د افغانستان په شمال کې د ډیرې زیاتې سړې هوا له امله ۴ تنو ژوند لاسه ورکړی دی.
په سرپل ولایت کې د ۴ تنو د یخ وهلو له امله ژوند د لاسه ورکړی
2110969
![د افغانستان په شمال کې د ډیرې زیاتې سړې هوا له امله ۴ تنو ژوند لاسه ورکړی دی.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/bf42/9252/c9e1/65e6bdfe5aef6.jpg?time=1722042879)
د افغانستان په شمال کې د ډیرې زیاتې سړې هوا له امله ۴ تنو ژوند لاسه ورکړی دی.
د افغانستان په شمال کې د سرپل ولایت د والي ویاند حبیب الله مسرور خبري رسنیو ته ویلي دي چې ددې ولایت د البدر په ولسوالۍ کې ۲ تنه ښځې او ۲ تنو ماشومان یخ وهلي او ژوند يي د لاسه ورکړی دی.
د ویلو ده چې پدې وروستیو کې په ټول افغانستان کې په ځانګړې توګه په شمالي ولایتونو کې ډیرې زیاتې واورې وریدلي او هوا ډیره زیاته سړه شوې ده .
تیر کال هم په افغانستان کې د ژمي په میاشتو کې د ډیرې زیاتې یخنۍ له امله نږدې ۲۰۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.