ایا تاسې پدې پوهیدۍ
ایا تاسې پدې پوهیدۍ چې د ترکیې د ایدرنې په ولایت کې رواني درملنو تاریخي موزیم شتون لري؟
د موسیقۍ سره درملنه په اصل کې د عثماني روحي ډاکټرانو کشف ندی. خو عثماني روحي ډاکټران چې په علمي تحقیقاتو او روحي ناروغۍ په تداوۍ کې د نورو مدرنو ډاکټرانو په پرتله یوې ډیرې لوړې کچه کې قرار درلود د روحي ناروغۍ د درملنې په برخه کې ډیر بریالي او لایقه ول. پدې برخه کې ډیر زیات پرمختګ کړی وو.
د ویلو ده چې په ۱۴۸۸ میلادي کال کې د سلطان دویم بایزید لخوا په ایدرنه کې په جوړ کړي کمپلکس کې عقلي ناروغیو روغتون هم جوړ کړی وو. پدې روغتون کې به عقلي او روحي ناروغان د موسیقۍ سره تداوي کیدل.
عثماني ډاکټرانو چې پدې برخه کې ډیره زیاته تجربه درلوده د روغتون سرطبیب چې پدې ډیر ښه پوهیده چې موسیقی د انسان په روح باندې ډیرې زیاتې اغیزې کوي عقلي او روحي ناروغانو ته به يي لومړی یو زیات شمیر موسیقۍ ډولونه اورول. وروسته به يي د ناروغ د زړه ضربان کنټرول. کوم ډول موسیقۍ چې به ډیر زیات تاثیر کړی وو د هغه سره به يي ناروغ ته تداوي پيلوله.
همداشان یو زیات شمیر ورته ناروغان به يي سره راټول او ټولو ته به يي موسیقۍ په ذریعه تداوي کوله.
د ویلو ده عثماني امپراتورۍ عقلي او روحي ناروغیو ډاکټرانو چې پدې برخه کې ډیره زیاته تجربه درلود نن ورځ هم پدې برخه کې ناروغان د موسیقۍ سره تداوي کیږي او د مدرنې تداوۍ په توګه ترینه یادونه کیږي. همداشان پدې برخه کې تحقیقات هم دوام لري.
د ویلو ده چې د نن نه سلګونو کلونه مخکې د عقلي او روحي ناروغیو د تداوۍ میتدونه په ایدرنې ولایت کې د سلطان دویم بایزید په کمپلکس کې د روغتون په برخه کې په جوړ شوي موزیم کې نندارې ته وړاندې شوي دي.
پدې تاریخي موزیم کې د ډاکټرانو، ناروغانو جامې، موسیقۍ الات او هر څه نندارې ته وړاندې شوي دي.