د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنې ۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

په کابل کې چاودنه شوې

2086501
د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنې ۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنې ۷ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

د کابل د پولیس د ویاند خالد ځدران ویلي دي چې نن سې شنبه د مازیګر د ۳ بجو او ۵۰ دقیقو په شاوخوا کې د کابل د ۱۶ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د الوخیلو په سیمه کې په یو مساپروړونکي موټر کې چاودنه وشوه چې له امله يي ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ویلو ده چې پدې وروستیو کې په کابل کې یو ځل بیا چاودنې زیاتې شوي دي.

لنډه موده مخکې هم د کابل په لویدیځ برخه کې په یو کاستر ډوله موټر کې چاودنه شوې وه چې له امله يي ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د کابل د تیر برید مسئولیت داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی وو.


پيوندونه: #چاودنه , #کابل

اړوند خبرونه