، ځکه چې که څه هم د سلنډر څخه ګار نه راوزي خو وزن یې هم کم شوی ندی. دا ددې ښکارندويي کوي  نوموړې ماده اوس هم د سلنډر دننه ده او ماده ترینه خارج شوې نده. خه که چیرې مواد خارج شوي نوي پس چیرته دي دا خام مواد ؟ ډاکټر پلنکټ سلنډر په بل مخ واړو  او وال  یې په بشپړه توګه ترینه لرې کړ. له دې وروسته، د سلنډر له منځه نه یو ډول  سپین  او خوی پوډر چې د تودوخي پر وړاندې ښه مقامت درلود او  د لاس پورې هم نه نخلیدل راووتل. پلنکیټ پوه شو چې د ټیوب دننه ګاز په یوه ماده بدل شوی چې پلاستیک ته ورته دی. دا خام مواد چې په ۱۹۳۸ کې کشف شول او په لنډه توګه د PTFE په نوم پیژندل شوي خو په عمومي ډول د "Teflon" په نوم پیژندل کیږي، په پیل کې تر ډیره په نظامي برخو کې کارول کیده، د اټومي بمونو له تولید څخه تر فضايي مطالعاتو پورې. په ۱۹۵۶ کې، د تیفلون یا ناسوزه ماده په نړۍ کې نندارې ته وړاندې شوه. یو شرکت چې د پخلنځي لوښي تولیدوي د المونیم کرايي  په داخلي پوښ کې تیفلون ماده وکاروله. په پیل کې چې امریکايي میرمنو د تیفلون یا ناسوزې مادې څخه ځان لرې ساته وروسته چې کله پدې پوه شول چې دا ناسوزه دي او دیګونو پرمینځل ډیر اسانوي ټولو دې دیګونو ته مخه وکړه. همداشان دې مادې په ډیره لنډه موده کې په ځانګړې توګه د میرمنو ترمنځه ځانګړی شهرت پيدا کړ .



اړوند خبرونه