ایا تاسې پدې پوهیدلۍ ؟

ایا تاسې پدې پوهیدلۍ چې د ابرو هنر یا صنعت د ترکیې د دودیزو هنرونو او صنعتونو نه یو دی؟

1774570
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ ؟

 

د ابرو هنر په اصل کې د ځانګړو رنګونو نه په استفادې سره د اوبو د پاسه د ښکلو او په زړه راښکوونکو ډیزاینونو او ګلانو رسمول او بیا وروسته دا رسمونه کاغذ ته انتقالول دي.

د ابرو هنر په اصل کې د تزیین او سینګار یو ډول هنر دی. ددې هنر نه د کورونو او دفترونو په تزیین او سینګار کې ډیره زیاته استفاده کیږي.

د ابرو هنر چې د منځنۍ اسیا د  د کاغذ د تزیین د مهمو هنرونو نه شمیرل کیږي‌ دا معلومه نده چې دا هنر به څه وخت او په کوم تاریخ کې کشف شوی وي.

د ارشیفونو د اسنادو له مخې د ابرو هنر لرغونوالی تر ۱۶ مې پیړۍ رسیږي.

د ویلو ده چې د ابرو هنر د عثماني‌ امپراتورۍ په دوران کې تر ټولو زیات  مروج وو. په هغه وخت کې ددې هنر کاروبار هم ډیر زیات وو.

همداشان په ۱۶۱۵ کال کې ددې هنر په اړه یو اثر هم لیکل شوی دی.

په لویدیځ کې د ابرو هنر لپاره د مرمر په کاغذ هنر او د ترک کاغذي‌ هنر په توګه هم یادونه شوې ده .

د ویلو ده چې د ابرو هنر نه نن ورځ هم د کتابونو د پوښونو ، د پانو د څنډو او یو زیات شمیر نورو برخو په تزیین او سینګار کې کار اخیستل کیږي.

د ویلو ده چې په پخوا به په ترکیه کې ددې هنر نه د مسلک په توګه کار اخیستل کیده خو نن ورځ یواځې  په شوقي‌ توګه دا هنر زده کیږي‌  او ترسره کیږي.

ددې هنر استادان یو ډول ځانګړی رنګ  د بورس په ذریعه په اوبو څڅوي‌‌ او وروسته ورته بیا د نورو ځانګړو بورسونو په ذریعه تزیین ورکوي. ډول ډول ښکلي‌ ګلان او نقشونه ترینه جوړوي. وروسته یو ډول ځانګړی کاغذ د اوبو د پاسه ددې نقاشیو د پاسه غوړوي‌ او دا ټول د اوبو نه کاغذ ته انتقالیږي.



اړوند خبرونه