ایا تاسې پدې پوهیدلۍ ؟

ایا تاسې پدې پوهیدلۍ ؟

1875843
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ ؟

ایا تاسې پدې پوهیدلۍ ؟

 

ایا تاسې  پوهیږۍ چې د تورکیې د لقوم په نامه  شریني  څو سوه کلن تاریخ لري؟

د تورکيې مشهوره او  خوندوره شیریني  چې د عثماني دورې د ماڼۍ د خورا مهمو خواړو م برخه وه، څو سوه کلن تاریخ لري.

 د ساسانیانو چې د فارس  په  امپراتورۍ  کې د میلادي نه مخکې د ۲۲۶ او ۶۵۲ کلونو ترمنځه حکمداري کړې ده  د 'ابیسا' په نامه یو ډول خواږه به يي ډیر زیات استفاده کول. داسې ګمان کیږي چې د نني لقوم شیریني اصلي سرچینه همدا د ابیسا په نامه شیریني وي.

د لقوم په نامه دا شیریني ګمان کیږي  چې په اناتولي جغرافیه کې په ۱۵مۍ پیړۍ کې کشف شوي وي. لقوم په نامه د تورکیې مشهورې شیریني بیا په ۱۷ مه  پیړۍ کې خورا شهرت پيدا کړ او  د وخت د خورا مهمو شیریني باب څخه یادیده. لقوم  په ۱۸ پیړۍ کې، د مسافرینو لخوا د ځان سره اروپا ته انتقال شوه او هلته يي هم ځانګړی شهرت پیدا کړ.دا شیریني چې هر هیواد ته رسیده په ډیره کمه موده کې ډیر زیات شهرت پيدا کولو.  د تقاضا د زیاتوالي سره، په ۱۷۷۷ کال  کې په عثماني امپراتورۍ کې ددې شیریني په  ډله ایز تولید پیل شو.

په پیل  کې لقوم شیریني د شاتو، میوو شربت او اوړو نه جوړیده چې وروسته د نشایسته او اصلاح شوي بورې  کشفیدو  سره ځانته بله بڼه خپله کړه .  

د تورکي لقوم  معمولا د تورکي کافي سره ورکول کیږي. په دې وروستیو کې، تورکي لقوم  د چای په ساعتونو کې د بورې پر ځای مصرفیږي. د بسکټو ترمنځ د اطمینان لرونکي ناشتا په توګه هم مصرف کیږي.

 نن ورځ، تورکي لقوم، چې د چارمغزو، فندقو، پستې،دارچیني، ګلاب او میوو څخه تولید کیږي، یو له هغو ښکلی ډالیو څخه دی چې د تورکي خواړو ترټولو خوږ غړي په توګه غوره کیږي



اړوند خبرونه