د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

1964297
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

د چين په پلازمېنه بېجينګ کې د مارچ له شپږمې نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې د ترسره شويو خبرو اترو د پرېکړو له مخې، د دوو مياشتو په موده کې به د دواړو هېوادونو سفارتونه بېرته پرانيستل شي. سربیره پردې دواړه هیوادونه د اصلاح غوښتونکو ولسمشر محمد خاتمي د ولسمشرۍ په دوره کې د ۱۹۹۷ او ۲۰۰۵ کلونو ترمنځه د سعودي عربستان سره لاسلیک شوي امنیتي تړون  او په ۲۰۰۱ میلادي کال د ۱۹۹۸ کال  د همکارۍ تړون  چې د  په سر کې اقتصادي، کولتوري، تعلیمي، ټکنالوژۍ او روغتیا په څیر برخې تر پوښښ لاندې نیولې وې د بیا ژوندي کولو پریکړه وکړه. د چین د ولسمشر شي جین پینګ په نوښت جوړ شوو مذاکرتو کې  د سعودي عربستان په استازیتوب د دولت  وزیر العیبان ، او د ایران په استازیتوب د ملي امنیت د عالي شورا منشي شمخاني ګډون کړی وو.

د  تورکیې د سیاسي اقتصادي  او ټولنیزو مطالعاتو  د امنیتي څیړونو  مشر لیکوال پروفیسور ډاکټر مراد یشیلتاش د موضوع په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

 

په هغه ګډ متن کې چې د بریالیو مذاکراتو په پایله کې خپور شوی، په دې بهیر کې د دواړو هېوادونو  د رول له امله مننه شوې ده. دلته پوښتنه دا ده چې د سولې مذاکرات  ولې د عراق او یا عمان لخوا نه بلکې د چین لخوا چې ددې بهیر په وروستیو شیبو کې شامل شوی وو نتیجې ته ورسیدل. دا هغه مسئله ده چې باید فکر پرې وشي. د دې پوښتنې د ځواب په لټه کې، د نړۍ د ستر قدرت په توګه د چین لید او منځني ختیځ ته د پرانیستلو ستراتیژي باید په پام کې ونیول شي.

دا په مکرر ډول تکرار شوې موندنه ده چې تر دې وروستیو پورې د نړیوال ځواک په توګه د چین په لید کې اقتصادي ښکیلتیا غالبه وه او بیجینګ په سیاسي ، نظامي او ډیپلوماتیکو برخو کې د شاته پاتې کیدو تګلاره تعقیب کړې. خو په دې وروستيو کلونو کې چين د منځنۍ اسيا، منځني ختيځ او حتی د اوکراين په مسايلو کې زيات ښکاره سياسي ګامونه پورته کړي دي. د دې یو مهم لامل دا دی چې له امریکا سره د قدرت د رقابت پوځي اړخ په نژدې کېدو دی او بل لامل یې د اقتصادي پانګونې د پیاوړتیا او په سیاسي/پوځي برخو کې د پراخوالي د اړتیا رامنځته کېدل دي.

 

په دې برخه کې په وروستيو کلونو کې د چين او د منځني ختيځ د مهمو هېوادونو ترمنځ د اړيکو زياتوالی د پام وړ دی. بې له شکه، يو له مهمو عواملو څخه چې چين دې سيمې ته ورګرځي، د انرژۍ لوړه اړتيا ده. چین چې په بهرنیو تیلو متکي دی، د سعودي عربستان او ایران د تیلو یو له مخکښو پیرودونکو څخه دی. سعودي عربستان هغه هیواد دی چې چین ترینه  په نړۍ کې تر ټولو زیات تیل اخلي. پداسې حال کې چې  سعودي عربستان  په ورځ کې نږدې ۱ عشاریه ۷۵  میلیون بیرله تیل پلوري ، روسیه د ورځې د نږدې یو نیم میلیون بیرلو سره دا هیواد تعقیبوي. که څه هم د بندیزونو له امله د ایران د تیلو اندازه په رسمي ډول نه شي ټاکل کیدی، م د مختلفو اټکلونو له مخې د  ورځې د ۷۵۰ زره او یو عشاریه ۲۵  میلیون بیرلو ترمنځ توپیر لري. ایران چین ته د تیلو دریم لوی عرضه کونکی دی، همداشان  هغه هیواد چې ایران پرې ترټولو ډیر تیل پلوري چین دی. په ۲۰۲۱ کال کې د چین او ایران ترمنځ د ۴۰۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت ۲۵ کلن تړون لاسلیک شو.

اصلي پوښتنه دا ده چې څه شی  چین  د ایران او سعودي په کړکېچ کې منځګړیتوب ته څه هڅوي؟ لومړی ځواب چې ذهن ته راځي د چين د اقتصادي مشارکت  په  سياسي مشارکت د بدلولو موخه ده او دا چې دغه دوه اړخونه يو بل سره پياوړي کوي. تر ټولو لومړی بايد په دې تثبیت  سره پيل شي چې چين غواړي له دواړو هېوادونو سره ښې اړيکې ټينګې کړي. د تهران او ریاض ترمنځ کړکېچ په غیر مستقیم ډول پر بیجینګ هم اغېزې کوي. دا په تیره دسمبر میاشت کې ریاض ته د شي جین پینګ د سفر په جریان کې په ښکاره ډول لیدل شوی. د بیجینګ او ریاض دوه اړخیزو ناستو او د چین- خلیج د همکاری شورا  د سرمشریزې څخه وروسته څرګندونو د ایران او چین اړیکې ډیرې ترینګلې کړې دي. که څه هم د چین د ډیپلوماتیکو چلونو او د ایران له سختو پیغامونو وروسته بیجینګ ته د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي سفر فضا نرمه کړه، خو د تهران او ریاض د اړیکو د ښه کېدو په صورت کې بېجینګ به د ورته پېښو سره مخامخ شي. برسېره پر دې، دغه کړکېچ له دواړو هېوادونو سره د چين د همکارۍ توان په محدوده کچه ساتلی دی.

د منځني ختيځ د دوو مهمو هېوادونو د اړيکو ښه والی بې له شکه د سيمې د ټولو هېوادونو لپاره د يو مثبت پرمختګ په توګه وګڼل شو. دا مثبت پرمختګ باید په سیمه کې د شخړو او کړکیچونو د منعکس کولو تمه ولري. ایران او سعودي عربستان چې له څو کلونو راهیسې په یمن کې په نیابتي جګړه کې دي، تمه کیدی شي چې په سیمه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره ګامونه پورته کړي. په هرصورت، دا به اسانه نه وي.

له بلې خوا، لیدل کیږي چې په ورته ډول  په سوریه کې هم  د سولې او سیاسي حل یو شان بهیر ګام په ګام پرمخ روان دی. په داسې حال کې چې د روسیې او ایران په منځګړیتوب د تورکیې او سوریې د اړیکو عادي کېدل پیل شوي، د سوریې په بهیر کې د ایران او سعودي عربستان د اړیکو د عادي کېدو اغېز هم باید تمه شي. دا حقیقت چې سعودي عربستان به له دې عادي کیدو سمدستي وروسته له سوریې سره ډیپلوماتیکي اړیکې بیا پیل کړي د دې څرګندونه کوي چې د نورمال کیدو څپې به دوام وکړي.



اړوند خبرونه