د روندا  عام وژنه

د اونیزې تبصرې تحلیل

1181262
د روندا  عام وژنه

 

ملګروملتونو سازمان  د ۱۹۴۸ میلادي کال  د نسل وژنې  د جرم  د مخنیوي او جزا په خاطر یو تړون لاسلیک شو. ددې تړون له مخې  د یوې ملي، قومي ، توکمي او یا دیني  ډلې یوه اندازه  او یا په کامله توګه  د لمنځه وړو پر خاطر  ترسره شوی  هر اقدام  د عام وژنې  جرم  بلل کیږي. د ویلو ده چې د یوې ډلې د منسوبینو وژل، په جدي توګه ورته په بدني یا روحي پلوه  ستر زیان  رسول، د یوې ډلې  په کامله توګه او یا یوه برخه د فزیکي پلوه له منځه وړل  او یا د لمنځه وړو په خاطر يي اقدام کول، په کامله توګه د هغوې د ژوند  د شرایطو بدلول، پدې ډله کې  په قصدي توګه  د زیږون  د مخنیوي په اړه اقدامات او یا د ددې ډلې منسبوب  ماشومان  په زور  او اکراه  سره  بلې ډلې ته  ورکول  دا ټول  عام وژنې جرم  بلل کیږي.

د انقرې د ییلدرم بایزید د پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې رئیس پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

د ویلو ده چې  د نسل وژنې  اصطلاح په ۱۹۴۴ میلادي کال کې  د یو تن پولنډي یهودي رافیل لیمکین  لخوا د نازي جرمني لخوا د یهودانو د لمنځه وړو په خاطر د ترسره شوي سیستماتیکو  وژنو  د بیان په خاطر  د یوې یوناني او یوې لاتینې کلمې نه جوړه یوه اصطلاح وکاروله. دا اصطلاح  د  جنوساید  یا نسل وژنې اصطلاح  وکاروله. ددینه مخکې  دې اصطلاح  په ادبیاتو کې شتون نه درلود.

د ویلو ده  سره ددې چې دا  اصطلاح  د بعضو لویدیځوالو هیوادونو لخوا د ترسره شوو ضدي انساني او ضد بشري کړنو  د تعریف  په خاطر  جوړه شوې وه  خو  نن  له بده مرغه چې دا اصطلاح  د لویدیځوالو هیوادونو لخوا د لویدیځ نه بهر د هیوادونو لخوا کارول کیږي.

ددې اوونۍ په خپرونه کې غواړو چې  د رواندا  د عام وژنې په اړه  چې  بوسنیا هیرزګوینا د نسل وژنې نه مخکې  د بشریت  تر ټولو وروستۍ نسل وژنه وه. په روانه اونۍ کې  په فرانسه کې د نوموړې مسئلې په اړه یو کمیسیون  جوړ شو.

د یادولو وړ ده  که چیرې د رواندا تاریخ  ته  لنډه کتنه وکړو  ددې هیواد تاریخ  د نور استعمار شوو هیوادونو  د تاریخ سره  کوم توپیر نلري. د بلجیم  لخوا په رواندا کې  ترسره شوی  عمل  د انګلستان ټوټې ټوټې کړه، تقسیم يي کړه  او بیا پرې حاکمیت وکړه  د طرز دید او چلند سره  کوم توپیر نلري. بلجیم  هم  د نورو امپریالیستو  هیوادونو د سیاستونو په څیر  په رواندا کې  د  نفاق  او خپلمنځنیو ستونزو  د رامنځته کولو په خاطر  د لږه کیو نه د ملاتړ سیاست غوره کوي.

بلجیم  په رواندا کې  د جرمني لخوا  د نوموړي  هیواد  د اکثریت  یعنې د هوتویانو  د قوم نه د ملاتړ پر خلاف  بلجیم  د توتسي یانو  د اقلیت نه  په ملاتړ پیل کوي او وايي چې  د توسي یانو  کوپړیو ته په کتو سره  دوی  پدې هیواد کې  تر ټولو  مهم  او قیمتي انسانان  دي.

پدې ډول  په رواندا کې  د نوموړو دوو قومونو ترمنځه  چې  د پیړیو پيړیو راهیسې  د یو بل ترڅنګ  د سولې او ورورولۍ په فضا کې ژوند کړی وو  د نفاق  تخم کړي  او خپلمنځنۍ ستونزې راپیدا کوي.

همداشان  د بلجیم  د نوموړو سیاستونو په پایله کې  د رواندا  د خپلواکۍ  پورې  د هیواد واک  توتسي یانو ته  ورکول کیږي چې  نوموړي  په نورو باندې  ډیر  سخت ظلمونه  کوي. د ویلو ده چې بلجیم د ۱۹۵۰ کلونو نه وروسته  د حوتویانو نه  په ملاتړ پيل کوي  او پدې ډول  رواندا  په ۱۹۶۱ میلادي کال استقلال  او خپلواکي  ترلاسه کوي. د رواندا  د استقلال  د اعلانیدو نه وروسته  واک  اکثریت  یا حوتویانو لاس ته  غورځیږي. دا ځل حوتویان  چې د اوږدو کلونو راهیسې  د توتسي یانو لخوا  ډیر سخت  ځپول شوي وو او ظلمونه پرې شوي وو  په عینې ډول  سره  پر هغوې ظلمونه پیلوي.

۱۹۹۴ کال : د یو میلیون تنو قتل عام .

د ویلو ده چې په رواندا کې  د اقلیت  توتسي یانو او اکثریت  حوتو یانو ترمنځه  نښتې  او خپلمنځۍ  شخړې  تر ۱۹۹۴ میلادي کاله پورې  دوام  کوي. په ۱۹۹۴ میلادي کال کې  د حوتویانو  د قوم نه  ولسمشر هاب یاریمانا  د توتسي یانو لخوا د سولې پر میز  کیني  او مذاکرات پیلوي. د سولې په اړه په تفاهم  رسیږي. وروسته تړون لاسلیکوي.

ددې تړون له مخې  توتسي یانو ته باید په دولت کې  برخه ورکړل شي   خو له بده مرغه چې د ولسمشر هاب یاریمانا  الوتکه  ویشتل کیږي  او هغه وژل کیږي.

حوتویان  د ولسمشر هاب یاریمانا  د الوتکې د ویشتو پړه په توتسي یانو اچوني  او بیرته له سره  خونړۍ جګړه  او نښتې پیلیږي. د ویلو ده چې  پدې جګړه  او نښتو کې د سلو ورځو په دننه کې تر یو میلیون تنه  ډیر  توتسي یان  او منځلاري  حوتویان  په قتل رسول کیږي. دا ددې په معنا  ده چې  پدې هیواد کې  په یو ورځ کې په اوسط ډول سره  لس زره تنه  انسانان په قتل رسول شوي دي.

د ویلو ده چې  دولتي چارواکیو  او نشراتي ارګانونو هم  پدې قتل عام کې  پوره ونډه  درلوده . دا چې په هغه وخت کې په رواندا کې  وسلې  نوې  او یا ډیرې کمې وې  حوتو یانو  دا قتل عام په لویو لویو چړو، تورو  او تبرونو ترسره کولو. انسانان به يي ژوندي ژوندي سوځول  او په ښځو به يي جنسي تیری کولو. د ویلو ده چې  په رواندا کې  بلجیم  د توتسي یانو او حوتو یانو ترمنځه  د تفرقې  د اچولو په خاطر  دواړو خواوو ته  جلا جلا  پيژند پاڼې ورکړې وې. د همدې امله  د قتل عام پر مهال  حوتو یانو  توتسي یان په ډیرې اسانۍ  سره  پیژندل  او په  قتل رسول.

د ویلو ده چې  دا قتل عام  سل ورځې وروسته  د توتسي یانو لخوا د په وطن مینو د جبهې د جوړولو او پلازمینې ته د ننوتو سره  پایته ورسید.

ملګري ملتونو سازمان  پر ځای ددې چې  د معصومو او ملکي وګړو نه يي دفاع کړي وی  خپل سرتیري  ددې هیواد نه وویستل .

د یادولو وړ ده چې په رواندا کې  کله چې  دا قتل عام  پیلیده  پدې هیواد کې  د ملګروملتونو د سازمان اړوند  ۲۵۰۰ تنو سوله ساتو سرتیرو  شتون درلود. یعنې  پدې وخت کې  د ملګروملتونو دې سوله ساتو ځواکونو کولای شو  چې د توتسي یانو ددې ستر قتل عام مخه ونیسي. خو له بده مرغه چې د ملګروملتونو  د امنیت د شورا د پریکړې له امله  په رواندا کې د سوله ساتو سرتیرو شمیره  د ۲۵۰۰ تنو نه  یواځې ۲۵۰ تنو ته  راټیټه کړی شوه  او باقي سرتیري  خپلو خپلو هیوادونو ته  ستانه کړې شول. دا  ددې په معنا وو چې  دوې په لوی لاس  توتسي یان  د حوتویانو  لاس ته وسپارل  . د ویلو ده چې په بوسینیا هرزګوینا کې هم  د ملګروملتونو  د سوله ساتو ځواکونو په چوکاټ کې  د  سربینیتسا  د کلي د امنیت مسئولیت  د هالنډي قومندان  ټام کاریمن  په مشرۍ  ځواکونو ته  سپارل شوی وو چې هغه  ۲۵ زره تنه ملکي وګړي چې دوې ته يي پناه راوړې وه په لوی لاس  صربي  ځواکونو  ته  وسپارل.

صربي ځواکونو هم  پدې کلي کې  ډیر ستر قتل عام وکړ.

د فرانسې رول.

د ویلو ده چې  د رواندا  ولسمشر  کاګاما  په رواندا کې  ددې قتل عام  په اړه د فرانسې او بلجیم نه  د سیاسي  زمینه سازانو په توګه یادونه کړې ده . هغه وویل چې  دا هیوادونه  په اصل کې  ددې قتل عام  مسئولین  دي  او ددې پیښې قربانیانو کورنۍ کولای شي چې  د فرانسې او بلجیم پر خلاف اقامه د دعوا وکړي.

د بله پلوه  د رواندا  کاتولیک کلیسا  چې په قتل عام کې مهم  رول  درلود د رواندا  د خلکو نه  د بښنې غوښتو  په درشل کې قرار لري.

د بله پلوه  په رواندا کې په ۲۰۱۶ کال کې  جوړ شوی  د قتل عام پر خلاف د مبارزې کمیسیون  ددې قتل عام  د فاعلینو او شریکانو  په توګه  د فرانسې د وخت د لوی درستیز ژاک لانکاد په ګډون د ۲۲ جګپوړو فرانسوي  پوځیانو نومونه اعلان کړل. نوموړي کمیسیون  فرانسوي  پوځیان  د قتل عام ترسره کوونکو  په روزنې  او هغوې ته  د وسلو د برابرولو په تور تورن کړي دي.

د ویلو  ده چې  فرانسه  د ۱۹۹۴ میلادي کال  د جون په ۲۳ مه نيټه  د نوموړي هیواد په سویل لویدیځ کې د کډوالو لپاره  د امن د سیمې د جوړولو په خاطر  پوځي عملیات پیل کړل. فرانسې  پر ځای ددې چې  د قتل عام مخه يي نیولي وای  قتل عام ترسره کوونکو ته يي وسلې او مهمات ورکړل. پدې ډول  حوتویانو  د توتسي یانو د په وطن مینو د جبهې د ځواکونو د پرمختګ  مخه ونیوله.

د بله پلوه  یو تن فرانسوي  ورځپاڼه چلوونکي ادعا کړې ده چې  د فرانسوي ځواکونو لخوا په رواندا کې حوتویانو ته  د وسلو ورکولو امر  د وخت د ولسمشر  فرانسوا میتران  عمومي سکرتر هوبرت وردین  په کتبي ډول  سره  ورکړی وو.

د بله پلوه د فرانسې د وخت ولسمشر فرانسوا میتران  په ۱۹۹۸ میلادي کال کې د لا فیګارو  د ورځپاڼې سره  په مرکه کې  ددې خبرې په ټینګار ویلي وو چې  په رواندا کې  ترسره شوی  دا قتل عام کومه مهمه  خبره نده.

د ویلو ده چې  د نړۍوالې ټولنې د سختو فشارونو او نیوکو په پایله کې فرانسه ۲۵ کاله وروسته  د ولسمشر ماکرون  د ۲۰۱۹ کال د اپریل په میاشت کې  ددې قتل عام  د څیړولو په خاطر  د یو کمیسیون د جوړولو پریکړه وکړه. د ویلو ده چې  پدې کمیسیون کې هم  بې طرفه  کسانو ته نه بلکې د فرانسې د خوښې وړ کسان په دنده ګمارل شوي دي چې دې مسلې هم  سختو نیوکو ته لار پرانیستې ده.

د ویلو ده چې  د بلجیم  او فرانسې لخوا  په رواندا کې د ترسره شوي  قتل عام نه  ۲۵ کاله وروسته  د برینتون تارانت په نامه  یو تن  ترهګر  په نوي زیلاند کې د جمعې د لمانځه پر مهال په دوو جوماتونو خونړي بریدونه وکړل چې په پایله کې ۵۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ  او نږدې ۵۰ تنه نور ټپیان شول.

ډیری وخت  د ځان سره  داسې فکر کوو چې د رواندا  په څیر  قتل عامونه  بیا کله هم  په تاریخ کې تکرار نشي. دا ډول پیښې په ماضي کې پاتې دي. همداشان  دیته ورته د نازیزم  او ترانتیزم  په څیر پیښې . خو دا ټول  زمونږ  د خوشبینۍ  له امله . یوه میاشت مخکې مونږ  د یو سپین پوستي افراطي ترهګر  د عام  وژنې شاهدي وکړه.

هو که چیرې مونږ په هره اندازه  د امپریالیزم  لخوا ترسره شوي  ظلمونه هیر کړو خو  هغوې  يي نه هیروي . وخت په وخت خپله اصلي څیره مونږ ته  راښکاره کوي.



اړوند خبرونه