د ترکیې او نړۍ اجندا

د ۲۰۱۵ میلادي کال د جون په ۷ نیټه په ترکیه کې پارلماني ټولټاکنې وشوې

301770
د ترکیې او نړۍ اجندا

د ترکیې او نړۍ اجندا 
په اسلامي هیوادونو کې د ډیموکراسۍ په برخه کې نمونه د مثال په هیواد ترکیه کې د ۲۰۱۵ میلادي کال د جون په ۷ نیټه پارلماني ټاکنې وشوې. ترکیه چې نفوس يي ۹۹ سلنه مسلمانان دي د عثماني امپراتورۍ د دورې راهیسې د ډیموکراسۍ د تجربې خاوند هیواد دی. د ویلو ده چې په ترکیه کې حکومتونه د خلکو په ازادو رایو ټاکل کیږي او د خلکو په ازادو رایو له واکه لرې کیږي. د ترکیې حکومتونه په هیواد کې د هر وګړي استازیتوب کوي.
همداشان په ترکیه کې د لویدیځې ډیموکراسۍ په څیر په ټولټاکنو کې د مختلفو نظریو او عقیدو خاوند په لسګونو سیاسي ګوندونه ګډون کوي. دا ګوندونه په خپلو منځونو کې په ډیره سوله ییزو توګه سیاسي مبارزه پر مخ وړي. سیاسي ګوندونه خپلو موخو ته د رسیدو په خاطر د مطبوعاتو، کمپاینونو او تبلیغاتو د ډول ډول لارو څخه خپل اهداف خلکو ته بیانوي او د خلکو نه د رای او باور غوښتنه کوي.
کیدای شي چې دا مسله د لویدیځې نړۍ لپاره ځانګړې اهمیت ونلري او دا مسله د هغوې لپاره په یوې عادي مسلې بدله شوي وي خو څه باندې یو نیم میلیاردو مسلمانانو او اسلامي هیوادونو لپاره ځانګړې اهمیت لري. ځکه چې په ډیری اسلامي هیوادونو کې د ډیموکراسۍ په نامه کوم شی شتون نلري.
همداشان د ډیموکراسۍ په برخه کې د ترکیې تجربې په اسلامي نړۍ د ګوټو په شمیر د هیوادونو په منځ کې هم نمونه د مثال دي.
هو دا هم حقیقت دی چې په ترکیه کې اوس هم د ډیموکراسۍ په برخه کې ځیني ستونزې شتون لري. په ترکیه کې د جمهوریت د تاریخ په اوږدو کې ۴ ځله عسکري کودتاګانې شوي دي او د خلکو د ازادو رایو سره ټاکل شوي پارلمانونه او حکومتونه ړنګ شوي او له واکه لري کړای شوي او پر ځای عسکري حکومتونه رامنځته شوي دي.
پدې دورو کې پدې وروستیو کې د ډیموکراسۍ د اصلي اساساتو په توګه یادونکي د وینا ازادي ، بشري حقونه او د ملکي ټولنو په فعالیتونو بندیز او محدودیتونه لګول شوي دي.
خو د تیرو لسو کلونو راهیسې پدې برخه کې ډیر جدي او انقلاب په څیر پرمختګونه رامنځته شوي او دا ډول ستونزې تر ډیره حده له منځه وړي دي. د بیلګې په توګه د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځه په ترکیه کې درې ځله ټولټاکنې شوي دي خو پدې ټاکنو کې اردو هیڅډول مداخله نده کړې او یواځې سیاسي ګوندونو په خپلو منځونو کې مبارزه کړې ده . د ویلو ده چې پدې وروستیو لسو کلونو کې په ترکیه کې د هرې نظریو او مفکورو خاوندانو مطبوعاتو په ډیره ازاده توګه خپل نشرات کړي دي او د وینا د ازادۍ په برخه کې هم ډیر جدي پرمختګ شوی دی . همداشان مدني او ملکي ټولنو او سازمانونو د خپلو خوښو سیاسي ګوندونو نه ملاتړ کړی دی . یعنې پدې موده کې یواځې او یواځې د خلکو رایو ته درناوی شوی دی او هر چا ته د انتخاب حق ورکړ شوی دی .
د ترکیې د مرمرې د پوهنتون د سیاسي علومو او نړۍوالو اړیکو د فاکولتې یو تن استاد پروفیسور ډاکټر رمضان ګوزین د مسلې اړوند ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

په یو زیات شمیر اسلامي هیوادونو کې ټولټاکنې ترسره کیږي، د ټاکنو له لارې پارلمانونه ، حکومتونه، د دولت ریسان ټاکل کیږي او په ټاکنو کې د یو نه ډیر سیاسي ګوندونه فعاله سیاسي مبارزه او ګډون کوي. د بیلګې په توګه په افغانستان، پاکستان، ایران، اندونیزیا ، مالیزیا، بنګلادیش او داسې نور.
د یادولو وړ ده چې پدې هیوادونو کې هم په سمبولیکه توګه که هم وي خو ډیموکراسۍ ته ځانګړی اهمیت ورکول کیږي. خو په یو زیات شمیر اسلامي هیوادونو کې اوس هم د ډیموکراسۍ په نامه کوم شي شتون نلري. پدې هیوادونو کې د ډیموکراسۍ اساسات او قاعدې د سره شتون نلري.
د بیلګې په توګه د خلیج په هیوادونو کې چې شاهي نظامونه دوام لري هیوادونه د شاهي کورنیو او شیخانو لخوا اداره کیږي. د هیواد مشران د خلکو په ازادو رایو نه بلکې د شاهي کورنیو لخوا ټاکل کیږي.
دا هیوادونه ځانته د خاصو سیستمونو او اساساتو خاوند دي. دا ټولې هغه مسلې دي چې په اسلامي هیوادونو کې ډیرو جدي ستونزو ته لار اواره کړې ده . همداشان په ترکیه کې سره ددې چې ډیموکراسي په ډیره ښه سویه کې قرار لري خو بیا هم د ډیموکراسۍ پر وړاندې یو شمیر ستونزې شتون لري.
د بیلګې په توګه ددې ستونزو نه په نړۍواله کچه په لیکل شوو علمي اثارو او مقالو کې تل یادونه کیږي.
که چیرې ددې ستونزو نه د ډیموکراسۍ تر سرلیک لاندې یو لست خپور کړو ۳ یا ۵ مهمې ستونزې په سر کې قرار نیسي. د شلمې پيړۍ په پیل کې د لویدیځو هیوادونو لخوا جوړ شوي ډیری حکومتونه عسکري، استبدادي او اوتولیتر ځانګړتیاو نه برښمند وو. پدې هیوادونو کې تل د یو ګوند واکداري وه او هیوادونه د یو تن لخوا اداره کیدل. نورو ګوندونو او مخالفینو ته په هیڅډول د فعالیت اجازه نه ورکول کیده او ورکول کیږي. ددې مسلې تر ټولو ښه مثال په مصر کې لیدلی شو. په مصر کې د خلکو په ازادو رایو د لومړي ځل لپاره ټاکل شوی ولسمشر محمد مرسي د یوې عسکري کودتا په پایله کې له واکه لرې او پرځای عسکري رژیم حاکم شو. دلته د حیرانتیا وړ خبره خو داده چې د سیسي په مشرۍ کودتاچي رژیم پر ځای ددې چې د لویديځې نړۍ او هیوادونو لخوا پرې نیوکه وشي نازول شوی او ملاتړ ترینه شوی دی . په اسلامي نړۍ کې یو زیات شمیر دیته ورته ستونزې شتون لري.
بله مهمه مسله چې په اسلامي هیوادونو کې د ډیموکراسۍ او ازادۍ نه ډیرې ناوړه ګټې پورته کیږي. یو زیات شمیر برخې ډیموکراسي او ازادي د خلکو ګټو په اساس تفسیر او معنا کوي. همداشان په اسلامي هیوادونو کې د وینا ازادي، اساسي قانون، بشري حقونو په څیر د ډیموکراتیکو اساساتو پر وړاندې خنډونه شتون لري.
همدې مسلو او خنډونو په سیمه او نړۍ کې د داعش په څیر د ترهګریزو ډلو رامنځته کیدو نه هم لار اواره کړې ده .
په پای کې باید ووایو چې د نورو اسلامي هیوادونو او ترکیې ترمنځه فرق هم په همدې ځای کې شتون لري. په ترکیه کې د وینا د ازادۍ، قوانینو، بشري حقونو او مدني ټولنو د فعالیتونو پر وړاندې خنډونه له منځه وړل شوي دي او پدې برخه کې هره ورځ نور هم پرمختګ کیږی. د چا خبره د ترکیې ډیری خلک اوس ډیموکراسي ته پوره درناوی لري. د ویلو ده چې په ترکیه کې د عثماني امپراتورۍ راهیسې اساسي قانون، ازادې ټاکنې، د یو نه ډیر سیاسي ګوندونو او ډیموکراتو او ازادو اداراتو مسلې ته ځانګړې اهمیت ورکړی شوی دی. ترکیه د همدې قوي ډیموکراسۍ په خاطر د اروپا د شورا ، ناټو سازمان پوره غړیتوب لري او اروپايي ټولنې غړیتوب ته نوماند هیواد دی .


پيوندونه:

اړوند خبرونه