د ورځنۍ اجندا تحلیل

د ورځنۍ اجندا تحلیل

1960964
د ورځنۍ اجندا تحلیل

د هوا د حالاتو د ښه کیدو  سره، لیدل کیږي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه مخ په زیاتیدو دي. په داسې حال کې چې په بخموت ښار باندې د واګنر په مشرۍ د روسیې بریدونه په زیاتیدو دي، له اوکراین سره د لویدیځ هیواد پوځي او اقتصادي مرستې ورځ په ورځ ډیریږي. په داسې حال کې چې ټول لويديځ بلاک د امريکا په مشرۍ د روسيې پر ضد جبهه نيولی، دا پوښتنه راپورته کیږي چې آيا چين به خپل  دا متردد چلند وساتي او که روسيې پوځي ملاتړ ته به ودانګي.

 

د تورکيې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو د بڼسټ د بهرني سیاست څیړونکي جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته راګرځوم.

 

لکه څنګه چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د یرغل  د هڅې نه  یو کال  تیریږي د جګړې په دګر کې نښتې د هرې ورځې په تیریدو سرمخ په تویدو ده. همداشان  د اقتصادي او سیاسي پلوه  مبارزه هم  په بشپړ سرعت سره دوام لري.

په ځانګړې توګه د امریکا په مشرۍ د انګلو-سیکسون هیوادونه  پر روسیې لګولي بندیزونه او تحریمونه  چې د جګړې  شکل لري د پایه پورې جاري وساتي. ددې ترڅنګ   اوکراین ته پرمختللې پوځي ټکنالوژۍ پر بنسټ د درنو وسلو لېږد دوام لري او د اروپايي ټولنې په مرسته له دغه هېواد سره نامحدوده اقتصادي مرستې هم کېږي. پر دې ټولو سربېره پر روسیې ډېر سخت اقتصادي بندیزونه هم لګول شوي دي. په عموم کې، انځور نه داسې ښکاري چې امریکا  به تر هغه پورې له دې سوداګرۍ څخه لاس وانخلي تر څو روسیه په ګونډو نه کړي.

له بلې خوا روسیه لا تر اوسه پدې نده توانیدلې چې له خپل اصلي متحد چین قوي ملاتړ ترلاسه کړي. هغه څه چې دوی غواړي هغه ترلاسه کړي. سره له دې چې د کوچنیو هیوادونو لکه کیوبا، کوریا او ایران ملاتړ يي ترلاسه کړی خو چين ملاتړ د روسيې لپاره ځانګړی اهمیت لري. چین پر اوکراین د روسیې د  يرغل هڅې نه  د يرغل  د هڅې په توګه یادونه نکوي او  او پر روسيې د بنديزونو سره هم  مخالفت کوي. چین د جدي اقتصادي وارداتو له لارې له روسیې څخه ملاتړ کوي. د مهم ټیکنالوژۍ لیږد سره ،هڅه کوي تر څو روسیه د لویدیځو هیوادونو بندیزونو څخه لږ زیان وویني. خو تر اوسه د پوځي ملاتړ په اړه څه نه دي ویلي.

 

چین  د جګړې په پیل کې  د روسیې لخوا ددې هیواد سره  د مشورې د نه کولو له امله  پر اوکراین د یرغل کولو ته په ډیره مثبته توګه نه کتل او فکر یې کاوه چې دا به د لویدیځې نړۍ سره ددې هیواد د وخت نه مخکې مبارزه پیل کړي. همداشان داسې پلان يي درلود  چې  روسیه لا  کمزوری شي او د ستراتیژیک پلوه يي تر خپلو وزرونو لاندې ونیسي.  په هرصورت، په اوسني پړاو کې، زه فکر نه کوم چې روسیه دې په اوکراین کې نوره پوځي ماته  وزغملی شي. دا به د ستراتیژیک نقطه نظر له پلوه د چین لپاره د لوی زیان په معنی وي. چین باید د دې پوهاوي سره حرکت وکړي چې دا به د روسیې له مینځه وړلو وروسته د هغه وار وي. په هرصورت، حتی اوس هم، امریکا AUKUS په څیر د جوړښتونو په جوړولو سره د جیوپولیټیک په شرایطو کې د چین د محاصره کولو لپاره ګامونو اوچتولو ته دوام ورکوي. له همدې امله، روسیه به د لویدیځ پر وړاندې د امریکا لخوا رامینځته شوي نوي اتحاد شبکې پروړاندې د چین ترټولو لوی او خورا مهم متحد وي.

 

چین به په راتلونکو میاشتو کې د انتخاب سره مخ شي. دا به یا د اوکراین په جګړه کې د روسیې په نظامي ملاتړ سره خپل لاس په ډیر معنی لرونکي ډول پیاوړی کړي، یا به خپل وار ته انتظار وباسي، او اجازه به ورکړي چې د دوی ترټولو لوی متحد د لوبې په ډګر کې مات شي.



اړوند خبرونه