پلټونکې سترګې

پلټونکې سترګې

1934094
پلټونکې سترګې

د حرکت نه کول  د یو شمیر روغتیایی ستونزو لامل کیږي ، په ځانګړي توګه چاغۍ. د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به شاوخوا ۵۰۰ زره کسان ددې لاملونو له امله په بېلابېلو ناروغیو اخته شي. ددې ستونزو او ناروغیو د مخینوي لار د منظم فزیکي فعالیت څخه تیریږي.

د تورکیې غږ راډیو قدرمنو اوریدونکو سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم.. د دې اونۍ په خپرونه کې به د " سالم صحت او سالم ژوند " موضوع باندې خبرې وکړو.

په ننۍ پيړۍ کې خلک  خپل ډیری وخت د سکرین مخې ته تیروي، حتا د لنډ واټن لپاره  هم د موټر نه استفاده کوي او د خپل اړتیا وړ توکي هم په انلاین ډول راغواړي.. عصري ژوند د خلکو بار کموي، مګر دا د انسان د حرکت د مخنیوي لامل کیږي او د ډیرو روغتیایی ستونزو لپاره زمینه برابروي.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) لخوا چمتو شوی راپور دا خبره تاییدوي. د دغه راپور له مخې چې له ۱۹۴ هېوادونو څخه راټول شوو معلوماتو ته پکې ځای ورکړ شوی دی پکې ټینګار شوی دی  که بیړني تدابیر ونه نیول شي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به شاوخوا ۵۰۰ زره کسان د د حرکت د نه کولو او فزیکي فعالیتونو د نه کولو  له امله له روغتیايي ستونزو سره مخ شي.

ښه پوښتنه داده چې  د حرکت نه کول او فزیکي فعالیت نه کول څه ډول روغتیايي ستونزې پيدا کوي او ولې  د روغتیايي ستونزو لامل کیږي؟

د طبي علومو پوهنتون د انډروکرینولوژي او میټابولیزم ناروغیو پروفیسور ډاکټر مظهر مسلم تونا په وینا، چاغي ترټولو مهمه ناروغي ده چې د فزیکي فعالیت نشتوالي له امله رامینځته کیږي.

"مونږ کولی شو چاغي د یوې ناروغۍ په توګه ومنو، مګر د ډیرو ناروغیو زیري ورکوونکي په توګه. د چاغۍ تر ټولو عام ناروغي د شکر ناروغي ده. سربیره پردې، دا کولی شي د زړه ناروغۍ، لوړ فشار، د زړه حملې لامل شي. دا فزیکي ناروغۍ هم کولی شي چې د ډیرو رواني ناروغیو لامل شي."

د دې ټولو ناروغیو مخنیوي لپاره ، سپارښتنه کیږي چې د صحي رژیم سره یوځای حرکت او منظم فزیکي فعالیت ترسره شي.

ځکه چې منظم فزیکي فعالیت د زړه د ناروغیو خطر کموي لکه د وینې لوړ فشار، د شکر ناروغۍ، د سینې او کولمو سرطان، او حتی خپګان.

"د سالم وجود او روغتیا  ساتلو لپاره څومره تمرین ته اړتیا ده؟"

د روغتیا نړیوال سازمان او ډیری روغتیايي ټولنې په اونۍ کې د ۱۵۰ څخه تر ۳۰۰ دقیقو پورې تمرین توصیه کوي. په ورځ کې له ۳۰ څخه تر ۶۰ دقیقو پورې پیاده تګ هم ددې تمرین تر ټولو ښه بدیل دی. مګر دا پیاده روي  باید چټکه وي. که امکان ولري، بایسکل چلول، منډې وهل یا لامبو ترسره کول هم غوره سپورت او فزیکي فعالیت دی.

حرکت کول د خپګان او راوني ناروغیو خطر هم کموي.

حرکت  مفصلونه، نښلونکي نسجونه او هډوکي پیاوړي کوي. دا د انسولین مقاومت کموي. د وزن له لاسه ورکول اسانه کوي. پدې توګه ، دا د وینې شکر او د وینې فشار ثبات رامنځته کوي.

منظم تمرین نه یوازې د فزیکي ناروغیو لپاره، بلکې د رواني  ناروغیو لپاره هم ګټور دی.

حتی په خورا سپک فعالیت کې، د لومړۍ شیبې څخه، د یو شخص مورال ښه کیږي، د هغه اعصاب آرام کیږي، د هغه ذهن آرام کوي او هغه د ژوند ځواک ترلاسه کوي. که دا په منظمه توګه دوام ومومي، د خلکو خوب منظم کیږي.

د کارپوهانو په وینا، هرڅوک باید تمرین وکړي، نه یوازې هغه څوک چې روغتیایی ستونزې لري. پروفیسور ډاکټر تونا وايي چې هر انسان باید سپورت د خپل ژوند په  طرز بدل کړي . هغه حتا  د ماشومتوب نه  د ډیر تمرین کولو وړاندیز کوي. ځکه چې هغه وايي چې په ماشومتوب چاغي کیدای شي چې په راتلونکي ژوند کې انسان ته جدي روغتیايی ستونزې پیدا کړي.


پيوندونه: #پلټونکې سترګې

اړوند خبرونه