ایا تاسې پدې پوهیدلۍ ؟
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ چې په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره طب فاکولته په ۱۳ مه پيړۍ کې د ترکیې د قیصري په ولایت کې جوړه شوې ده ؟
د سلجوقیانو د امپراتورۍ د پاچا دویم کلچ ارسلان د لور ګوهر نصیبه سلطان د وصیت له مخې د هغه مشر ورور غیاث الدین کیخسرو په ۱۲۰۶ میلادي کال کې د طبي علومو د زده کړو مدرسه او روغتون جوړ کړ. دا ویلو ده چې دا په نړۍ کې د طبي علومو د زده کړو لومړنی رسمي مرکز وو چې پرانیستل شو.
پدې مدرسه او روغتون کې به د طبي علومو د زده کړو سربیره روغتیايي خدمات هم وړاندې کیدل.
د ویلو ده چې د سلجوقیانو د امپراتورۍ د مشهور پاچا کلچ ارسلان لور شهزادګۍ ګوهر نصیبه سلطان د ماڼۍ د محافظین په مشر او قومندان باندې عاشقه شوې وه. د هغه مشر ورور غیاث الدین کیخسرو هغه ته د ماڼۍ د محافظینو د مشر سره د واده اجازه نوه ورکړې. هغه د ماڼۍ د محافظینو مشر په هغه وخت کې جګړې ته استولی وو او هغه په جګړه کې ژوند د لاسه ورکړ.
په جګړه کې د ماڼۍ د محافظینو د مشر د وژل کیدو نه وروسته ګوهر نصیبه سلطان سخته ناروغه شوه. وروسته يي خپل مشر ورور د هغه په نامه د یو روغتون چې خلکو ته په وړیا توګه روغتیايي خدمات وړاندې کړي د جوړولو غوښتنه وکړه.
همداشان کله چې شهزادګۍ ګوهر نصیبه سلطان د ورپیښې شوې ناروغۍ له امله ژوند د لاسه ورکړ ورور يي ډیر زیات خواشینی وو او ځان يي مقصر بللو.
هغه په ۱۲۰۴ کال کې د خپلې خور په نامه د یو روغتون په جوړولو پيل وکړ. همداشان په ۱۲۰۶ میلادي کال کې بیا د طبي علومو د زده کړو مدرسه جوړه کړه.
پدې روغتون کې داخلې، جراحي، سترګو او عصبي او روحي ناروغیو څانګو سربیره یو درملتون هم شتون درلود.
د هغه وخت تر ټولو مشهور ډاکټر پدې مرکز کې د روزل کیدو نه وروسته يي دلته د استادانو په توګه په دنده پيل وکړ.
د ویلو ده چې د قیصري ولایت د ایرجیس پوهنتون د ګوهر نصیبه سلطان روغتون او مدرسه په موزیم اړول شوی دی. دا موزیم چې په ۱۹۸۲ کال د ګوهر نصیبه سلطان په نامه د طب د تاریخي موزیم په توګه د نندارچیانو پر مخ پرانیستل شو.