په قندهار کې د تیرې ورځې د برید له امله د مړو شمیر ۲۶ تنو ته لوړ شو
د افغانستان په جنوب کې د قندهار په ولایت کې پرون سهار په ترسره شوي ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمیر ۲۶ تنو ته لوړ شو.
د افغانستان په جنوب کې د قندهار په ولایت کې پرون سهار په ترسره شوي ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمیر ۲۶ تنو ته لوړ شو.
د قندهار ولایت د میرویس په نامه د دولتي روغتون یو تن ډاکټر خبري رسنیو ته ویلي دي د تیرې ورځې د ځانمرګي برید له امله د مړو شمیره ۲۶ تنو او د ټپیانو شمیر ۳۸ ته لوړ شوی دی.
د ویلو ده چې پرون د سهار په ساعتونو کې د قندهار ولایت په مرکز کې د کابل بانک د څانګې مخې ته ځانمرګی برید وشو.
د بريد پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې.
د افغان رسنیو د معلوماتو له مخې، ځانمرګی برید هغه مهال شوی، چې دولتي مامورین د معاشونو اخیستو لپاره د بانک مخې ته ولاړ وو.
که څه هم د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له خوا د افغانستان واک تر لاسه کولو وروسته په هیواد کې د امنیت په برخه کې پرمختګ شوی، خو وخت نا وخته خونړي بریدونه ترسره کیږي.
د ډیری بریدونو مسؤولیت د داعش ترهګره ډله په غاړه اخلي.