د تورکیې د جغرافیا راجستر شوي توکي
د تورکیې د جغرافیا راجستر شوي توکي
په ننۍ خپرونه کې د تورکیې د تورې بحیرې د سیمې د یو ډول ځانګړو خوږو په اړه بحث کوو چې په سیمه کې ځانګړی شهرت لري. سوت بوریک .
سوت بوریک یا د شیدو بوریک د خوږو یو ډول دی چې د تورکیې د تور سمندرګي او ختیځ اناتولیا سیمو په تقاطع کې پروت د بایبورټ ولایت ته ځانګړی دی . دا خواږه د اوفکې په نامه د کاغذ په څیر د ډیرې نړۍ چپاتۍ ډوډۍ په څیر اوړو نه پخیږي او د پاسه يي د شیدو شربت اچول کیږي. د شیدو بوریک په نامه دا خواږه په ۲۰۲۱ کال کې د بایبرټ ښاروالۍ په غوښتنه ، د تورکیې د جغرافیه د ثبت شوو محصولاتو په لست کې شامل شو .
ددې خوږو د جوړولو لپاره لازم مواد: شیدې، زیړغوړي، هګۍ او وړه . د نوموړو موادو نه لکه د منتو د وړو په څیر وړه اخکدل کیږي. وړه د دمه کیدو نه وروسته په ۱۵ مساوي برخو تقسیمیږي او بیا ترینه پيړې جوړیږي.
پیړي د نشایستې د وړو سره هواریږي. لکه د کاغذ په څیر نرۍ ډوډۍ په څیر .
وروسته په یو لوی پټنوس کې نیمايي غوړول کیږي او په منځ کې میده شوي فندق ځای په ځای کیږي او وروسته يي د پاسه زیړ غوړي اچول کیږي او بیا په چړې د مثلث په څیر پرې کیږي او په داش کې پخیږي.
د ویلو ده چې بورې او شیدو نه شربت جوړیږي او د بوریک د پاسه اچول کیږي.
دا خواږه د بایبورت د ولایت تر ټولو مشهور خواږه دي. پدې سیمه کې په ځانګړې توګه په اخترونو ، ودنو او ځانګړو پروګرامونو کې دا خواږه میلمنو ورکول کیږي.
ددې خوږو سر جغزي جغزي او منځ نرم وي