د ورځنۍ اجندا تحلیل

پدې خپرونه کې د تورکېې لخوا د سوریې او عراق په شمال کې د هوايي عملیاتو او احتمالي مځکنیو عملیاتو او په نړۍ کې پر انعکاساتو لنډ بحث کوو.

1913546
د ورځنۍ اجندا تحلیل

 

د ( پي کاکا ) ترهګریز سازمان د پوځي څانګې ( وای پي جي )  لخوا لومړی د تورکیې د استانبول د تقسیم په میدان کې  او وروسته د غازي انتب ولایت د اونجوپنار او قره قامش باندې د ترهګریزو بریدونو نه وروسته د تورکیې لخوا  په سوریه کې د نوو مځکنیو  پوځي عملیاتو لپاره د  چمتووالي خبره دقیقه شوه. د ویلو ده چې تقسیم برید د

پي کاکا  ترهګریز سازمان لخوا  د بریدونو د نوي ډول د ښکارندويي کولو له پلوه خورا مهم دي. همداشان ددې خونړي برید نه وروسته په ډیرې چټکۍ سره  د برید کوونکی نیولو د پي کاکا ترهګري سازمان د  پروپاګند او عامه اذهانو د ګمرا کولو د فعالیتونو مخه ونیول شوه. له بلې خوا تورکیې د دې برید په ځواب کې  د سوریې او عراق په شمال کې په هممهاله توګه د پنجې  تورې په نامه د هوايي عملیات پيلولو سره په دواړو هیوادونو کې  د پي کاکا ترهګري سازمان عناصر يي په نښه کړل. دغه عمليات د هوايي عملياتو په توګه ترسره شول، چې په ډېرو برخو کې لومړيتوبونه لري.

 تر ټولو لومړی، په عراق او سوریه کې په هممهاله توګه د ترهګرو د هدفونو په نښه کول دا ښیی چې تورکیه په پراخه سیمه کې د پراخه او هممهاله توګه د هوایی عملیاتو د ترسره کولو توان لری.

 له بلې خوا، دې ته په پام سره چې دا د سوریې په شمال کې د  سلیمانیه په ګډون ۷۰ کیلومتره په ژورتیا سره په پراخه سیمه کې عملیات ترسره کول  ددې ښکارندويي کوي چې  تورکیه کولی شي د سوریې په هر ځای کې چې وغواړي د وای پي جي ترهګر  په نښه کولی شي.

 د هوایی عملیاتو نه  وروسته، د ځمکنیو عملیاتو متحرکات خورا توپیر لري.

دلته د ټولو سره یوه پوښتنه شتون لري چې ایا ولې ځمکنیو عملیاتو ته اړتیا ده؟ او دا عملیات هم ډېر مهم  دي. تر ټولو لومړی، دا څرګنده ده چې د پي کاکا ترهګري سازمان پوځي څانګه وای پي جي  په ټوله سوریه کې د بې ثباتۍ اصلي عنصر دی. د ویلو ده چې وای پي جي ترهګره ډله په منظمه توګه په هغو سیمو بریدونه کوي چې  د سوریې ملي اردو پکې میشت ده  او لوی نفوس لري لکه عفرین، جرابلس، عزیز او الباب. دوی دلته ملکي وګړي په نښه کوي.

 ددې سربیره د واي پي جي ترهګر د سوریې د کوباني چې په عین العرب مشهوره ده د سیمې  د تورکیې پر ضد بریدونه ترسره کوي.

نړیوال سازمانونه هم په منظمه توګه راپور ورکوي چې YPG په هغو سیمو کې چې دوی یې کنټرولوي د بشریت ضد جرمونه ترسره کوي. دلته باید یادونه وشي چې YPG د ممکنه حل په شرایطو کې د سوریې ځمکنۍ بشپړتیا ته ګواښ دی.

ځکه چې د YPG خودمختارۍ طرز دید  په سوریه کې د حل لاره ناممکنه کوي. تورکیه په دې نظر ده چې د سیمې د ثبات د تامین، له ترهګرۍ څخه د سیمې د پاکولو او په تورکیه کې د میشتو کډوالو د راستنیدو لپاره د زمینې برابرولو لپاره ځمکني عملیات اړین دي. ځکه چې په ۲۰۱۹ کال کې له روسیې او امریکا سره د تورکیې هوکړه لا هم نه ده عملي شوې. د دې تړونونو له مخې، YPG ترهګره ډله باید د تورکیې له پولې څخه ۳۰ کیلومتره لیرې شوي وی، او د سوریې د رژیم ځواکونو باید  د YPG لخوا په تشو شوو  سیمو کې میشت شوي وای، په دې توګه به په دې سیمو کې امنیت تامین شوی وای. خو به بده مرغه چې پدې اړه هیڅ کوم اقدام ندی شوی.

د همدې امله د ترکیې لپاره  پوځي مځکني عملیات یواځیني  انتخاب  په توګه پاتې شوی دی. ښه پوښتنه داده چې ایا  تورکیه باید  څه ډول پوځي اقدام وکړي؟ دلته د څو  ممکنه  سناریوګانو په اړه باید خبرې وکړو. د لومړي سناریو په توګه ، تورکیه به په لومړي سر کې په تل رفعت او منبج کې د YPG په نښه کړي. د دغو سیمو تصفیه او ازادول د فرات په لویدیځ کې د سیمو د ثبات لپاره خورا مهم دي. وروسته به د تورکیې پولې ته څیرمه عین العرب په نښه کړي. عین العرب په سوریه کې یو له هغو ښارونو څخه دی چې په نړیواله کچه پیژندل شوی. وروسته له هغې چې  دا ښار د داعش تر ولکې لاندې راغی، له سیمې څخه په زرګونو کډوال اړ شول چې تورکیې ته پناه یوسي، او بیا YPG سیمه ونیوله. په دې صورت کې د تورکیې عملیات ښايي نړیوالو غبرګونونه هم را وپاروي. په هرصورت، تورکیه هوډ لري چې دلته د YPG موجودیت ختم کړي. د دویمې سناریو له مخې، تورکیه  به د فرات په ختیځ کې د خپلې پولې په اوږدو کې د سیمو پر وړاندې په عملیاتو سره د خپلو عملیاتو ساحه پراخه کړي. په دغو نقطو کې د YPG سره د سوریې د رژیم شتون په پام  کې نیولو سره، د عملیاتو احتمال لږ ښکاري. د عملیاتو پر ځای دې په دې سیمه کې د بشارالاسد د ادارې او تورکیې ترمنځ یوه موافقه وشي او دغه سیمې دې د پخوا په څېر د سوریې د ادارې تر کنټرول لاندې راوستل شي. د عملیاتو بل اړخ د تورکیې د عملیاتو پر وړاندې  د بهرنیو لوبغاړو چلند دی. د ویلو ده چې روسیه غواړي د اوکراین د جګړې له امله له تورکیې سره اړیکې تینګې وساتي او له همدې امله په سوریه کې د تورکیې د ځمکنیو عملیاتو پر وړاندې په بشپړه توګه مخالفت نه کوي. د امریکا چلند د تیرو عملیاتو په څیر سخت ندی. دا ممکنه ده چې دا بدلون د اوکراین په جګړه کې د تورکیې د مخ په زیاتیدونکي اهمیت سره منسوب شي. ایران د دې عملیاتو مخالف ښکاري، خو داخلي ناکراریو د ایران لومړیتوبونه بدل کړي دي. داسې ښکاري چې  دم ګړۍ په سیمه کې موجود شریط د تورکيې په ګټه وي.



اړوند خبرونه