د ورځنۍ اجنډا تحلیل
د ورځنۍ اجنډا تحلیل
د ناټو سازمان د سړې جګړې نه وروسته د لومړي ځل لپاره د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل له امله د ستر ګواښ سره مخامخ دی. د ویلو ده چې د ناټو سازمان چې د دویمې نړۍوالې جګړې نه وروسته د شوروي اتحاد ستر ګواښ په مقابل کې د اروپا د امنیت ساتلو په موخه د یو دفاعي سازمان په توګه تاسیس شوی دی د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل او اشغال له امله د لومړي ځل لپاره مجبور شو چې په خپلې اوږدمهاله ستراتیژۍ بیا کتنه وکړي.
د ناټو سازمان اوس مهال پدې اړه په تردد کې دی چې ایا دوی دفاعي او که بریدګره ستراتیژي غوره کړي.
د ترکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو څیړونو مشر لیکوال پروفیسور ډاکټر مراد یشیل تاش د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.
د مارچ په ۲۴ نیټه په بروکسل کې جوړه شوې د ناټو سازمان د غړیو هیوادونو د مشرانو فوق العاده سرمشریزې لومړنی هدف په اوکراین کې روانه جګړه د ناټو سازمان کوم غړي هیواد ته د رسیدو مخنیوی کول دي. د ویلو ده چې نن ورځ تر ټولو ډیر پولنډ د روسې د ګواښ سره مخامخ دی. ځکه چې نن د ناټو سازمان یو زیات شمیر غړي هیوادونه د اوکراین سره د پولنډ له لارې پوځي مرستې کوي.
همدې مسئلې پولنډ د روسیې لپاره په ښکاره هدف بدل کړی دی. همداشان دې جګړې د اوکراین په نورو ګاونډیو هیوادونو کې هم ورته اندیښنه پارولې ده .
همداشان ددې فوق العاده سرمشریزې د اجنډا دویمه مسئله د ناټو سازمان ستراتیژیک هدفونو څرنګتیا ده.
ناټو سازمان د لیدلوري په سند کې پلان درلود چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې د روسیې سره د تعامل سیاستونو ته دوام ورکړي خو د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل نه وروسته ناټو مجبوره ده چې په خپلو دې سیاستونو بیا کتنه وکړي . ځکه چې د روسیې د پراختیا پالیسي به تر کومه دوام وکړي او نهايي نقطه به يي کوم ځای وي پدې اړه ناڅرګندي دوام لري.
د بله پلوه د روسیې لخوا د سړې جګړې نه وروسته د ناټو سازمان د پراختیا د مخنیوي او حتا په شا تنبولو په خاطر ټینګار د ناټو لخوا روسیې ته د ستر تهدید په سترګه د کتولو لپاره کافي سبب دی. خو د ناټو سازمان ټول غړي بیا ددې مسئلې په اړه همفکره ندي.
د بروکسل سرمشریزه د همدې امله ډیره مهمه ده. د ویلو ده چې د ناټو سازمان ټولو غړیو هیوادونو د روسیې پر خلاف پر اوکراین د یرغل له امله خپل غږ اوچت کړی دی خو هیڅ هیواد تر اوسه پورې پدې اړه کوم غوڅ ګام ندی اوچت کړی.
د ناټو سازمان په مخکې بله تر ټولو مهمه مسئله او یا ګواښ د غړیو هیوادونو دفاعي ظرفیت د لوړولو په اړه هلې ځلې دي.
د اوږدې مودې راهیسې دا سیاست د لاس لاندې نیول شوی دی . همداشان د ناټو سازمان همدې سیاستونو د روسیې لخوا د اوکراین په مقابل کې ددې ګام د اوچتولو او اشغال د اقدام د ګړندي کولو د لاملونو نه یو دی.
د ویلو ده چې د ناټو سازمان د غړیو هیوادونو په منځ کې جرمني هغه هیواد دی چې د هیواد دفاعي ظرفیت او طاقت باندې تر ټولو کمه پانګه اچونه کړې ده . خو د روسیې لخوا پر اوکراین یرغل دا هیواد هم دېته مجبوره کړ چې په خپلو وسله والو ځواکونو او دفاعي پياوړتیا ستره پانګه اچونه وکړي. جرمني په خپل وسله وال پوځ د سل میلیارده ایرو د پانګه اچونې پلان اعلان کړ.
داسې ښکاري چې په اروپا کې په راتلوونکې دوره کې په پوځونو باندې لا زیاته پانګه اچونه وشي او د وسلو سیالۍ لا پسې ګړندۍ شي.
همداشان د ناټو سازمان مجبور دی چې د ټولو غړیو هیوادونو د دفاعي ظرفیت د لوړولو په خاطر ګډ پروګرام پراخه کړي. خو د ناټو سازمان د غړیو هیوادونو ترمنځه د دوام په حال کې رقابت پدې برخه کې کیدای شي چې ستر خنډ جوړ کړي.
د بیلګې په توګه د امریکا لخوا د ترکیې په دفاعي صنایع لګولي بندیزونه د ناټو سازمان د ارزښتونو او ګډې مفکورې سره په ټکر کې یو عمل دی. ددې ترڅنګ د ناټو د نورو غړیو لخوا د ترکیې په اړه دریځ د ناټو د سازمان اتحاد او یووالي ته ستر ګوزار ورکړی دی.
د ترکیې او یونان ترمنځه د یوې څه مودې راهیسې روان تاوتریخوالی باید هر څه ژر حل او فصل شي. دا مسئله باید هر څه ژر حل کړی شي.
د روسیې لخوا پر اوکراین یرغل په اصل کې ددې ډول ستونزو د لا ښکاره کولو او واضع کولو سره یو ډول مرسته وکړه.
د ویلو ده چې د روسیې یرغلګر سیاست یواځې د اروپا پر امنیت او امنیتي معمارۍ اغیزې ندي کړي په عینې وخت کې د نړۍ په سیاستونو ډیر ژورې اغیزې کړي دي. د دې جګړې او یرغل هر څه ژر خاتمه او پایته رسیدل کیدای شي چې په نړۍ د لا زیاتو اغیزو مخنیوی وکړي.
همداشان ددې جګړې د دوام په صورت کې کیدای شي چې لا سترو او هړ اړخیزو جګړو ته لار هواره کړي.