د ترکېې د اجندا تحلیل

د ترکېې د اجندا تحلیل

1122240
د ترکېې د اجندا تحلیل

 

کله نا کله  کوچنیو  ستونزو ته داسې پرداس  ورکو  او داسې د خپلو سترګو پر وړاندې  لویو  چې  دې ستونزو ته په کتو سره  ژوند  په خپل ځان، شاوخوا کسانو او حتا هیواد  حراموو.

پداسې  وختونو کې  باید  په ستونزو  سترګې پټې کړو، په کوم هیواد کې چې ژوند کوو هغه ته باید  د بهر نه   کتنه وکړو او د هرې مسلې په اړه باید خوشبیني وښایو. پدې خپرونه کې غواړم  چې تاسې ته  د خپل د سترګو لیدلی حال  او حقیقي  کیسه بیان کړو.

ترکیه  د ټولو ستونزو او مشکلاتو سره سره  د هرې ورځې په تیریدو سره  د علم  او فرهنګ په مرکز  بدلیږي. زمونږ  د محصلۍ په کلونو کې  ترکیه د نن په څیر  نوه. نن ورځ  نږدې  ۱۵۰ زره تنه  بهرني محصلین په ترکیه کې په زده کړو او تحصیل  بوخت  دي. خپل راتلوونکی په ترکي ژبه کې ګوري.

په یو ځل باندې د ۱۵۰ زرو تنو  محصلینو نه یادونه  انسان ته ډیره اسانه ښکاري  خو  دا محصلین هر یو  د ژوند  جلا جلا کیسه لري. یو یو جلا جلا امیدونه  او هیلي لري. دا چې ترکیه په څه ډول  ددې محصلینو لپاره د هیلو او امیدونو په پرانیستې دروازې  بدل شوی دی  او څه ډول يي ددوې هیلې راژوندۍ کړي دي  غواړم چې  د  یمني مروې  په نامه  د یوې محصلې  ژوند لنډه کیسه وکړم.

د ترکیې  د یلدرم بایزید پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې رئیس پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل  د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړم.

یمن  د بحرالاحمر، عدن خلیج او عمان د سمندر په څنډو کې موقعیت لري. یمن  د خپل دې ستراتیژیک  موقعیت له امله د چا خبره د تاریخ  په هره دوره کې  د تیریو او درد او غمونو شاهدي کړې ده .

زمونږ  له نظره  دا چې  د مکې او مدینې  دفاع  له یمن نه  مونږ  پيل کړې ده  تر ټولو  زیات  شهیدان  مو پدې هیواد کې ورکړي دي.

یمن  په ترکیه کې د چناق کلا  د ولایت نه وروسته  کیدای شي چې دویم ځای وي  چې  تر ټولو زیات پکې  د ترکېې اتلان  او د خپلې خاورې  ، دین  او ناموس په خاطر  د جنګیدولو  شهیدانو  خاوره ده. یمن هغه هیواد دی چې په ترکیه کې په ډیری  داستانونو او د اتلانو په کیسو کې  نوم  ذکر شوی دی.

د هیلو مسافرت ..

مروه یمني  د یمن  د پلازمینې صنعا  اوسیدونکې ده . د هر ځوان  په څیر  پداسې حال کې چې  د روښانه راتلوونکې خیال  په سر کې  شتون درلود  هیواد يي یو ځل بیا په ۲۰۱۴ کال کې  د کورنیو جګړو  په جال کې  ګیر شو . دا جګړې یو ځل بیا  د مروې په څیر  د سلګونو زرو تنو ځوانانو  هیلې   د خاورو سره  خاورې کړې.

د کودتا  پداسې  تورتم  دوره کې  د وسلو او مرمیو  غږونه ځوانانو  راتلوونکی خو پر ځای پریږده  چې انسانیت هم  له خلکو هیروي.

پداسې حال کې چې په ۲۰۱۵ کال کې  د یمن په اسمان کې  یو ځل بیا  تورې وریځې  حاکمې شوې، هیواد د ناڅرګندۍ  پر لورې روان شو او د سلیخ په ډنډ  بدل شو د مروې  لار  په ترکیې  برابره شوه. نوموړې  چې د ترکیې نړۍوالو تعلیمي بورسونو ته مراجعه کړې وه  غوښتنه يي منل شوې وه. هغې  په ترکیه کې د تعلیم په خاطر  بورس  ګټلی وو. په بهر کې میشتو ترکانو او ترک تبارانو ریاست هغه ته  په ترکیه کې تعلیمي بورس  ترلاسه کړی  په اړه خبر ورکړ.

پداسې حال کې چې  امریکا  پر یمن  د فول برایت، جرمني د ډاډ او انګلستان د شیونینګ  تحصیلي  بورسونه پر یمن  قطع کړل  ترکیې  د مروې په ګډون  ۱۵۰ تنو یمني  ځوانانو ته  تحصیلي بورسونه ورکړل او هغوې ته يي  د رڼا  دروازه  پرانیسته. ترکیې هغوې ته  د تحصیل او د تحصیل د پایته رسولو نه وروسته خپل هیواد ته د ستنیدو او خپل هیواد له سره د آبادولو  هیلې  ورکړې.

هو  دې محصلینو  سره ددې چې  یو پلو ته  د راتلوونکې لپاره ډیر هیله مند دي خو  په ژوند کې هم  د ډیرو ستونزو سره  لاس او ګریوان دي. ژوند يي د دردونو او غمونو نه ډک  دی.

په یمن کې د کورنۍ جګړې د پیلیدو له امله  ډيری  بهرنیو هیوادونو خپل سفارت خانې تړلي او یا يي  جدې ته  انتقال کړي دي. همداشان یمن ته د امنیتي دلایلو له امله ټولې الوتنې دریدلي دي. دې ۱۵۰ تنو  یمني ځوانانو چې تحصیلي بورسونه يي ترلاسه کړي وو  ترکیې ته د راتګ په خاطر  ویزې ته ضرورت  درلود. دوې په یمن کې د ترکیې سفارت چې جدې ته انتقال شوی وو  د تګ په خاطر  د مځکې د لارې نه پرته بله چار نه درلوده. خو  په لاره کې  د بیلابیلو وسله والو ډلو شتون، جنګ جګړې، ماینونو او بمونو  د سعودي عربستان تر پولو ددوې  د تګ پر وړاندې ډیر زیات  خنډونه  جوړ کړي وو. همداشان  سعودي عربستان سرحد ته د رسیدو نه وروسته  دې هیواد ته د داخلیدو د اجازې د ترلاسه کولو په برخه کې هم  دوې هیڅډول ضمانت  نه درلود.

دې ځوانانو  چې په ډیرې ناچارۍ کې  د حل  یوه لار لټوه  ټول  سره  په پلازمینه صنعا کې راټول شول. په یو ډول يي  په جده کې د ترکیې د سفارت سره  اړیکه ټینګه کړه. خو دوې  د ویزې د ترلاسه کولو په خاطر  د ترکیې سفارت ته د پاسپورتونو د استولو نه پرته  بله لار نه درلوده.

ددې ځوانانو  نه  یو  تن  حاضر شو چې  د ۱۵۰ تنو پاسپورتونه  جدې ته  ورسوي. خو کله چې  ټول خپل پاسپورتونه  دې ځوان ته ورکوي او هغه  د جدې پر لورې حرکت کوي  د صنعا نه د وتو نه وروسته په لاره کې د ډیرو سختو نښتو او بمونو په منځ کې بند پاتې کیږي  او په پایله کې د بیرته ګرځیدو  پریکړه کوي.

ددې ځوان  د راستنیدو سره  یو ځل بیا ټول ناهیلي کیږي  . پداسې وخت کې چې ټولو  ترکیې ته د تګ  هیلې د لاسه ورکړې وې  مروه  یمني  په ځان  ټول  دا  خطرات  قبلولي  او  پاسپورتونه جدې ته د وړولو  نیت کوي. د هغې کورنۍ  د ددې پریکړې سره  مخالفت کوي خو  مروه وايي چې  د ټولو ځوانانو  روښانه راتلوونکی  جدې ته ددې پاسپورتونو د رسولو پورې تړلی دی.

مروه د پاسپورتونو په راټولو پیل کوي. ۹۰ تنه ځوانان  خپل پاسپورتونه  مروې ته سپاري. ځینې  يي  وايي چې مروه نشي کولای چې سعودي ته لاړه شي او ځیني وايي که چیرې د سعودي سرحد ته ورسیږي  بیا هم  سعودي عربستان هغه ته ددومره پاسپورتونو سره  هیواد ته د داخلیدو اجازه نه ورکوي او هغې ته د پاسپورتونو ورکولو نه ډډه کوي.

په جده کې د ترکیې سفیر  فاضل چورمان  د مروې ددې زړورتیا  ستاینه کوي  خو هغې ته  د جودو  خطراتو په اړه هم  یادونه کوي. هغې ته وايي چې  ددومره پاسپورتونو انتقال  کیدای شي چې ژوند  يي د خطر سره مخامخ کړي.

مروه  د سفارت نه  د یو مکتوب  غوښتنه کوي. د داسې یو مکتوب چې  ددې پاسپورتونو خاوندان  په ترکیه کې تحصیلي بورسونو ته کامیاب شوي دي او د ویزې په خاطر دا پاسپورتونه  جدې ته انتقالوي.

مروه  مکتوب ترلاسه کوي  او وروسته د خپلې کورنۍ او نورو محصلینو د کورنیو په دعاګانو  د جدې پر لورې حرکت کوي.

مروه  په دوو ورځو کې  د سعودي عربستان  پولو ته  ځان  رسوي. هغه  د اخستو دعاګانو  له برکته  په لار کې  د جګړې سره  نه مخامخیږي.

همداشان  په لاره کې  د تالاشۍ په پوستو کې  دا چې مروه  نجلۍ  وه  څوک يي سمه نه تالاشي کوي. د سهار د لسو بجو په شاوخوا کې  د یمن ګمرک ته  رسیږي. په ګمرک کې  په زرهاوو کسان په کتارونو کې ولاړ  ګوري. د ځان سره  فکر کوي چې کیدای شي نن ورته  نوبت راونه رسیږي. د یمني چارواکیو  او امنیتي کسانو سره  خبرې کوي او په یو ډول  د یمن  د ګمرک نه تیریږي او  د سعودي عربستان د ګمرک پر لورې حرکت کوي.

خو کله  چې  د سعودي عربستان ګمرک ته رسیږي  هلته  د نورو خنډونو سره  مخامخیږي. د سعودي عربستان د ګمرک کارکوونکې  په هغه ورځ د هغه  کار نکوي او هغه ته سعودي عربستان ته د تیریدو اجازه نه ورکوي  او ورته وايي چې لاړه شه او سبا  راشه. مروه د ځان سره فکر کوي چې په یواځې ځان  یوه  پیغله نجلۍ  څنګه کیدای شي چې  ددې دښتې په منځ کې  پاتې شي. مروه په جده کې د ترکیې د سفارت سره اړیکه ټینګوي. د ترکیې  سفارت  د مسلې په اړه  د سعودي عربستان ګمرک ته  فکس  استوي.

د سعودي  عربستان چارواکي داځل  د محرم  بهانه  رامنځته کوي او وايي چې  پرته د محرمه  پیغله نجلۍ  سعودي عربستان ته  پریښودی نشي.

مروه ورته وايي چې  د حج لپاره نه ځي. په سعودي عربستان کې د دریو ورځو نه  ډیر نه تیروي. یواځې  سفارت ته ځي او د ویزو د ترلاسه کولو نه وروسته بیرته یمن ته  راستنیږي. مروه  د سعودي عربستان چارواکیو ته  ډیرې زیاتې زارۍ  کوي او په پایله کې  په فورم  کې د محرم  د نوم  پر ځای  د یو نارینه  نوم  لیکي  او د نهه  ساعته ځنډ نه وروسته  هغې ته  سعودي عربستان ته د تیریدو اجازه ورکوي.

په جده کې  د ترکیې د سفارت کارکوونکي د مروې ددې زړوتیا  له امله د هغې نه ډیر تود هر کلی کوي  او په دریو ورځو کې ټولو پاسپورتونو باندې  د ترکیې ویزې لګوي  او پاسپورتونه مروې ته تسلیموي.

خو د مروې لپاره  ستونزې  پایته رسیدلي ندي. راتګ  یوه ستونزه  وه  خو  تګ  د هغې نه هم  مشکل  دی. د تګ  پر مهال  د هغوې  د بس  په مخکې  په یو پل  چاودنه کیږي او په ډیر کمه فاصله کې ددوې  بس  د چاودنې نه ژغورل کیږي. بس  په ډیرو مشکلاتو او نورو لارو د ډیر  اوږد سفر نه وروسته پلازمینې صنعا ته ځان رارسوي.

مروه  نن ورځ  د ترکیې د یلدرم بایزید په پوهنتون کې  په لوړو زده کړو بوخته ده. همداشان  راغلي نور یمني محصلین هم  د مروې د جسارت او زړوتیا  له برکته تر ترکیې رارسیدلي او خپلو زده کړو ته  دوام ورکوي.

دا کیسه  مونږ  ځکه وکړه  چې  د خپل هیواد په قدر او قیمت  باید  ځان پوه کړو. د جنت په څیر  ډیر ښکلی  هیواد لرو. هغه کسان  چې  خپل هیواد ته په حقیره  سترګه ګوري  او وخت نا وخته ناشکري کوي  هغوې باید ددې نه  عبرت  او درس واخلي.

 

 



اړوند خبرونه