د ترکیې او نړۍ اجندا

65012
د ترکیې  او نړۍ اجندا

د ۲۰۱۳ کال د اګست میاشتې توده ورځ وه او د مصر هرې خوا د وینو بویونه کول. د مصر د لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي پلویان د جولای په دریمه د کودتا نه وروسته په میدانونو کې ول.
د مرسي پلویان د کودتا پر خلاف په میدانونو کې سره راټول شوي ول . پدې مظاهره کوونکو چې د مصر په پلازمینه د العدویه په میدان کې سره راټول شوي ول د اخوان المسلمین د مشرانو نه د یو تن مشر لور ۱۷ کلنه اسماء هم ددوې په منځ کې وه . د مصر اردو په ډیره بې رحمانه توګه په مظاهره کوونکو مخامخ ډزې وکړې او په سلګونو تنه يي د العدویه په میدان کې ووژل. میدان د وینو په جهیل بدل شو. همدشان ۱۷ کلنه آسماء هم ددې مظاهره کوونکو په منځ کې په ملا او سینې دوه مرمۍ لګیدلې او ژوند يي د لاسه ورکړی وو. آسماء د العدویه په میدان کې په وینو کې پرته وه .
د ۱۷ کلنې آسماء پلار چې په زندان کې و د خپلې لور لپاره يي یو شعر لیکلی ولیکه. د داسې یو لور لپاره چې د پلار لپاره ښوونکې وه . په زړه سوري پلار د خپل شهیدې لور لپاره په لیکلي شعر کې داسې ویلي وو ! زما معلمې لورې، زه ستا سره په صحبت او خبرو موړ شوی نه یم. بیګا مې په خوب کې د ناویانو په ښکلو جامو کې ولیدلې او ستا د شهادت خبر مې ترلاسه کړ. په خوب کې ستا واده ولیده او تاسره مې وداع کوله خو زه ستا سره وداع نه کوم او وایم چې د لیدو په انتظار . پلار خپلې شهیدې لور ته په خطاب کې لیکلي لیک د لیدو په هیله په کلمې ته پایته رسولی وو.
په دنیا کې د یو پلار لخوا خپل لور ته لیکل شوی تر ټولو غم نه ډک لیک وو.
په اصل کې په مصر کې هر څه ډیر ښه او نورماله پيل شوي وو. د عرب پسرلي هوا په مصر هم ولګیده . د د ۲۰۱۱ کال د فبروري په میاشت کې د حسنې مبارک ۳۰ کلن اقتدار د سوله ییزو مظاهرو او پاڅون سره ړنګ شو..

 

 په مصر کې د مبارک د رژیم د رنګیدو نه وروسته واک اردو ته په اختیار کې ورکړ شوی وو. د ۲۰۱۲ کال د جون په میاشت کې د ولسمشرۍ ټاکنې وشوې او پدې ټاکنو کې د مصر په تاریخ کې محمد مرسي د لومړي ځل لپاره د منتخب ولسمشر په توګه وټاکل شو.
په مصر کې د نوي اساسي قانون د جوړولو لپاره چارې پيل شوې او ټولو د یو لا ازاده، خپلواکه ، دیموکراټ یو هیواد د جوړولو په خاطر هلې ځلې کولې . ټولو د یو لا قوي هیواد د جوړیدو خوبونه لیدل خو دا خوبونه برعکس شول. په مصر کې د لومړني منتخب ولسمشر د دندې نه څو میاشتې لا نوې تیرې شوې چې د ۲۰۱۳ کال د اپریل په میاشت د هغه د پرزولو په پلانونو پیل وکړ. د مرسي پر خلاف يي په دسیسو پيل وکړ او خلک يي د هغه پر خلاف وهڅول. مرسي يي د هیواد ټول واک او صلاحیتونه په خپل موټي کې په نیولو او د خپلو صلاحیتونو نه په ناوړه ګټه پورته کولو تورن کړ.
په اصل کې لویدیځ په مصر کې د اخوان المسلمین د واکمنۍ په اړه اندیښنې درلودې. لویدیځ اندیښنه درلوده چې د مصر نوی اقتدار به د مصر د پخواني مشر انور سعادت او اسراییلو د وخت د لومړي وزیر مناحم بیجن ترمنځه په ۱۹۷۸ کال کې د کمپ داوید په نامه لاسلیک شوي تړون ته صادقه پاتې نشي. دا ځکه چې د مرسي حکومت د حماس د ډلې سره نږدې اړیکې درلودې . لویدیځ اندیښه درلوده چې مصر به د اسراییلو په اړه په خپل دریځ کې بدلون راولي.
لومړی په مصر کې د مرسي پر خلاف سوله ییزې مظاهرې پيل کړې او وروسته بیا د اخوان المسلمین په عمومي مرکز برید وشو. دې مظاهرو په اونیو اونیو دوام وکړ چې وروسته په خونړیزو نښتو بدلې شوې .


د مصر اردو د ۲۰۱۳ کال د جولای په دریمه نیټه د لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي پرخلاف کودتا وکړه . محمد مرسي ډیرې سورې او نارې وکړې چې د مصر لومړنی منتخب او مشروع ولسمشر دی خو چا هغه سورو او نارو ته ونه کتل او مرسي يي زنداني کړ.
همداشان د کودتا نه وروسته په هیواد کې د ازادۍ او دیموکراسۍ پلویانو د کودتا پر خلاف په سوله ییزه توګه غږ پورته کړ چې اردو لخوا ورته غږ د وسلو او مرمیو سره ټپ کړی شو. اردو په سلګونو تنه بې ګناه انسانان په بې رحمانه توګه ووژل او په زرګونو تنه نور يي زندانونو ته واچول.
کودتا چي رژیم وروسته د اخوان المسلمین په سازمان بندیز ولګو او ددې سازمان ټول مال او دارايي ګانې کنګل کړې.
همداشان د مصر کودتاچي نطام د اګست په ۱۴ نیټه د پیښو اړوند د نیولو ۱۲۲۸ تنو پر خلاف دعوا پرانیسته.
د ویلو ده چې د مصر محکمې د روان کال د مارچ په ۲۴ نیټه د نوموړو ۱۲۲۸ تنو نه ۵۲۸ تنه د اعدام په سزا محکوم کړل او یواځې ۱۷ تنه يي ازاد کړل.
همداشان د اپریل په میاشت کې د دعوا د محاکمې دویمه جلسه وشوه چې دې جلسې یواځې نهه دقیقې دوام پيدا کړ او محکمې ۴۹۱ تنه يي د ټول عمر لپاره په حپس محکوم کړل. د نوموړو کسانو د اعدام حکم لوی مفتي ته استول شوي دي . که چیرې د مصر لوی مفتي دا حکم لاسلیک کړي نو مصر به یو ځل بیا د وینو په جهیل بدل شي.
د نړۍ د اکثرو خلکو سره یوه پوښتنه ده چې پدې یو کال کې په مصر څه وشول. ولې هر څه چې په ډیر نورماله او د هیلو نه ډک پيل شوي وو په بدبختیو بدل شول.



د مصر کودتاچې نظام چې په محمد مرسي تور لګولی وو چې هیواد يي د اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړی دی پخپله يي پدې شاوخوا لسو میاشتو کې هیڅ کوم پرمختګ ندی کړی. د ویلو ده سره ددې چې د مصر د کودتاچي نظام سره خلیجو هیوادونو د میلیاردونو ډالر مرستې وکړې خو بیا هم په مصر کې اقتصادي ستونزې پایته ندي رسیدلي او هیواد اوس هم په لویو ناخوالو کې ډوب دی.
د مصر کودتاچي نظام یو ځل بیا حکومت د مبارک د پلویانو نه ډک کړ خو بیا هم هیڅ کوم شی بدل شوی ندی.
دادی مصر یو ځل بیا د ولسمشرۍ د ټاکنو په درشل کې قرار لري. که چیرې په مصر کې د مبارک نه مښکې او وروستې دورې ته کتنه وکړو نو اوسني حالات د اندیښنې وړ دي .
د یادولو وړ ده چې د مصر په تاریخ کې اردو تل ډیر مهم رول لوبولی دی چې نن ورځ دې رول ته دوام ورکوي.
په اصل کې په مصر کې د حسنې مبارک د رژیم د ړنګولو او پاڅون په مسله کې هم اردو لاس درلود ځکه چې د مبارک د رژیم سره ګذاره ګرانه شوې وه . د مبارک د رژیم د ړنګیدو نه وروسته هم قدرت اردو په لاس کې ونیو او په ډول ډول بهانو يي د ولسمشرۍ ټاکنې ځنډولې چې بالاخره يي ټاکنې وکړې. اردو د ټاکنو نه وروسته بیا هم د ملکی اقتدار سره خپل ګذاره سخته ولیده او یو ځل بیا يي کودتا وکړه او واک يي په لاس کې واخیست. 


په مصر کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې یو ځل بیا اردو خپل نوماند وړاندې کړ. همداشان په مصر کې د کودتا معمار عبدالفتاح السیسي په خپله وروستۍ تلویزیوني مرکه کې وویل که چیرې ولسمشر وټاکل شي د اخوان المسلمین ریښې به وچي کړي او دا سازمان به نابود کړي. نوموړی د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو نه وړاندې یو ځل بیا يي د بې ګناه انسانانو د وژنو او زنداني کولو سیګنال ورکړ.
د ویلو ده که چیرې په مصر کې دا څرخ بل لورې ته تاو کړی شي هر څه به یو ځل بیا نور مال شي.
د اخوان المسلمین د مشرانو نه سید قطب په خپل یو شعر کې ویلي دي . وروره ته د زندان د میلو تر شا هم ازاده يي. که چیرې ستا په لاسونو کې زلوانې وي بیا هم ته ازاده یي.
د ویلو ده چې لویدیځ نړۍ چې تل د ازادۍ او دیموکراسۍ او بشري حقونو نارې او سوري وهي په مصر کې د کودتا په اړه چپتیا غوره کړه ، د زرګونو بې ګناه انسانانو د وژنې په اړه چپتیا غوره کړه او نن يي یو ځل بیا سلګونو تنه په اعدام د محکمومیدو په اړه هم چپتیا غوره کړه.
د ویلو ده چې په مصر کې د نوموړو ظلمونو او بې عدالتیو پر وړاندې غږ پورته کوونکی یواځنی هیواد ترکیه وو چې د مظلوم په پلوي يي غږ پورته . یواځنی هیواد ترکیه وو چې د ظالم پر وړاندې د مظلوم د حق نه دفاع وکړه او ظلم پر وړاندې غږ پورته کړ.

 

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه