د عربي پسرلي معكوس تاريخ

شاوخوا پينځه كاله وړاندې پيل شوى سياسي او ټولنيز بهير چې وروسته ورته د عربي پسرلي نوم هم وركړل شو، په عربي نړۍ كې د اتوريترو رژيمونو د زوال پيلامه وه

434058
د عربي پسرلي معكوس تاريخ

شاوخوا پينځه كاله وړاندې پيل شوى سياسي او ټولنيز بهير چې وروسته ورته د عربي پسرلي نوم هم وركړل شو، په عربي نړۍ كې د اتوريترو رژيمونو د زوال پيلامه وه. ددې عصيان لومړنۍ څپه په تونس كې پيل شو چې شاوخوا يوه مياشت وروسته د ۲۰۱۱م كال د جنورۍ په ۱۴مه نېټه ددې هېواد د اوتوكراتيك رژيم مشر زين العابدين بن علي يې واكه لرې او تېښتې ته اړ كړ.

له تونسه پورته شوي توپان د مصر، لېبيا، يمن، بحرين او سوريې هېوادونو ته هم ورسېد. په لومړي سر كې د خلكو عصيان او لاريونونو په منځني ختيځ كې د ديموكراتيكو رژيمونو او روښانه راتلونكې پر لار د خلكو امېدونه تل تازه وساتل. لنډه موده وروسته په سيمه كې د خلكو هيلې په نهيلۍ بدلې شوې او پسرلى هم سور ژمى شو. په مصر كې انقلاب نه وروسته لومړنى ټاكل شوى ولسمشر د يو كلنې دندې نه وروسته د اوردو لخوا د يوې خونړۍ كودتا په پايله كې له واكه لرې شو. په دې بهير كې سلګونه كسان ووژل شول او زرګونه نور يې زندانونو ته واچول شول. په يمن او لېبيا كې كه څه هم ديكتاتوري ژريمونه له واكه لرې شول خو په را وروسته بهير كې دواړه هېوادونه د سيمه ايزو او نړيوالو ځواكونو د رقابت په ډګر بدل شول. په بحرين كې بيا د سعودي عربستان په ګډون د ګاونډيو هېوادونو د مستقيمې مداخلې په پايله كې لاريون كوونكي وځپل شول. ددې ټولو ترمېنځ د سوريې حالت بيا د اندېښنې وړ دى. ځكه چې ددې هېواد د رژيم د خپلسرو سياستونو په پايله كې د سلګونو زره كسانو وينې توى شولې او په ميليونونو نور بيا له هېواده تېښتې ته اړ شول. سربېره پر دې په سيمه كې اوس هم نيابتي جګړه روانه ده.

اوس پوښتنه دلته چې هغه عصيان او لاريونونه چې د برحقه غوښتونو لپاره پيل شوي ول اوس ولې په كړكېچ بدل شوي دي؟


دا يو حقيقت دى چې د ديكتاتوري رژيمونو او مشرانو نه خلاصون په يواځې ځان كافي عمل نه دى. د يو انقلاب د بري په موخه بايد داسې اداري سيستم جوړ شي چې هر څوك په كې خپله دنده وپېژني او په پايله كې د خلكو او دولت ترمېنځ واټن لږ او باور زيات شي. په ځانګړي توګه په ۲۰۰۳م كال كې په عراق باندې د أمريكا د يرغل نه بايد دا مهم درس اخيستل شوى واى.

ډيرى وخت د مدني ټولنې غورځنګونه او فعالين د ديكتاتوري ژريمونو د را پرځولو لپاره هلې ځلې كوي خو د راتلونكي نظام د تأسيس او اداري سيستم د جوړولو په برخه كې يو زيات شمېر ستونزې لري. د ديكتاتور رژيم مشر له واكه لرې كول د انقلاب لومړنى او حتى اسانه ګام دى.

د `عربي پسرلي` په نامه د بهير نه د اغېزمنو شوو هېوادونو ترمېنځ يواځې د تونس هېواد د فلاكت له ګړنګه ځان وژغورلو. هغه څه وو چې تونس يې د كړكېچ نه وژغورلو او د يو ديموكراتيك نظام پر لور اصلاحاتو ته يې غاړه كېښودله؟

ددې پوښتنې ځوابونه ډېر دي خو لاندنيو څو مهمو ټكو ته اشاره اړينه بولم:

په لومړي سر كې د تونس د وسله والو ځواكونو رول دى. د تونس اوردو د نورو ګاونډيو هېوادونو په پرتله په سياسي چارو كې لاسوهنه نه لري او خپلې ګټې د تونس د خلكو د ګټو سره موازي بولي.

دويمه مهم فكتور بيا د مدني ټولنې استازي دي. په تونس كې د نورو ګاونډيو هېوادونو په پرتله د مدني ټولنې پياوړي سازمانونه فعاليت كوي. دې سازمانونو د انقلاب نه وروسته په سياسي اړخ باندې فشار راوړ چې پخپل مېنځ كې جوړ شي. د بېلګې په ډول په ۲۰۱۳م كال كې د سياسي وژنو او يا د أساسي قانون پر سر د ناندريو پر مهال د مدني ټولنې استازو په دواړو خواو باندې د جوړجاړي لپاره فشارونه زيات كړل. په تونس كې د كارګري اتحاديو، د سوداګرو او كار وركوونكو اتحاديو، د مدافع وكيلانو سازمان او د بشري حقونو ټولنو د `` ملي ډيالوګ څلور اړخيز تشكيل`` په نامه يوه اداره جوړه كړې وه چې دنده يې د سياسي اړخونو ترمېنځ د خبرو اترو له لارې د ستونزي د آواري په موخه منځګړيتوب وو.

دريم او تر ټولو مهم فكتور بيا د تونس په سياست كې د النهضه د ګوند رول وو. د النهضه سياسي او اسلامپاله ګوند چې تر ۲۰۱۱م كاله پورې پر بنديز لګول شوى وو او مشر يې هم په تبعيد كې شپې سبا كولې د انقلاب نه وروسته د سيمې د نورو اسلامپاله سياسي ګوندونو بر خلاف يې د خبرو اترو لار غوره كړه. ددې ګوند په تونس كې د ټولو سياسي او ټولنيزو اړخونو سره د خبرو اترو او ګډې راتلونكې له لارې وكولاى شول چې د تاوتريخوالي مخه ونيسي. النهضه د بن علي د را پرځېدلو نه وروسته په لومړنيو ټاكنو كې په دې وتوانېد چې د دوو سيكولارو ګوندونو سره يو ځاى ايتلافي حكومت جوړ كړي. په ۲۰۱۴م كال كې د ټاكنو د بايللو سره سره يې د ټاكنو پايلې ومنلې او د غالب ګوند سره يې خپلې اړيكې ټينګې وساتلې.


په تونس كې د زيد العابدين بن علي نه شاوخوا يوه مياشت وروسته د مصر ديكتاتور حسني مبارك د خپلې دندې پرېښودلو ته اړ شو. د ۲۰۱۱م كال د أكتوبر په مياشت كې د لېبيا ولسمشر معمر القدافي او څو مياشتې وروسته د ۲۰۱۲م كال په فبروۍ كې د يمن ولسمشر عبدالله صالح له دندو ګوښه شول. په يو كال كې د څلور تنو اوتوكراتانو لرې كېدل ظاهراً برياليتوب بلل كېدلى شي خو وروسته بيا حالات بل ډول شول.

د ۲۰۱۳م كال د جولاى په مياشت كې په مصر كې د نظامي كودتا په پايله كې د اخوان المسلمين د تشكيلاتو نه لومړنى ټاكل شوى ولسمشر له دندې ګوښه شو. د محمد مرسي په ګډون په زرګونو تنه زندانونو ته واچول شول او سلګونه نور يې ووژل شول. له لېبيا او يمن كې بيا كورنۍ جګړه پيل شوه.

په مصر كې د حسني مبارك د اقتدار په موده كې د وسله والو ځواكونو پرته نور ټول اداري سيستم ډېر كمزورى وو. دا ځكه چې مبارك نه غوښتل چې د خپل ځان په مقابل كې پياوړې اداره جوړه كړي. د انقلاب په پايله كې د نوموړ د راپرځېدو نه وروسته سياسي خاليګاه د اوردو لخوا ډكه شوه. په لېبيا او يمن كې بيا وسله وال ځواكونه دومره پياوړي نه ول. ددې امله يې ونشو كولاى چې د خپلو تېرو مشرانو خاليګاه ډكه كړي.

په سوريه او بحرين كې بيا حالات بل ډول ول. په بحرين كې د سعودي عربستان د نظامي مداخلې په پايله كې د الخليفه كورنۍ په دې وتوانېدله چې د ټولنې پر وړاندې خپل ځواك حفظ كړي. د سوريې حالت بيا ډېر كړكېچن شو.

د سوريې يوه بله بدمرغي بيا د عراق پورې اړه لري. په عراق كې د امريكايي يرغل نه وروسته د رامنځته شوي كړكېچ حالت نه په ګټې اخيستلو سره د داعش په نامه يوې ډلې ظهور وكړ او په لنډه موده كې يې پراختيا وموندله. دې ډلې د ټولو سيمه ايزو او نړيوالو ځواكونو پښې تر سوريې پورې را ورسولې.


د عربي پسرلي پينځه كلن تاريخ ته په كتلو سره دا چې ولې ناكام شو او پايلې يې څه وې، په لاندنيو ټكو كې يې خلاصه كېدلى شي.

د مدني ټولنې د استازو عصيان او لاريونونه كه څه هم كولاى شي چې يو ديكتاوري نظام را وپرځوي خو په دويم پړاو كې د اوردو په څېر مقتدر ځواك ته اړتيا لري تر څو د اقتدار خاليګاه ډكه كړي. كه چېرې داسې ونشي او ځواك خاليګاه رامنځته شوي نو د ترهګرو په ګډون هر څوك كوښښ كوي چې دا خاليګاه د خپلې خوښې مطابق ډكه كړي.

په دويم پړاو كې كه چېرې په يو هېواد كې د انقلاب د راوستلو نه وړاندې د منظم پلان له مخې اداري سيستم رامنځته نشي نو د انقلاب نه وروسته پړاو كې پخپله انقلابي ځواكونه هم د كړكېچ يوه برخه ګرځي او هېوادونه تباه كيږي.

د انقلابيانو ترمېنځ د مقاومت پر مهال نېكې اړيكې او ډيالوګ هم كولاى شي چې د په وروسته بهير كې د ادارې په جوړولو كې مرسته وكړي.

څلورم اصل بيا تدريحي إصلاحات دي. په يوې محافظه كاره ټولنه كې د اصلاحاتو لپاره كوټلي ګامونه پورته كول كيداى شي د ځينو خلكو د ناراحتۍ سبب شي.



اړوند خبرونه