د کابل د دشت برچي په سیمه کې چاودنه شوې
د کابل د ۱۳ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې چاودنه شوې
1707477
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د ۱۳ مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې چاودنه شوې ده .
عیني شاهدانو ویلي دي چې چاودنه په یو موټر شوې ده .
چاودنه د دشت برچي سیمې د شل متره په سړک شوې ده . د چاودنې هدف یو موټر وو.
په چاودنه کې د ځاني زیانونو په اړه څه ندي ویل شوي.
د چاودنې مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.