ایا تاسې پدې پوهیدۍ
ایا تاسې پدې پوهیدۍ
په ننۍ خپرونه کې د ترکیې د یو ډول مشروب نه چې شړمبو ته ورته دی او په ترکي پخلنځیو کې ډیر زیارت کارول کیږي کیفیر په اړه تاسې ته لنډ معلومات درکوو.
کیفیر د انسان د وجود د معافیت سیستم ډیر زیات قوي کوي.
د ویلو ده چې کیفیر ۵۰۰۰ کاله مخکې د ترکانو لخوا چې په هغه وخت کې په منځنۍ اسیا کې د کوچیانو په توګه ژوند کولو د بزې د شیدو د تومنه کولو نه وروسته موندلی او جوړ کړی دی. کیفیر نن ورځ په ټوله نړۍ کې کارول کیږي او ډیر زیات مینه وال لري.
د ویلو ده چې نن ورځ کیفیر د غوا، بزې او میږو د شیدو نه جوړیږي. کیفیر په ځانګړې ډول سره تومنه کیږي. که چیرې کیفیر د مستو سره مقایسه کړو نو د صحي او ګټو له پلوه د مستو په پرتله ډیر زیات ګټور دی .
کیفیر چې د پروبیتیک او په ځانګړې توګه د ګټورو باکتري او د اړتیا وړ تغذیوي مادو له پلوه ډیر زیات بډایه دی په ځانګړې توګه د هاضمي سیستم ناروغانو په تداوۍ کې هم کارول کیږي. د پيړیو پيړیو راهیسې هغه کسانو ته چې د هاضمې ناروغي ولري د تداوۍ په خاطر کیفیر ورکول کیږي.
کیفیر د انسان د بدن معافیت سیستم قوي کوي او د ناروغیو پر وړاندې مقامت لوړوي.
کیفیر چې د شومړو په څیر دی انتي باکتریال، انتي فونګنل او وجود د التهاب ضد خاصیت لري.
همداشان کیفیر د انتاني ناروغیو لپاره هم ګټور دی.
کیفیر د بې خوبۍ، روحي او فکري فشارونو د رفع په برخه کې هم ډیره زیاته مرسته کوي.
همداشان په رګونو کې د وینې د غوټې کیدو او عضلاتو د درد مخنیوی کوي. او وینه پاکوي.
کیفیر د هډو د رشد سره ډیره زیاته مرسته کوي چې د همدې امله ماشومانو او زړو ښځو ته ډیر زیات ورکول کیږي.
خو هغه کسانو چې د وجود د معافیت د سیستم او یا هاضمې د سیستم ستونزې ولري باید د خپل ډاکټر سره د مشورې نه وروسته بیا کیفیر وکاروي.