د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

1581968
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

ترکیه هم د هیواد دننه او هم د هیواد نه بهر په ګاونډیو هیوادونو کې د ترهګرۍ پر خلاف مبارزې ته د ټول شدت سره دوام ورکوي. ترکیه د یو پلو نه هیواد دننه د پ ک ک ترهګري سازمان پاتې شوني یو یو له منځه وړي  او د بله پلوه  په سوریه او عراق کې پدې ترهګري سازمان د حرکت حلقه ښه پسې تنګه کړې ده . د ډیر سخت فشار لاندې نیولي دي.

د ترکیې د ملي دفاع وزارت پدې وروستیو کې د عراق په شمال کې  د شاهین پنجې ۲ په نامه د عملیاتو د پيلولو نه خبر ورکړ.

د یو پلو نه د ترکیې هوايي ځواکونه د ترهګرو پټنځایونه او د تجمع مرکزونه یو یو له منځه وړي او د بله پلوه د چورلکو په واسطه د ترکیې ځانګړي کوماندو ځواکونه په حاکمو تپو او سیمو کې پياده شوي دي. هوايي او کوماندو ځواکونو ترهګرو ته په داسې حالت کې ستره ضربه ورکړه چې ګمان يي هم نه کولو.

د ترکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو څیړونو بڼسټ یو تن څیړونکي جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

جان اجون وايي چې ترکیې پدې وروستیو کلونو کې د پ ک ک ترهګري سازمان پر خلاف د مبارزې کچه ښه پسې لوړه کړې ده.

د ترکیې وسله وال ځواکونه د هیواد دننه د پ ک ک پر خلاف د روانو کړو قوي عملیاتو ترڅنګ د هیواد نه بهر په ځانګړې توګه په سوریه او عراق کې هم  عملیاتو ته ښه زور ورته کړی دی. د ترهګرو د فعالیت او حرکت ساحه او حلقه يي ډیره زیاته تنګه کړې ده. په ګاونډیو هیوادونو کې  چې د خوندي او امن سیمې د جوړولو هڅه کوله مخه يي ورته نیولې ده .

د ترکیې وسله والو ځواکونو د همدې هدف په رڼا کې په ځانګړې توګه د عراق په شمال کې ترهګرو ته د ستر ګوزار ورکولو په خاطر د شاهین پنجې په نامه پوځي عملیات پيل کړي چې ددې عملیاتو په نتیجه کې ترهګرو ته ډیر ستر ګوزارونه ورکړي دي.

د عملیاتو په ترڅ کې هم د ترهګرو  د  حاکمیت او کنټرول ساحه د هرې ورځې په تیریدو سره راکوچنۍ کیږي هم يي د خوندي سیمې ، قومندۍ  او روزنیز مرکزونه له منځه وړل کیږي.  عملیاتو په نتیجه کې ترهګرو ته په راحته توګه د ساه اخیستو فرصت هم نه ورکول کیږي. د تجمع مرکزونه يي یو یو له منځه وړل کیږي.

د ترکیې وسله والو ځواکونو د عملیاتو په ستراتيژۍ کې هم ځیني تغیرات راوستي دي. ترکي ځواکونو به  پخوا په کومو سیمو چې عملیات ترسره کول  د عملیاتو نه وروسته به د سیمې نه وتل خو اوس داسې نکوي.

اوس چې کومې سیمې د ترهګرو نه تصفیه کوي یو ځل بیا د ترهګرو په ځالو د نه بدلیدو په خاطر دلته پوستې جوړوي او پدې ډول د ترهګرو د حاکمیت ساحه تنګوي او ترهګرو ته بیرته خپلو پټنځایونو ته د راستنیدو اجازه نه ورکوي.

د ترکیې د ملي دفاع وزارت دا ځل د هوا د شرایطو د ښه کیدو سره په سیمه کې د روانو عملیاتو یو بل پړاو د شاهین پنجه ۲ عملیاتو د پيلولو نه خبر ورکړ. دا عملیات د عراق په شمال کې د ګارا په سیمه کې پیل شوي دي.

ددې عملیاتو په ترڅ کې د ترکیې  جنګي الوتکو د ترهګرو تثبیت کړي سیمې د زورورو هوايي بریدونو لاندې نیولي . همداشان په سیمه کې د ترهګرو نښې نښانې او ریښو د وچولو په خاطر ځانګړي کوماندو ځواکونه د چورلکو په واسطه د سیمې په حاکمو او مهمو نقطو کې پياده شوي دي.

کوماندو ځواکونو د ترهګرو د ریښو په وچولو او ترهګرو په لمنځه وړو پيل کړی دی.

پدې عملیاتو کې د ترکیې د ځايي او ملي اټاک جنګي الوتکو او ډرون الوتکو نه هم په ډیره فعاله توګه استفاده کیږي.

د ویلو ده چې لومړی د عراق په شمال کې  د فدرالي حکومت وسله وال ځواکونه پیشمرګه په مهمو نقطو کې ځای په ځای کړی شول. د همدې امله ترهګرو وخت نا وخته په پیشمرګه ځواکونو هم بریدونه پیل کړي دي.

وروسته د ترکیې وسله والو ځواکونو بیا د ترهګرو لپاره د ځانګړي مهم اهمیت نه برښمند د ګارا د سیمې د تصفیې په خاطر عملیات پیل کړل. د ترکیې وسله وال ځواکونو ویلي دي تر کومه چې دا سیمه په کامله توګه د ترهګرو نه تصفیه نکړي عملیات به دوام وکړي.

ددې ترڅنګ د عراق په شمال کې فدرالي حکومت هم د پ ک ک پر خلاف د ګامونو په اوچتولو پیل کړی دی. پدې عملیاتو کې د ترکیې سره قوي هماهنګي لري. همدې هماهنګۍ د ترکیې د وسله والو ځواکونو د حرکت ساحه لا پسې پراخه کړې ده .

ترکیې د عراق د مرکزي حکومت بغداد او د عراق په شمال کې د فدرالي حکومت  سره د عراق د سنجار سیمه د ترهګرو نه د پاکولو په خاطر تفاهم کړی دی.

همداشان د یو پلو نه د عراق د حکومت مرکزي ځواکونو په سینجار کې د ترهګرو پر خلاف  د ګامونو په اوچتولو پيل کړی او د بله پلوه ترکیې بیا په ګارا سیمه کې د عملیاتو د پیلولو سره ترهګرو نه لار ورکه کړې ده.

ترکیه غواړي چې د عراق په شمال کې د پ ک ک د حرکت او فعالیت ساحه ډیره زیاته محدوده کړي چې په همدې رڼا کې د جدي ګامونو په اوچتولو پيل کړی دی. ترکیه په پام کې لري چې د عراق په شمال کې د پ ک ک اصلي مرکز قندیل کې هم عملیات ترسره کړي او پدې ډول ددې ترهګري سازمان ټولې اړیکې پرې کړي. دا سازمان په ټوله معنا انزوا کړي.

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان په کراتو ویلي دي چې د وروستي ترهګر د لمنځه وړو پورې به دا عملیات دوام وکړي.

 



اړوند خبرونه