په کابل کې د هوايي ځواکونو یو تن افسر په ډزو ووژل شو
په افغانستان کې د هدفي وژنو په ترڅ کې د هوايي ځواکونو یو بل افسر ووژل شو.
1609859
د کابل پولیسو ویلي دي چې تیره شپه د کابل د پغمان ولسوالۍ او پنځمې امنیتي حوزې په پوله کې د باغ داوود په سیمه کې د هوايي ځواکونو یو تن افسر د نامعلومو کسانو لخوا په ډزو ووژل شول.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی. د ویلو ده چې تیره ورځ د ملي امنیت یو تن افسر هم د اومې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د نامعلومو کسانو لخوا په ډزو وژل شوی دی.