ایا تاسې پدې پوهیدلۍ ؟
ایا تاسې پدې پوهیږۍ چې غږیز کمانډ د یو تن ترکي ساینسپوه لخوا اختراع شوی دی؟
ایا تاسې پدې پوهیږۍ چې غږیز کمانډ چې نن د زیرکو ټیلیفونونو سره زمونږ ژوند ته داخل شوی دی او د ټکنالوژۍ په برخه کې د انقلاب په توګه ترینه یادونه کیږي د یو تن ترکي ساینسپوه لخوا اختراع شوی دی؟
حسین یلمز چې په ۱۹۲۶ میلادي کال کې د ترکیې د دینیزلي ولایت په یو کلي کې په یوې فقیرې کورنۍ کې زیږیدلی وو په کوچنیتوب کې مور او پلار د لاسه ورکوي او تر ۱۲ کلنۍ پورې د ښوونځي نه پاتې کیږي.
هغه شپونتوب پيلوي او رمو د څرولو پر مهال یوه ورځ د ښوونکو سره مخامخیږي. ښوونکي هغه ښوونځي ته هڅوي او هغه سره په ښوونځي کې د شاملولو په برخه کې مرسته کوي. هغه ابتدایه او متوسطه زده کړې پایته رسوي او لیسې ته لار پيدا کوي.
هغه د ښوونځي په درسونو کې د ډیر زیات بریالیتوب په نتیجه کې د استانبول د تخنلیک پوهنتون د تخنیک پوهنځي لخوا بلنه ترلاسه کوي او لوړې زده کړې د استانبول پوهنتون د تخنیک په پوهنځي کې سرته رسوي.
په پوهنتون کې هم د ډیر زیات بریالیتوب او تحقیقاتو او د استادانو په مرسته او ملاتړ د امریکا تر ټولو د مشهورو پوهنتونونو نه د ام ای ټي پوهنتون لخوا بلنه ترلاسه کوي او د ماسترۍ او ډوکټورا لپاره امریکا ته ځي.
هغه د امریکا د ام آی ټي په پوهنتون کې تر پروفیسورۍ ارتقاع کوي او خپلو تحقیقاتو نه دوام ورکوي. هغه د البرټ انشټین د تابع په تیورۍ کې ځیني تشې تثبیتوي او مشهور ساینس پوه ته یو لیک استتوي. لیک انشټین ته د رسیدو نه مخکې هغه ژوند د لاسه ورکوي.
حسین یلمز د انشټین د مرګ نه وروسته د تابع په تیورۍ کې خطا او تشه په یوې علمي مجله کې نشروي او د انشټین د جاذبې د نظریې په مقابل کې د یلمز جاذبې نظریه تبثیږي.
پروفیسور حسین یلمز د یو ټکنالوژۍ شرکت د مشر په توګه په کار پيل کوي. وروسته هغه پدې شرکت کې د غږیز کمانډ سره کار کوونکي یو کمپیوټر په طرحه او ډیزاین پیل کوي. وروسته دا کمپیوټر اختراع کوي او پدې ډول د ساینس په تاریخ کې یو انقلاب رامنځته کوي او خپل نوم په تاریخ کې په زرینو ټکو لیکي.
دا ختراع د غږیز کمانډ د ټکنالوژۍ پيل وو . نن ورځ چې په زیرکو ټیلیفونونو او نورو برخو کې دا کمانډ کارول کیږي د هماغې اختراع له برکته.
د ویلو ده چې پروفیسور حسین یلمز په ۲۰۱۳ کال کې ددې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې. هغه د خپل اکاډمیک حیات په دوران کې ډیر زیات تحقیقات او لاسته راوړنې کړي دي. د فزیک علم په ډګر کې هم ډیرې مهمې لاسته راوړنې درلودلي دي.