د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ددې هیواد د اقتصاد د ودې لپاره د ګډ میکانیزم پر جوړولو موافقه وکړه.

اوزبیکستان، ایران، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او روسیې د افغانستان د اقتصاد د ودې لپاره د ګډ میکانیزم پر جوړولو موافقه وکړه.

1974752
د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ددې هیواد د اقتصاد د ودې لپاره د ګډ میکانیزم پر جوړولو موافقه وکړه.

اوزبیکستان، ایران، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او روسیې د افغانستان د اقتصاد د ودې لپاره د ګډ میکانیزم پر جوړولو موافقه وکړه.

د افغانستان، ګاونډیو هېوادونو اوزبیکستان ، ایران، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او روسیې د بهرنیو چارو د وزیرانو څلورمه غونډه د اوزبیکستان په مرکز سمرقند  ښار کې جوړه شوه.

په دې غونډه  کې چې د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست بختیار سیدوف په کوربه توب ترسره شوه، د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګنګ، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان، د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین محی الدین ، په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت  وزیرې حنا رباني کهر  او  د ترکمنستان د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال ويپا هاجيوف ګډون وکړ .

د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د غونډې د پایلو په اړه وزیرانو د افغانستان د اقتصاد د ودې لپاره د یوه ګډ میکانیزم پر جوړولو هوکړه وکړه.

وزیرانو، پدې غونډه کې  په افغانستان کې له نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې، د نشه یي توکو د تولید او قاچاق په اړه په تفصیل خبرې وکړې او  وویل د افغانستان په  اوسني وضعیت، د نړۍوالې ټولنې په غوښتنه  په هېواد کې د یوه ټول شموله حکومت رامنځته کول، د افغانانو لپاره د فرصتونو برابرول ، ښځو ته د کار کولو او زده کړې زمینه برابرول او د اقلیتونو د ملي حقونو ساتنه به د نوي حکومت دنده وي په څیر په مسئلو په هر اړخیزه توګه خبرې او غور وکړ.

وزيرانو يادونه وکړه، چې افغانستان لخوا د خپلو امکاناتو څخه پوره استفاده  د منځنۍ او جنوبي اسيا ترمنځ د سيمه ييزو اړيکو د لا پراختيا اصلي عامل دی.

د ویلو ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر ملا امیر خان متقي‌ هم ددې غونډې په چوکاټ کې اوزبیکستان ته سفر کړی وو. هغه پدې غونډه کې ګډون نه وو کړی خو د ګډونوالو سره يي په جلا جلا توګه لیدنې وکړې.



اړوند خبرونه