د ۲۰۱۹ کال سیمه ایزې ټاکنې

ایا په ترکیه کې ډیکټاتوري شتون لري؟

1176533
د ۲۰۱۹ کال سیمه ایزې ټاکنې

 

د ویلو ده چې په ترکیه کې  د لومړي ځل لپارسیمه ایزې ټاکنې په ۱۸۴۰ کال کې پيل شوي دي. په ترکیه کې سیمه ایزې ټاکنې نږدې دوه پيړۍ  تاریخ لري. همداشان  وروستۍ  سیمه ټاکنې بیا د مارچ په ۳۱ مه نیټه  ترسره شوې. پدې ټاکنو کې  سیاسي ګوندونو په یواځې ځان  او د ائتلافونو په جوړولو سره  ګډون کړی وو. د عدالت او پراختیا ګوند  د ملیت پالو غورځنګ د ګوند سره  یو ځای  د جمهور په نامه  ائتلاف جوړ  او ددې ائتلاف سره  په ټاکنو کې ګډون کړی وو. همداشان د ترکیې ستر مخالف د جمهوریت خلق ګوند بیا  د ښه ګوند سره  د ملت په نامه  د ائتلاف  په جوړولوسره پدې ټاکنو کې بیا د ملت د ائتلاف سره ګډون وکړ. د ټاکنو د غیرې رسمي پایلو له مخې  پدې ټاکنو کې د جمهور ائتلاف  ۵۱ عشاریه ۶ سلنه، د ملت ائتلاف بیا ۳۷ عشاریه ۵ سلنه رایې ترلاسه کړې. همداشان  پدې ټاکنو کې د ګوندونو لخوا ترلاسه شوې رایې  د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو سره  مقایسه  په لاندې ډول ده. د عدالت او پراختیا ګوند  د ۲۰۱۴ کال  په سیمه ایزو ټاکنو کې  په یواځې ځان ۴۳ عشاریه ۱ سنله رایې ترلاسه کړې وې چې پدې ټاکنو کې بیا د رایو کچه  ۴۴ عشاریه ۳ سلنې ته  لوړه شوې ده . د عدالت او پراختیا ګوند  د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې  د ۴۸ ولایتونو  د ښاروالۍ څوکۍ ترلاسه کړې وې چې  پدې ټاکنو کې بیا  دا رقم  ۳۹ ته  راټیټ شو.

د جمهوریت خلق ګوند چې د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې  ۲۶ عشاریه ۶ سلنه  رایې ترلاسه کړې وې  پدې ټاکنو کې بیا د رایو رقم  ۳۰ عشاریه ۱ سلنې ته  لوړ شوی دی. په تیرو ټاکنو کې د ۱۴ ولایتونو د ښاروالۍ څوکۍ  ګټلې وې چې پدې ټاکنو کې بیا دا رقم  ۲۱ ته  لوړ کړ. د ملیت پالو غورځنګ ګوند  چې د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې  ۱۷ عشاریه ۸ سلنه رایې ترلاسه کړې وې پدې ټاکنو کې رایو کچه  ۷ عشاریه ۳ سلنې ته  راټیټ شوی دی  خو  په تیرو ټاکنو کې  د ۸ ولایتونو د ښاروالۍ څوکۍ ترلاسه کړې  خو پدې ټاکنو کې  بیا دا رقم  ۱۱ ته  لوړ شو. د خلکو ډیموکراټ ګوند په رایو کې کوم توپیر ندی راغلی خو پدې ټاکنو کې بیا  د یو زیات شمیر ولایتونو کې د ښاروالۍ  څوکۍ  د لاسه ورکړې.

د انقرې د ییلدرم بایزید پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې رئیس  پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل  د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

ښه  دلته  شاید  د ځینو سره  دا پوښتنه پیدا شوي وي چې څنګه  د یو ګوند  د رایو شمیره راټیټیږي خو د ښاروالیو د څوکیو شمیره يي لوړیږي؟ پدې خپرونه کې به د ترکیې د سیمه ایزو ټاکنو د پایلو  او په نړۍوالو او ملي کچه  په اهمیت وغږیږو.

په ترکیه کې د مارچ د ۳۱ مې د سیمه ایزو ټاکنو تر ټولو ستر بایلوونکي  هغه برخې دي چې په ترکیه کې  د ډیکټاټورۍ  ادعا کوي.  

سره ددې چې د مارچ ۳۱ مې ټاکنې سیمه ایزې ټاکنې وې  خو بیا  هم  نړۍوالو خبري رسنیو  او د ټولې نړۍ پام  د ترکیې ټاکنو ته  اوښتی وو. ددې  خبري  د اصلي لاملونو نه  یو دادی چې  پدې ټاکنو کې  د ترکیې  بعضې لوی ښارونه  لکه  پلازمینه انقره  او یا استانبول ولایتونو سیمه ایزه اداره  د یو ګوند نه  بل ګوند  کنټرول ته  تیریدل دي.

د مارچ د ۳۱ مې نيټې  د ټولټاکنو غیرې رسمي پایلو  د نړۍ په کچه  ځینې خبري رسنۍ  او سیاستوال  د ډیر سخت تعجب  سره مخامخ کړي دي ځکه چې دوی  د ترکیې په اړه په هغه  ناسمو تبلیغاتو چې  ترکیه په ډیکټاټورۍ او استبداد باندې  تورنه کړې وه  باور کړی وو  چې  اوس  ورته  د ټاکنو په پایلو کې  دا نورمال  بدلون  د باور وړ نه ښکاري.

ترکیه کې سیمه ایزې ټاکنې  چې  د نږدې دوه پيړۍ  سابقه لري  د مارچ د ۳۱ مې نیټې د ټاکنو پایلې  د ټولو لپاره  عادي او نورماله  ښکاري چې د هغه برخو لپاره چې ترکیې ته  د نورو د پنجرو  او لیدونو نه  کتنه کوي  د تعجب وړ ښکاري.

همداشان ددې ټاکنو  د هغه برخو چې ترکیه په ډیکټاتورۍ  او استبداد  تورنوي  ټولې ادعاګانې پوچې  او بې بڼسټه  کړې او د هغوې درواغ  او ناسم  تبلیغات  يي ټولې نړۍ ته  په ډاګه کړل.

د ویلو ده چې  مارچ د ۳۱ مې د ټاکنو  تر ټولو ستر بایلوونکي هم  هغه  رسني او سیاسي مشران  دي چې ولسمشر رجب طیب اردوغان به يي په ډیکټاتورۍ  باندې  تورنو.

ایا نن ورځ په اسلامي  او یا نورو اروپايي هیوادونو کې  کمونیست  ګوندونه  شتون لري؟ که چیرې شتون ولري  ایا په ټاکنو کې ګډون کولای شي  او یا  کوم ولایت  ګټلی شي؟ پدې نه پوهیږم  خو پدې  ښه پوهیږم  چې په ترکیه کې کمونیست  ګوند شتون لري او په ټاکنو کې هم  ګډون کولای شي او ګټلی هم  شي . د ترکیې  د تونجلي  ولایت  ددې یو ډير ښکلی  مثال  دی. د تونجلي  ولایت لپاره  د کمونیست ګوند  نوماند  په ډیر غوڅ اکثریت سره  دا ولایت وګټه . پداسې حال کې دا ولایت وګټه چې په مقابل کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې تهدیدونو شتون درلود. همداشان په مقابل کې  پ ک ک ته نږدې  د خلکو ډیموکراتیک ګوند  نوماندې سیالۍ کوله.

که چیرې په هر هغه چا چې سترګې پټې وي او ادعا کوي چې په ترکیه کې  ډیموکراسي  شتون نلري  دا تر ټولو  ښه او ژوندی  مثال  دی.

د عدالت او پراختیا ګوند : بری او خبرداری   

د ویلو ده چې  د عدالت او پراختیا ګوند  د تاسیس د ورځې راهیسې  ۱۵ ځله ټولټاکنې په پرله پسې ډول  ګټلي دي. دا ګوند  د ۲۰۰۲ کال راهیسې  تل واکمن  دی  او پدې وروستیو کې  د اقتصادي بحرانونو سره سره  پدې ټاکنو کې  د خپلو رایو کچه  یو سلنه نور هم  لوړه کړې ده چې دا ددې ګوند لپاره ډیر ستر  بریالیتوب  دی. خو  که چیرې  د ۲۰۱۸ کال  د جون په ۲۴ مه نیټه د ترسره شوو ولسمشرۍ ټاکنو سره  ددې ټاکنو پایلې  مقایسه کړو  پدې ټاکنو کې بیا د رایو شمیره  صفر عشاریه ۷ سلنه راټیټه شوې ده. د جمهور ائتلاف  د ۲۰۱۸ کال د جون د ۲۴ مې په ټاکنو کې  ۵۲ عشاریه ۳ سلنه رایې ترلاسه کړې وې چې پدې ټاکنو کې د رایو شمیره راټیټه شوې ده . همداشان د عدالت او پراختیا ګوند سره ددې چې د هیواد په کچه  د رایو شمیره  لوړه شوې ده خو بیا يي هم  بعضې  لویو ښارونو  اداره د لاسه ورکړه.

د ترکیې ولسمشر او د عدالت او پراختیا ګوند مشر رجب طیب اردوغان  د مارچ د ۳۱ مې د ټولټاکنو د غیرې رسمي پایلو د اعلانیدو نه وروسته  د یاد شوي ګوند  د عمومي مرکز مخې ته راټولو شوو  په زرګونو تنو هیوادوالو ته  په وینا کې وویل چې  د هر څه نه به مخکې  ددې خبرې لامل پيدا کړي چې  دا ښارونه يي ولې د لاسه ورکړل. هغه وویل چې  ددې پایلو نه مونږ  ډیر زیات  درس  او سبق واخیسته  او راتلوونکې لپاره به ډیر ښه چمتوالی  ونیسي.

د ویلو ده چې  د ترکیې تر ټولو ستر مخالف د جمهوریت خلق ګوند  پدې ټاکنو کې خپلې رایو شمیره لوړه کړې خو که چیرې  د ۲۰۱۸ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو سره يي مقایسه کړو بیا يي د رایو شمیره  راټیټه شوې ده . د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جمهوریت خلق ګوند نوماند محرم اینجه  ۳۰ عشاریه ۶ سلنه رایې ترلاسه کړې وې.

خو  پدې ټاکنو کې د جمهوریت خلق  ګوند  ستر  بری  د ځینو لویو ښارونو  اداره  ترلاسه کول دي.

خو که چیرې په هغه ولایتونو کې چې  د جمهوریت خلق ګوند  د رایو کچه  لوړه شوې ده  دقت وکړو دې ولایتونو لپاره  د جمهوریت خلق ګوند  اصلي غړیو  نه نوماندول ول. دا ځکه چې  د جمهوریت خلق  ګوند  هغه چلند چې په ۱۹۹۴ کال کې  د ولسمشر رجب طیب اردوغان  لخوا  د استانبول  د ښاروالۍ  د ټاکنو د ګټولو نه وروسته  هغه  د فاتحې سورت  په تلاوت سره  دعا کړې وه. د جمهوریت خلق ګوند  د ولسمشر اردوغان لخوا د سورت د تلاوت په اړه  ډیر سخت غبرګون ښودلی وو. خو  نن ورځ  د جمهوریت خلق ګوند هم  په هر څه ډیر ښه پوه دی. د استانبول  د ښاروالۍ لپاره د جمهوریت خلق ګوند نوماند  د ټاکنیزو  کمپاینونو  پر مهال  په یوه غونډه کې د یس شریف د سورت نه ځینې ایتونه تلاوت کړل. دا خبره ددې ښکارندويی کوي چې دا ګوند هم  پدې پوه  شو چې باید  ارزښتونو ته  درناوی وکړي.

د جمهوریت خلق ګوند  ددې بدلون  یواځنی لامل  هم  ریاستي  سیستم  او ائتلافونو ته  لار پرانیستل دي.

د ویلو ده چې  پدې ټاکنو کې  د ټولو سیاسي ګوندونو په پرتله د خلکو ډیموکراتیک  ګوند  ته  د رای ورکوونکو لخوا  خبرداری ورکړ شو. د خلکو ډیموکراتیک  ګوند  د تل په څیر  دا ځل هم  د ټولټاکنو نه مخکې په ټاکنیزو کمپاینونو کې  جلا کوونکې او زهرو نه ډکه  ژبه  وکاروله. دې ګوند  د ترکیې په ختیځ کې په خپلو پلویانو غږ کړی وو چې  ستاسې رای به  د کردستان  لپاره وي. دوې  یو ځل بیا  د هیواد د توکمونو ترمنځه د نفاق د تخم د کرولو هڅه وکړه خو  له نیکه مرغه چې بریالي نشو  او د هیوادوالو لخوا ورته  ډیر ښه سبق ورکړ شو. د خلکو ډیموکراتیک ګوند پدې ټاکنو کې د هغوې د کلا په توګه یادیدونکې  د شرناق  ولایت اداره هم  د لاسه ورکړه. دې ګوند  د شرناق ولایت سربیره  د اغره  او بیتلیس  ولایتونو اداره هم  د لاسه ورکړه.

د سیمې  کردانو  پدې ټاکنو کې  د عدالت او پراختیا  ګوند ته رای ورکړه. هغوې ددې ګوند  د خدماتو نه  خپل رضایت پدې ډول  څرګند کړ.

د ویلو ده چې  د ترکیې  پدې سیمه ایزو ټاکنو کې  د ګډون کچه  د نورو  ډیموکراتیکو هیوادونو  او په ځانګړې توګه د لویدیځوالو هیوادونو په پرتله ډیر زیاته  لوړه ده . د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون پدې ټاکنو کې د ګډون کچه ۸۴ سلنه اعلان کړه. خو  پدې ټاکنو کې د ګډون کچه  د تیر کال د ولسمشرۍ د ټاکنو په پرتله  ۵ سلنه راټیټ شوې ده . د ویلو ده چې تیر کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې  ۸۹ سلنه خلکو ګډون کړی وو.

ځینې سیاسي  کارپوهان  وايي په ټاکنو کې  د ګډون  د کچې  راټیټیدل کیدای شي چې  ګوندونو ته  د خپلو هویتونو سره د ګډون  د حق د نه ورکولو نه  سرچینه واخلي.

ځکه چې  ډیری رای ورکوونکو چې د کلونو کلونو راهیسې  یو مشخص ګوند ته  رای ورکوله  پدې ټاکنو کې په مستقیمه توګه هغه ګوند ته رای نشوه ورکولای چې دا خبره  کیدای شي چې ددې لامل ګرځیدلي وي چې ځینو په ټاکنو کې د ګډون نه ډډه کړي وي.

همداشان  پدې ټاکنو کې د ملیت پالو غورځنګ د ګوند  د رایو شمیره د تیرو ټاکنو په پرتله  د پام وړ راټیټه شوې ده . په تیرو ټاکنو کې  ۱۷ عشاریه ۸ سلنه رای ترلاسه کړې وې چې پدې ټاکنو کې بیا رایو کچه  یواځې ۷ عشاریه ۳ سلنې ته راټیټه شوې ده . خو ددې سره سره  د نوي ریاستي حکومتي سیستم  او ائتلاف  له برکته يي  د لا زیاتو ولایتونو اداره  ترلاسه کړه. دې ګوند په تیرو ټاکنو کې  د نږدې ۱۸ سنله رایو سره  د ۸ ولایتونو  اداره ترلاسه کړې وه چې پدې ټاکنو کې بیا د ولایتونو شمیره  ۱۱ ته لوړه شوې ده .

همداشان  د ښه ګوند  چې د خپل تاسیس نه راپدیخوا  د لومړي ځل لپاره په سیمه ایزو ټاکنو کې ګډون کړی وو  د ۷ عشاریه ۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره  بیا هم  ونه توانید چې  د یو ولایت اداره هم  ترلاسه کړي.

په پای کې باید ووایو چې  پدې ټاکنو کې هم  د تل په څیر اصلي بری  د ډیموکراسۍ په برخه شو. د ټولې ترکیې په برخه شو. ددې په هیله چې د ټاکنو پایلو  د هغه برخو چې د نورو پنجرو او لیدونو نه د ترکیې په اړه  کتنه کوي  مفکوره  او فکري طرز بدل کړي. ددې سترګې خلاصي کړي او حقیقت  وویني.    



اړوند خبرونه