دین او ټولنه

77515
دین او ټولنه

د قران د کلمې د معنا او تعریف په اړه ډول ډول نظریې شتون لري. په بعضو رویایتونو کې د قران د کلمې معنا د الله تبارک و تعالی له لوري د جبراییل امین په واسطحه پارچه پارچه او په کامله توګه د حفظولو سره او په عربي ژبه په وروستي پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم نازل شوی ، د فاتحې په سورت پیل او د ناس په سورت پایته رسیدلی دی. تلاوت يي عبادت او ټول عالم بشر ددې په څیر د بل کتاب په لیکولو عاجز دي . قران د الله له لوري په محمد ص رانازل شوې یوه ښکاره معجزه ده.
د ویلو ده چې په بله ژبه ژباړل شوی او لیکل شوی او یا هم په عربي ژبه په بل ډول سره افاده شوي کتاب او قدسي احادیثو ته قران نشو ویلی.
د اسلام په ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د قران کریم نزول په ۴۰ کلنې کې پیل شوی او ۲۳ کاله یي دوام کړی دی . قران کریم د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د مړینې نه یوه لنډه موده وړاندې بشپړ شو. قران کریم چې ۱۱۴ سوریته او ۶۶۶۶ آیته دی پارچه پارچه او د اړتیا په صورت کې ایت ایت یا سوره سوره نازل شوی دی . د یو پلو نه به لیکل کیده او د بله پلوه به د مسلمانانو لخوا حفظ کیده . د ویلو ده چې مسلمانانو تل د قران کریم حفظ ته ځانګړې اهمیت ورکړی دی .
د ویلو ده چې قرانکریم د حضرت عمر رض په وړاندیز او حضرت ابو بکر صدیق د خلافت په دوران کې پرته د کومې کمې نه په کامله توګه راټول شو او یو کتاب ترینه جوړ شو. همداشان د حضرت ابو بکر صدیق رض د مړینې نه وروسته قران کریم حضرت عمر رض ته او د حضرت عمر رض ته د مړینې نه وروسته د پیغمبر اسلام محمد صلی الله علیه وسلم میرمن بي بي حفصې ته چې د حضرت عمر لور وه وسپارل شو.
وروسته د حضرت عثمان رض د خلافت په دوره کې قرانکریم د تنظیماتو چارې بشپړې شوې او د قران د نورو نسخو په لیکولو پيل شو. همداشان پدې وخت کې د قرانکریم نسخې د نړۍ نورو سیمو کې مسلمانانو ته واستول شوې.
قرانکریم په کامله توګه د الله تبارک و تعالی کلام دی او لومړنی مخاطب يي هم حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دی.
په محمد ص د جبراییل امین په واسطه د قرانکریم نزول د حرا په غار کې د اقرا یا ووایه په کلمې سره پیل شو. پدې اړه هم د علما‌و ترمنځه بعضې اختلافات شتون لري خو ډیری علماء بیا د اقرا په سورت ټینګار کوي.
قرانکریم وخت ، اړتیا او شرایطو ته په کتو سره نازل شوی دی . قرانکریم د محتوا له پلوه د پيل نه تر پآیه يي موضوګانې خورې دي . د همدې امله که چیرې قرانکریم په ترتیب سره تلاوت کړو او مطالعه کړو د یوې نه د زیاتو مسلو سره مخامخیږو. د یادولو وړ ده چې ټول آسماني کتابونه د مخاطب شخص یا پیغمبر په ژبه نازل شوي دي . په آسماني کتابونو کې هیڅډول کوم کومه خطا شتون نلري. د ویلو ده چې په قرانکریم کې د الهي دینونو په اړه معلومات، د بشریت د پيل ، د انسان د خلقت او عاقبت او هر ډول مسایلو په اړه بحث شوی او معلومات وړاندې شوي دي . دا کثره مسلې د پخوانیو آسماني کتابونو کې هم شتون درلود خو د قران کریم ځانګړتیا او معجزه د هغه په ساختار ، ترتیب او بلاغت کې دی. قران کریم یو داسې کتاب دی چې په نړۍ کې تر ننه پورې نه کوم ساری لیدل شوی او نه به هم ددینه وروسته ولیدل شي.
په قرانکریم کې د داسې یو اسلوب نه کار اخیستل شوی دی چې هره کلمه يي ځانګړې معناګانې لري. د قرانکریم هر ټکی او هر توری ځانګړې محتوا لري او خبرو د اسراف نه هم پکې ډډه شوې ده .
د ویلو ده چې قرانکریم د مسلمانانو لپاره د دین او دنیا د حیات اساسي لارښود دی او تر قیامت تر ورځ به يی حفاظت پخپله د الله له لورې وشي. الله تبارک و تعالي په قرانکریم کې فرمایلي دي چې تر قیامت تر ورځ به د قرانکریم حفاظت پخپله وکړي. همداشان ټولو مسلمانانو ته پکار ده چې په قرانکریم ځان پوه کړي. پدې برخه کې مسلمانان ډیر لوی مسولیت په غاړه لري او په ځانګړې توګه د دین عالمان . دا چې قرانکریم په یو خاص اسلوب او ځانګړې ژبه رانازل شوی دی په موضوع ګانو باندې لا په ښه توګه د پوهیدو لپاره د قرانکریم ژباړې او تفسیر ته اړتیا لیدل شوې ده. لکه څرنګه چې مې د خپرونې په پیل کې وویل قرانکریم په عربي ژبه نازل شوی دی . د قرانکریم تفسیر په قرانکریم د لا ښه پوهیدو لومړنی او تر ټولو مهم ګام دی. د ویلو ده چې الهي کلام په یو معلوم وخت ، د معلومو پیښو او اړتیاو په خاطر نازل شوی دی . ددې خبرې لامل هم انسان ته خطاب کول دي . بشر پدې ډول په الهي کلام ښه پوهیدلی شي.
د یادولو وړ ده چې د الله تبارک و تعالی په کلام قرانکریم کې د اعتقاد، اخلاقو، عبادت، سیاست، حقوقو او ټولنیزو مسلو په ګډون هرې مسلې ته ځای ورکړ شوی دی . په هره برخه کې مسلمانانو ته لار ښودل شوې ده .
د ویلو ده چې کلام الله شریف تلاوت سربیره پردې چې موږ ته د ژوند کولو لار ښايي او موږ او اصلي حقایقو نه خبروي یوه ډیر ښه عبادت دی. په یو شمیر رویاتو کې راغلي دي چې د قران تلاوت د بنده سره د الله تبارک د تعالی د خبرو کولو په څیر دي. همداشان د اسلام په اصلي اساساتو د ځان د خبرولو او په حقیقي لارې د روانیدو په خاطر پکار ده چې ځان د قران په محتوا پوه کړو. د قرانکریم په ټولو اوامر او پیغامونه ځان پوه کول زموږ اصلي دنده ده .
د یادولو وړ ده چې پخپله په قرانکریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو شریفو کې تل د قران په تلاوت ټینګار شوی دی او ویل شوي دي د قران تلاوت ډیر لوی فضلیت لري. د قرانکریم تلاوت او اوریدل ډیر لوی اجر او ثواب لري. د اسلام د تاریخ په اوږدو کې مسلمانانو تل دې مسلې ډیر اهمیت ورکړی دی .
قرانکریم د رحمت او برکت دروازه ده.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه