امریکا محکمې د افغانستان د شتمنۍ نه د سپټمبر د ۱۱ قربانیانو ته د غرامت ورکولو غوښتنه رد کړه
په امریکا متحده ایالتونو کې محکمې د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شوې ۳ نیم میلیارد ډالرو شتمنۍ نه د سپټمبر د ۱۱ مې د پيښې قربانیانو کورنیو ته د غرامت ورکولو غوښتنه رد کړه.

په امریکا متحده ایالتونو کې محکمې د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شوې ۳ نیم میلیارد ډالرو شتمنۍ نه د سپټمبر د ۱۱ مې د پيښې قربانیانو کورنیو ته د غرامت ورکولو غوښتنه رد کړه.
په ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق وویل چې ډیر خوښ دی چې د څه باندې یو کال راهیسې ددوې د حقوقي ټیم د هلو ځلو په نتیجه کې پدې وتوانیدل چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ خفظ کړي.
هغه وویل چې د امریکا د نیویارک محکمې د ۲۰۲۳ میلادي کال د فبروري په ۲۱ مه نیټه د نوموړې دعوا په اړه خپله وروستۍ پریکړه اعلان کړه.
محکمې په خپله وروستۍ پریکړه کې هغه غوښتنه چې د افغانستان د مرکزي بانک د ۳ نیم میلیارد ډالرو کنګل شوې شتمنۍ نه د سپټمبر د ۱۱ مې د پيښې قربانیانو کورنیو ته غرامت ورکړ شي رد کړه.
هغه ویلي دي چې موږ د سپټمبر د ۱۱ مې د پيښې د قربانیانو د کورنیو سره پيوستون او غمشریکي شریکوو او ټینګار کوو چې د ترهګرۍ ټول قربانیان د لیدولو زیانونو د جبران او عدالت مستحق دي خو دوې ته باید دا غرامت ددې پيښې د اصلي مجرمینو د شتمنۍ نه ورکړل شي نه د افغانستان د خلکو د شتمنۍ نه.
د افغانستان خلک پخپله د ترهګرۍ تر ټولو ستر قربانیان دي.
اړوند خبرونه

په فراه کې ټرافیکي پیښې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د افغانستان د فراه په ولایت کې ټرافیکي پیښې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه.