د تورکیې د جغرافیه راجستر شوي‌ توکي

په ننۍ خپرونه کې تاسې ته د تورکیې د ایرزورم ولایت د خشتي‌ قند په اړه لنډ معلومات درکوو.

1992634
د تورکیې د جغرافیه راجستر شوي‌ توکي

د ایرزورم ښار چې د تورکیې په ختیځ اناتولیا سیمه کې موقعیت لري ، خپل نوم یو خورا ځانګړي ډول قند ته ورکړی دی. د ایرزورم خشتي قند ، په ۲۰۲۲ کې د ایرزورم د سوداګرۍ او ونډو د خونې  په غوښتنه او  غوښتنلیک د تورکیې په جغرافیه کې راجسټر شوي محصولاتو په لست کې شامل شو.

 د ویلو ده چې خشتي‌ قند پدې ښار کې د چای روږدو کسانو یو د مهمو خوړو څخه دی. د خشتي‌ قند خام مواد سپینه بوره ده چې د لبلبو  څخه تولیدیږي.

د ویلو ده چې د لبلبو څخه تولید شوي‌ سپینه بوره لومړی په میچن یا مکسر ماشین کې ښه وړه کیږي. وروسته پکې یو انداره اوبه اضافه کیږي‌ او بیا په ځانګړو قالبونو کې اچول کیږي‌ او بیا د کوچنیو خښتو په انداره پرې کیږي. د ویلو ده کله چې پرې شي‌ بیا په داش کې په ۲۵۰ درجو حرارت کې د ۳ ساعتونو لپاره پخیږي .

په داش کې د پخیدو نه وروسته په ځانګړو سرخلاصو کوتیو کې ځای په ځای کیږي‌‌ او بیا د یوې اونۍ لپاره دمه کیږي .

د ویلو ده چې ایرزورم خشتي‌ قند پدې ولایت کې ځانګړی شهرت لري. دا چې د ایرزورم ولایت هوا سړه ده چای پکې ډیر زیات استفاده کیږي. ډیری خلک د چای سره دا خشتي‌ قند استفاده کیږي.

خشتي‌ قند باید د نم لرونکي ځای نه لرې په وچ او شیشه يي لوخي‌ کې وساتل شي.



اړوند خبرونه