د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

1858344
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

په داسې حال کې چې په تهران کې د آستانې اومې  غونډې تورکیه، روسیه او ایران د سوریې د مسئلې په اړه یو ځل بیا سره یو ځای کړل، داسې ښکاري چې طرفینو ترمنځه د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا، له ترهګرۍ سره د مبارزې، د سیاسي حل لارې او د دغه هېواد د بیارغونې په اړه هوکړه شوې ده. خو د بله پلوه د تورکیې لخوا  د سوریې پر وړاندې د پوځي عملیاتو په اړه د تورکیې، روسیې او ایران ترمنځ اختلاف د نظر اوس  دوام لري.

 

د تورکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو د بڼسټ یو تن څیړونکي جان اجون د موضوع په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

 

جان اجون وايي د آستانې پروسه چې په سوریه کې د شخړو له کمېدو وروسته، د اوربند او د سیاسي حل لارې د عملي کولو لپاره پیل شوی ده، سره ددې چې تر اوسه د ډېرو مطلوبو موخو په پوره کولو نه ده توانېدلی، خو لږ تر لږه په دې توانېدلی، چې په سوریه کې د کړکېچ د کمولو زمینه برابره کړي.

لږ تر لږه  د سوریې د رژیم او مخالفینو ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابره کړې، او د راتلونکي په اړه  که لږ هم وي، هیلې رامنځته کړي دي. سره له دې چې  روسیه او ایران د اوږدې مودې لپاره د آستانه ضامن هیوادونه دي، خو دوی د نظامي حل لپاره اوس هم  د بشارالاسد د رژیم  نه ملاتړ ته دوام ورکوي.

د ویلو ده چې تورکیې په ادلب کې د پسرلي عملیاتو سره د مخالفینو په وړاندې د پراخو پوځي بریدونو او د هغوې تر کنټرول لاندې سیمو د نیولو  مخه ونیوله. اوس ، په ځانګړې توګه د اوکراین د جګړې له امله رامینځته شوي نوي جیوپولیټیک معادلې په سوریه کې د ځواک انډول په بدلولو پیل کړی دی. په داسې حال کې چې روسیه په تدریجي ډول له سوریې څخه خپل پوځي ځواکونه وباسي، پدې هیواد کې د تورکیې پوځي ځواک پیاوړی شوی دی.

 

د ویلو ده چې د تورکیې  ولسمشر اردوغان د استانه په سرمشریزه کې اعلان وکړ چې  د سوریې  د تل رفعت او منبج په څیر سیمو د ترهګرو د شر په مرکزونو بدلې شوي دي او دا سیمې چې د تورکیې ملي امنیت ته هم ستر ګواښ مخامخ کړی دی باید تصفیه کړی شي. هغه په سوریه کې د نوو پوځي عملیاتوم د پیلولو سیګنال ورکړ . خو د بله پلوه بیا کې  د استانې د پروسې دوه نور ملګري پوتین او رئیسي بیا د تورکیې ددې پوځي عملیاتو د مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي. همدا موضوع په تهران کې د خبرو اترو اصلي اجنډا وه. داسې ښکاري چې  آستانې درې تنه ضامنان په دې برخه کې یوې موافقې ته ونه رسیدل.

 سره له دې چې تورکیه نه غواړي له روسیې او ایران سره په شخړه او تاوتریخوالی کې ښکیل شي، خو د PKK پر وړاندې د مبارزې او پوځي عملیاتو په اړه خپل ټینګ او کلک دریځ ته دوام ورکوي. زما وړاندوینه دا ده چې په لنډه او منځنۍ موده کې به یو نوی عملیات پیل شي. احتمالي نظامي عملیات به د تل رفعت او منبج په کرښه کې وي ، لکه څنګه چې ولسمشر اردوغان په لومړي مرحله کې څرګنده کړې وه ، د فرات ختیځې سیمې د PKK/YPG د شر په مرکزونو بدلې شوي او پدې سیمه کې  خپل موجودیت ته دوام ورکوي. عملیات به هم پدې سیمو کې دوام وکړي. په منځني او اوږد مهال کې تورکیه په هیڅ صورت اجازه ورنکړي چې په جنوبي سرحدونو کې د ترهګرو پټنځایونه جوړ شي.



اړوند خبرونه