د ورځنۍ اجنډا تحلیل
پدې خپرونه کې د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل او روانې جګړې په وروستي وضعیت لنډ بحث کوو.
په داسې حال کې چې د اوکراین پر خاوره د روسیې د اشغال دویمه میاشت پیلیږي، په سیمه کې یوه جدي ناکامي د بحث وړ ده. هغه جګړه چې پوتین له سترو او قوي موخو سره پیل کړې وه، روسیه اړ شوه چې د کیف له جبهې څخه په بشپړه توګه په شا شي. جګړه په ځانګړې توګه د دونباس په سیمه او ماریوپول کې دوام لري. پدې جګړه کې روسیې ته ستر ځاني تلفات اوښتي دي. ددې ترڅنګ د نړیوال ټولنې لخوا د روسیې د منزوي کولو په خاطر پدې هیواد د هرې ورځې په تیریدو سره نوي نوي بندیزونه وضع کیږي.
په ځانګړي توګه د بوچا په څیر په سیمو کې رامنځته شوو پیښو جدي نړیوال قهر راپارولی دی.
د روسیې ولسمشر پوتین فکر کاوه چې د لویو او قوي اهدافو سره به په ډیره لنډه موده کې اوکراین اشغال او پدې هیواد کې به خپل لاسپوڅی حکومت رامنځته کړي. خو داسې ښکاري چې د روسیې پوځ په په ټوله معنا سره په اوکراین کې د څلیښتو په ډنډ کې ډوب شوی دی.
د روسیې پوڅ لکه د تیښتې په څیر د کیف د سیمې نه خپل ټول ځواکونه په شا کړل. اوس دوی د دونباس په شاوخوا کې د اوکراین له پوځ سره په جګړه بوخت دي. په ماریوپول کې بیا کوڅه په کوڅه جګړه دوام لري.
د بله پلوه د روسیې د پوځ ځاني تلفات که څه هم د یرغل د لومړیو ورځو په څیر ندي خو بیا هم دوام لري.
ددې په مقابل کې د اوکراین پوځ چې د کیف په جبهه کې د ډیر قوي مقامت سره ستر بری ترلاسه کړ او د ځواکونو مورال يي ښه لوړ دی اوس په دونباس کې ورته مقامت او د سیمې نه دفاع ته دوام ورکوي.
له بله پلوه له اوکراین سره د لویدیځو هیوادونو پوځي او اقتصادي مرستې او قوي ملاتړ دوام لري. پداسې حال کې چې اوکراین ته MANPAD یا د انسان لخوا د انتقال وړ دفاعي توغندیو او د ټانک ضد وسلو سوقیاتو دوام درلود، د لومړي ځل لپاره یو هیواد اوکراین ته پخپله د روسیې ساخت تر ټولو پرمختللی او اوږد واټنه دفاعي توغندیو سیستم ورکړ. سلواکیا د اوکراین سره د روسیې ساخت پرمختتلې ټکنالوژۍ د اس ۳۰۰ اوږد واټنه دفاعي توغندیو د سیستم مرسته وکړه. د
دا پرمختګونو ته په کتو سره داسې ښکاري چې د لویدیځه نړۍ د روسیې په مقابل کې د اوکراین سره د لا سترو او پرمختللو وسلو مرستو ته دوام ورکړي.
پداسې حال کې چې د جګړې په دګر کې دا ډول پرمختګونو دوام درلود د اوکراین د پلازمینې کیف د بوچا په ولسوالۍ کې د بې ګناه ملکي وګړو د وژنو ، ډله ایزو قبرونو او په ډیر بې رحمانه توګه د وژل شوو ملکي وګړو د انځورونو او فلمونو خپریدو نړۍ د شاک سره مخامخ ده او نړۍ يي ولړزوله.
دا سیمه چې شاوخوا ۳۴ ورځې د روسیې تر اشغال لاندې وه په سیمه کې د ټولې معنا سره قتل عام ترسره شوی دی.
پدې سیمه کې د هرې ورځې په تیریدو سره د روسیې ځواکونو لخوا ترسره شوو ډله ایزې وژنې یو یو روښانه کیږي او په ډاګه کیږي. همداشان د یو زیات شمیر ښځو چې د روسي ځواکونو لخوا پرې جنسي تیری شوی دی بیانونه په حقیقت کې چې د یو ستر وحشت او ظلم ښکارندويي کوي.
د بوچا د سیمې د عام وژنو ، وحشت او ظلمونو د انځورونو او ویدیوګانو د خپریدو سره د روسیې پر وړاندې د نړۍوالې ټولنې قهر څو برابره ډیر کړی دی.
پداسې حال کې چې د روسیې په وړاندې نړیوال فشارونه او ددې هیواد د منزوي کولو په اړه هڅې د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ډیریدو دي د روسیې ولسمشر پوتین بیا د اوکراین د اشغالولو په مسئلې ټینګار ته دوام ورکوي.
پوتین په اصل کې ددې ټینګار سره خپل هیواد د یو ناڅرګندۍ پر لورې روان کړی دی.