پلټونکې سترګې

پلټونکې سترګې

1940277
پلټونکې سترګې

د بتکې سنډروم د یو سړی په ټولنیزو رسنیو پوسټونو خود پرستي  او د هغه ریښتیني ژوند ترمنځه توپیر څرګندوي.

ټولنیز رسنۍ په فعاله توګه د هر چا لخوا کارول کیږي. د خوښولو هیله د خلکو طبیعي هیله ده. مونږ ټول غواړو په خپلو پوسټونو کې کامل واوسو او مونږ تل  په هغه پوستونو کې ځانونه ورکوو چې ګواکې د نورو لخوا ډیر ښه خوښ شوي وي. دلته پوښتنه داده چې  ایا هرڅوک په واقعیت خوشحاله دي؟ یا په ظاهري بڼه ځان خوشحاله څرګندوي؟ راځئ چې د بتکې سنډروم  وپیژنو.

د تورکیې غږ راډیو د پلټونکې سترګو د خپرونې اوریدونکو  ته سلامونه وړاندې کوم.  د دې اونۍ په خپرونه کې به مونږ په ټولنیزو رسنیو کې د "د ګویا " یا بتکې سندروم په اړه وغږیږو:

 

په ټولنیزو رسنیو کې د کار کولو پر مهال ، ایا تاسې د نورو د ژوند سره چې ستاسې په نظر مکمل وي خپل ژوند طرز مقایسه کوۍ؟

هغه خلک چې په ظاهري شکل سره  کامل ښکاري په اصل کې زمونږ څخه ډیر توپیر نلري. خو دلته پوښتنه داده چې دوې ولې خپله ظاهري بڼه  داسې مکمله ښکاره کوي؟

ټولنیز څیړونکي دا د بتکې سنډروم یا Duck Syndrome په نوم یادوي، پدې معنی چې یو شخص ته  د دوی د حقیقي ژوند او ټولنیزو رسنیو خودخواهي ترمنځ توپیر په ډاګه کوي.

دا سنډروم پدې معنی دی چې هغه معلومات او عکسونه چې یو شخص یې په ټولنیزو رسنیو کې شریکوي ممکن د هغه  حقیقي ژوند منعکس نه کړي.

د بت سنډروم، چې د لومړي ځل لپاره د سټینفورډ پوهنتون لخوا رامینځته شوی و، د زده کونکو د وړتیا څرګندولو لپاره کارول کیده چې په ظاهري بڼه ډیر راحته او آرامه ښکاري پداسې حال کې چې هر ډول اضطراب، خپګان، او په ځان  د باور په برخه کې ډیرې ستونزې لري خو ډیرې پټوي.

نو ولې بتکه یا مرغاوۍ، تاسو کله هم مرغاوۍ  ته په دقت پام کړی؟

کله چې مونږ مرغاوۍ  په اوبو کې ګورو نو د اوبو د پاسه ډیر ښایسته روانې وي او داسې ګمان کوو چې دوی د اوبو د پاسه روانې دي. دا چې مونږ یواځې د اوبو د پاسه هغوې وینو داسې فکر کوو چې هیڅ ستونزه شتون نلري او دا مرغاوۍ په اوبو کې داسې ګرځي لکه د اوبو د پاسه چې روانې وي  مګر اصلي پیچلتیا په هغوې سخته د اوبو لاندې ده. د مرغاوۍ پښې د اوبو لاندې د ماشین په څیر کار کوي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم  خبره همداسې ده. مونږ د خلکو ظاهري بڼه وینو او پدې نه پوهیږو چې په باطن کې به په هغه څه تیریږي. په ټولنیزو رسنیو کې چې څوک څه ډول غواړي ځان انعکاس کړي او نورو ته وښايي هغه ډول ښکاري.

ټولنیزې رسنۍ  د هغه څه لپاره یو مناسب چاپیریال دی چې انسانانو ته دا ښايي چې  هر څه پرته له مبارزې او هڅې ترلاسه کیږي. خلک هم دا کار کوي.

ایا خلک واقعیا هغومره خوشحاله، بډایه، بریالي، راحته یا بشپړ دي لکه څنګه چې دوی ښکاري؟ مونږ ټول په ځواب پوهیږو: دوی نه دي.

خلک مجبور دي چې د نن ورځې نړۍ سره د سازګارۍ او تطابق په خاطر ځان  د شکل څخه شکل ته بدلون ورکړي  او نورو ته ځان مکمل ظاهر کړي ځکه چې نن ورځ هغه کسان چې مکمل نوي د خلکو لخوا تجریدیږي . مګر ایا مونږ پدې پوهیږو چې دا زمونږ په رواني پوهه څومره ناوړه اغیزه کوي؟

د بتکې په سنډروم اخته کس باندې خورا ډیر تاثیر لاندې قرار لري. ځکه چې تل  د نورو په اړه فکر کول او خپل ژوند د هغوې سره مقایسه کول ډیره ګرانه خبره ده. دا سنډروم کولی شي په شخص کې ډیر اضطراب او خپګان رامینځته کړي. حتی که تاسو فکر کوئ چې تاسو د داسې ستونزو سره مخ یاست، نو دا به ستاسو لپاره خورا ښه وي چې د روان شناساتو  څخه ملاتړ ترلاسه کړئ ځکه چې هیڅوک د دې چوکاټونو په څیر بشپړ ندي.

د هیچا ژوند د اوبو په سر د مرغاوۍ له تګ څخه ډیر د ستایلو وړ نه دی. هر سړی داسې ندی لکه چې له بهر نه ښکاري. د هیچا په ظاهري بڼې فریب مخورۍ.  خپل ځان له بل چا سره پرتله کول ترټولو بد کار دی .


پيوندونه: #پلټونکې سترګې

اړوند خبرونه