په افغانستان کې د امریکا شل کلن اشغال په رسمي‌ توګه پایته ورسید

وروستي‌ امریکايي ځواکونه هم له افغانستان نه ووتل

1699871
په افغانستان کې د امریکا شل کلن اشغال په رسمي‌ توګه پایته ورسید

امریکا متحده ایالتونو په افغانستان کې خپل شل کلن یرغل د پایته رسولو نه وروسته په کامله توګه د دې هیواد نه ووت.

په افغانستان کې میشت وروستي‌ امریکايي سرتیري‌ هم تیره شپه د ۱۲ بجو په شاوخوا کې  د پلازمینې کابل د هوايي‌ ډګر نه په وروستۍ پوځي‌ الوتکه کې جلا شول.

د امریکا د مرکزي‌ قوتونو قومندان جنرال مک کنزي اعلان وکړ چې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتو بهیر بشپړ شو. ټول امریکايي ځواکونه ددې هیواد نه ووتل.

جنرال مک کنزي په افغانستان کې د امریکا شل کلن اشغال د پایته رسیدو د اعلان په خاطر د پنټاګون د ویاند جان کربي‌ سره په ګډه په خبري‌ غونډه کې ګډون وکړ.

هغه وویل د افغانستان نه د امریکایي وګړو او بې دفاع افغانانو د تخلیې په موخه پيل شوي‌ پوځي‌ عملیاتو د بشپړیدو نه وروسته د افغانستان نه وروستي‌ امریکايي پوځیان هم ووتل.

هغه وویل چې  زمونږ وروستۍ سي‌ ۱۷ الوتکه د اګست په ۳۰ مه نيټه د امریکا په ختیځې څنډې په ځايي وخت د مازیګر په ۳ بجو او ۲۹ دقیقو چې د کابل پر وخت شپې ۱۲ بجې کیږي د حامد کرزي هوايي ډګر نه الوتنه وکړه او د تخلیې وروستۍ الوتکې د افغانستان د هوايي حریم نه د وتو په حال کې دي.

جنرال مک کنزي‌ وویل چې په افغانستان کې د امریکا دا شل کلن پوځي‌ ماموریت کوم اسانه ماموریت نه وو. امریکا ددې شل کلن پوځي‌ ماموریت په موده کې جمعآ ۲۴۶۱ تنه سرتیري‌ چې ۱۳ تنه يي د تیرې اونۍ په ځانګړي‌ برید کې ووژل شول د لاسه ورکړي‌ دي. همداشان څه باندې ۲۰ زره تنه سرتیري‌ ټپیان شوي‌ دي.

هغه د تیرو ۱۸ ورځو په دننه کې د افغانستان نه د ۱۲۳ زرو تنو د تخلیه کولو نه خبر ورکړ. هغه وویل چې مونږ د تخلیې چارې د افغانستان نه د وروستیو امریکایي سرتیرو د وتو نه ۱۲ ساعته مخکې ودرولې. د همدې امله وروستي‌ امریکايي وګړي‌ چې غوښتل يي د افغانستان نه ووځي‌ هغوې پاتې شول.

هغه وویل چې د کابل نه د جلا کیدو پر مهال يي بعضې پوځي‌ توکي‌ د ځان نه راوویستل او بعضې بیا د تخریبولو نه وروسته پریښودل.

هغه وویل چې د سي‌ رام په نامه د دافع هوا راکټي‌ سیستم تر وروستۍ شیبې فعاله وو . د تیرې یکشبنې پر ورځ په کابل راکټي‌ بریدونه شنډ کړل خو کله چې امریکايي ځواکونه د کابل نه جلا کیدل دا سیستم يي غیرې فعاله او تخریب کړ او پریښوده.

هغه وویل چې امریکايي ځواکونو یو زیات شمیر ام راپ په نامه امریکايي زغروال موټران پریښود. ۷۰ ام راپ زغروالې موټرې پاتې شوې او دا ټول مو له فعالیته وغورځولې چې هیڅوک ترینه استفاده نشي‌ کولای. همداشان ۲۷ تاکتیک هاموې ټانکونه مو هم  له فعالیته وغورځول. ددې سربیره ۷۳ الوتکې پاتې شوې چې ټولې مو له فعالیته وغورځولې پریښودې.

هغه وویل چې کابل هوايي‌ ډګر مو طالبانو ته په رسمي‌ توګه تسلیم کړی نکړ خو یواځې د وتو بهیر هم د هغوې سره هماهنګ کړی وو.

د بله پلوه د افغانستان نه د وروستیو امریکايي ځواکونو د وتو او طالبان د کابل هوايي ډګر ته د ننوتو سره پر هوايي ډزو پيل وکړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټولنیزې مډیا له لارې د پیغام په خپرولو سره وویل چې دا ډزې د خوښۍ ډزې دي‌ او د کابل ښاریان دې اندیښنه نکوي.

هغه وویل چې امریکايي یرغلګر ځواکونه په کامله توګه د افغانستان نه ووتل . هغه په افغانستان کې  د امریکا د اشغال د پایته رسیدو له امله ټولو ته مبارکي وویله.



اړوند خبرونه