په فراه کې ټرافیکي پیښې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د افغانستان د فراه په ولایت کې ټرافیکي پیښې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
1958532
![په فراه کې ټرافیکي پیښې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/24a2/adbc/98a5/6194d13fbaaa1.jpg?time=1722043267)
د افغانستان د فراه په ولایت کې ټرافیکي پیښې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
د باختر خبري اژانس د خبر له مخې تیره شپه د فراه ولایت د فراه رود په ولسوالۍ کې یو ۳۰۳ ډوله مساپروړونکي بس موټر د چپه کیدو له امله یو تن ژوند د لاسه ورکړی او ۳۰ تنه نور مساپر ټپیان شوي دي.
ددې پیښې ټپیان د درملنې په موخه د هرات ولایت روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د بس د چپه کیدو لامل او د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه څه ندي ویل شوي.