ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

ایا تاسې پدې پوهیږۍ چې ترکیه د فندق  مغز اصلي‌ ټاټوبی  په توګه منل شوې ده؟

1781804
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

 

سره ددې چې په ځینو سرچینو کې  د فندق مغز اصلي‌ ټاټوبی چین ښودلی شوی دی خو ډیری سرچینې بیا د فندق مغز اصلي‌ ټاټوبی د ترکیې د تورې بحیرې سواحل په ګوته کوي.

د انتیک پيړیو ستر تاریخپوه هیرودوتوس د هیرودوت په نامه په خپل تاریخي‌ اثر کې د فندق مغز اصلي‌ ټاټوبی د ترکیې د تورې بحیرې ختیځ سواحل ښودلي‌ دي. همداشان هغه پدې کتاب کې په انتیکو پیړیو کې د فندق مغز غوړي‌ څه ډول ویستل کیدل او ترلاسه کیدل په ډیره مفصله توګه يي بیان کړي‌ دي.

دا چې پداسې یو زوړ تاریخي‌‌ اثر او کولتور کې پدې اړه ډیره موثق معلومات ترلاسه شوي‌ دي‌ د همدې امله د فندق مغز اصلي‌ ټاټوبی ترکیې د تورې بحیرې سیمه یادیږي. وروسته فندق ددې سیمې نه د نړۍ نورو سیمو ته تللي‌ دي.

نن ورځ ترکیه د فندق مغز په تولید او صادراتو کې په لومړي‌ کتار کې ځای لري. د نړۍ لویه برخه فندق مغز په ترکیه کې تولید او صادریږي.

د ونو نه د فندق مغز راټولول چې یو ډیر د مشقت نه ډک کار دی خو د روغتیايي پلوه ډیرې زیاتې ګټې لري.

د فندق مغز د مګنیزیم له پلوه تر ټولو بډایه مغزیات دي. همداشان هډوکي‌ قوي‌ کوي‌‌ او د هډوکو د ویلي کیدو په مخنیوي‌ کې ډیر مهم رول لوبوي.

د ویلو ده چې فندق د پروتین ډیپو ده او په ځانګړو توګه د ماشومانو لپاره ډیر زیات ګټور دي.

 فندق د اي  ویټامین له پلوه هم ډیر زیات بډایه خواړه دي . د سرطان د مخنیوي‌ او حجرو د نوي‌ کولو ځانګړتیا لري.

د مغزو قوت په برخه کې ډیر مهم رول لوبوي. مغز قوي‌ کوي.

همداشان هره ورځ په منظم ډول سره د فندق مغز استفاده د وینې جریان منظموي او د وجود د معافیت سیستم قوي‌ کوي. د زړه د ناروغۍ مخنیوی کوي.



اړوند خبرونه