امریکا: د ترکیې نه به د افغانستان د سولې د مذاکراتو د نهايي پړاو د کوربه توب غوښتنه وکړو

د افغانستان د سولې د مذاکراتو نهايي پړاو د ترکیې په کوربه توب ترسره کیږي.

1597006
امریکا: د ترکیې نه به د افغانستان د سولې د مذاکراتو د نهايي پړاو د کوربه توب غوښتنه وکړو

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي دي چې د افغانستان د سولې د مذاکراتو د نهايي پړاو  په خاطر  د ترکیې نه ددې مذاکراتو د کوربه توب غوښتنه وکړو.

د امریکا  د بهرنیو چارو وزیر بلینکن د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او ملي مصالحې د عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ته د سولې د مذاکراتو په اړه جلا جلا لیکونه استولي دي.

بلینکن د افغانستان د ولسمشر او ملي محالحې د عالي شورا رئیس ته په خطاب په استولي لیک کې ویلي دي چې په راتلونکو اونیو کې به د افغانستان د سولې د مذاکراتو د نهايي کولو په خاطر د ترکیې نه ددې مذاکراتو د کوربه توب غوښتنه وکړو.

 بلینکن پدې لیک کې ددې خبرې په ټینګار لیکلي دي چې امریکا د مې  تر لومړۍ نیټې پورې د افغانستان ته د خپلو ټولو ځواکونو ویستو پلان ته ژمن دی . همداشان د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د ویستو نه وروسته به هم د افغانستان د ملي اردو نه مالي ملاتړ ته دوام ورکړو خو ددې ترڅنګ د افغانستان د امنیت په اړه هم اندیښنه لرو. هغه ویلي دي چې د افغانستان نه کامله توګه د امریکایي ځواکونو د وتو نه طالبان د یو فرصت په توګه استفاده وکړي او په هیواد کې د لا زیاتو سیمو د نیولو هڅه به وکړي.

هغه ویلي دي چې ولسمشر جو بایدن د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او ملي مصالحې د عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله نه د سولې د مذاکراتو په مسئله کې د بیړې کولو غوښتنه کړې ده.

همداشان بلینکن د سولې د مذاکراتو په اړه خپل وړاندیزونه هم وړاندې کړي دي.



اړوند خبرونه