په کابل کې چاودنه شوې
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د برښنايي پیژندپاڼو د ویش د مرکز په دروازه کې چاودنه شوې ده.
1867401
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د برښنايي پیژندپاڼو د ویش د مرکز په دروازه کې چاودنه شوې ده.
ویل کیږي چاودنه د کابل په لویدیځ کې د برچي دښتې په سیمه کې شوې ده.
د کابل امنیتي مسئولینو د برید او ځاني تلفاتو په اړه څه ندي ویلي.
همداشان عیني شاهدانو په ټولنیزو رسنیو کې ویدیوګانې خپرې کړي دي چې د سیمې نه لوګي پورته کیږي.
ویل کیږي چاودنه په ځايي وخت د سهار د لسو بجو او ۳۰ دقیقو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده.
د ویلو ده چې کابل لویدیځ چیرته چې ډیری شیعه ګان میشت دي وخت نا وخته د داعش ترهګرې ډلې د بریدونو سره مخامخیږي.