د تورکیې د جغرافیه راجستر شوي توکي
پدې خپرونه کې د ترابزون ولایت د مشهورې ډوډۍ په اړه تاسې ته لنډ معلومات درکوو.

پدې خپرونه کې د ترابزون ولایت د مشهورې ډوډۍ په اړه تاسې ته لنډ معلومات درکوو.
د تورکیې د تورې بحیرې په سواحلو کې پروت د ترابزون ولایت مشهورې د ( وقفې کبیر ) په نامه ډوډۍ خپل نوم ددې ولایت د وقفې کبیر ولسوالۍ نه اخیستی دی. دا ډوډۍ د غرنیزو سیمو د کولتور پایله ده د اوږدې مودې لپاره د تازه پاتې کیدو ځانګړتیا لري.دا ډوډۍ د اوږد عمر له امله مشهوره ده.
د ویلو ده چې دا ډوډۍ په ۲۰۱۸ میلادي کال د ترابزون ولایت د وقفې کبیر ولسوالۍ د ښاروالۍ په غوښتنه او وړاندېز د تورکیې په جغرافیه کې راجستر شوو محصولاتو په لست کې شامل شوه.
د سیمې خلک چې ډیری مالداري کوي په ځانګړې توګه په پسرلي کې کورنۍ د غرنیزو سیمو د تلو لپاره داسې ډوډۍ ته اړتیا درلوده چې د اوږد عمر خاونده وي او ژر خرابه نشي. د همدې امله د وقفې کبیر مشهوره ډوډۍ کې چې اوږد عمر لري کشف او پخه کړه. دا ډوډۍ چې د تیګې په تنور کې پخیږي په پخولو کې د تازه خمیرې نه استفاده کیږي. دا ډوډۍ چې یو وخت یواځې په سیمه کې مشهوره وه او ځانګړی شهرت يي درلود د ډیر کم وخت په تیریدو سره په ټول هیواد کې مشهوره شوه .
د وقفې کبیر د ډوډۍ خورا حیرانونکي ځانګړتیاوې د هغې خوشبوونکی خوند،کلک پوستکې او لوی جوړښت دی .
همداشان ددې ډوډۍ خوند او ښکلی لذت په تازه خیره کې دی. همداشان ددې ډوډۍ په پخولو کې د تازه خیرې سربیره لږ تر لږه ۱۵ ورځو پورې د وړو دمه کول ، مالګې او د نرمو اوبو نه استفاده کول دي. پدې ډوډۍ د هیڅډول کیمیايي موادو نه کار ندې اخیستل شوی .
دا ډوډۍ د تیګې په تنور کې د لرګیو په اور سره پخیږي چې خوند يي هم د همدې نه اخیستې دی.
ویل کیږي دا ډوډې د ۵ نه تر ۱۵ ورځو لپاره پرته ددې چې خرابې شي عمر لري.
اړوند خبرونه

د تورکیې د جغرافیه راجستر شوي توکي
په ننۍ خپرونه کې د تورکیې د ازمیر ولایت د برګاما ولسوالۍ د لاسي غالیو په اړه لنډ بحث کوو